د ایرانۍ میندو او خارجي پلرونو ماشومان ایراني تابعیت اخلي
۱۳۹۶ تیر ۲۱, چهارشنبهد ایران د اسلامي شورا یا پارلمان د فرهنګي کمیسیون ویاند اعلان وکړ چې دغه کمیسیون د سې شنبې په ورځ (د جولای میاشتې په ۱۱مه نیټه) هغه طرحه تصویب کړه چې له مخې به یې د هغو ایرانۍ میندو ماشومانو ته هم د ایران تابعیت ورکول کیږي چې پلرونه یې ایرانیان نه دي.
د ایران اسلامي جمهوریت د خبري آژآنس (ایرنا) د رپوت په حواله د دغې مصوبې پر بنست، له بهرنیو نارینه و سره د ایرانۍ میرمنو د نکاح په نتیجه کې زیږدلي ماشومان نور نو د ایراني تابعیت ترلاسه کولو له پاره دې ته اړ نه دي چې د خپل پلار له طریقه ترلاسه کړی پخوانی تابعیت صلب کړي.
د مور له طریقه د تابعیت ورکول په ایران کې په رسمیت نه پيژندل کیږي. همدا موضوع په ځانګړي توګه د هغو ماشومانو په برخه کې د یو غیر ډاډمن او ناڅرګند وضعیت د رامنځته کیدو سبب شوی دی چې مورګانې یې ایرانیانې او پلرونه یې افغانان دي.
دغه طرحه د یوې اوږدې مودې راهیسې تر بحث لاندې نیول شوې وه. د دې طرحې بشپړ جزئیات د ۱۳۹۴ هجري شمسي کال د تلې یا میزان په میاشت کې په پارلمان کې مطرح شوې وه، خو په هغه وخت کې د ایران د اسلامي شورا (پارلمان) د ډیر شمیر استازو د مخالفت سره مخامخ شوه.
د دغې طرحې مخالفینو استدلال کړی وو چې له غیر ایراني نارینه وو سره د ایرانۍ میندو د واده په نتیجه کې زیږدلو اولادونو ته د ایران تابعیت د ورکولو موضوع به دغه هیواد ته د مهاجرت د تشویق سبب وګرځي.
د ایران د ښځو چارو وزارت مرستیالې شهیندخت مولاوردي، دې مقام ته تر رسیدو وروسته د خپل لومړنیو ژمنو په ترڅ د میندو له طریقه د تابعیت د ورکړې موضوع مطرح کړه او د دې کار د تعقیب او عملي کولو ژمنه یې کړې وه.
اوس د ایران د پارلمان په فرهنګي کمیسیون کې د میندو له طریقه اولادونو ته د تابعیت د ورکړې تصویبیدل، واقعیت ته د نږدې کیدو په برخه کې یو لوی ګام بلل کیږي. دغه طرحه باید د ایران د پارلمان په عمومي غونډه کې تصویب او وروسته بیا باید د شورای نګهبان تائید ترلاسه کړي.