1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستایران

د ایران انتخابات؛ تهران کې محافظه پال کاندیدان مخکې دي

۱۴۰۲ اسفند ۱۲, شنبه

د ابتدايي نتایجو له مخې په پلازمينه تهران کې د سخت دريځو محافظه کارانو د یو اتحاد نوماندان مخکې دي. په ایران کې د جمعې په ورځ د نوي پارلمان او د نخبگانو مجلس د ټاکلو له پاره انتخابات ترسره شول.

په ایران کې د جمعې په ورځ د مارچ لومړۍ انتخابات ترسره شول - په انځور کې په پلازمينه تهران کې د رای اچونې یو مرکز
په ایران کې د جمعې په ورځ د مارچ لومړۍ انتخابات ترسره شول - په انځور کې په پلازمينه تهران کې د رای اچونې یو مرکزانځور: Hossein Beris/Middle East Images/AFP/Getty Images

د آلمان خبري آژانس د رپوټ پر اساس، د ایران دولتي راډیو د شنبې په ورځ وويل چې د حامد رسايي په مشرۍ یو سخت دريځ اتحاد د تهران له ۳۰ څوکيو څخه ۱۷ ګټلي دي.

د ایران د پارلمان د اوسنی مشر، محمد باقر قالیباف، چې د ېوې بلې محافظه پاله ډلې مشري کوي، هم یو نوی منديټ په لاس راوړی دی.

د مهر خبري آژانس د رپوټ مطابق د جمعې ورځې انتخابات د خلکو د مشارکت له اړخه ډېر ضعیف وو. رپوټ وايي  رایو د ورکړې په شرایطو برابر ۴۱ سلنه کسان د رای اچونې مرکزونه ته ولاړل چې تهران ېې ۲۴ سلنه برخه تشکيلوي.   خو د آلمان خبري آژانس وايي چې دغه ارقام په خپلواک توګه تائيدولی نشي.

په ایران کې ښځې د رای اچونې پر مهال - د ۲۰۲۴م کال د مارچ میاشتې لومړۍ انځور: Majid Asgaripour/REUTERS

ایران د جمعې په ورځ له خپل شاوخوا ۶۱ میلیونه نفوس څخه غږ وغوښتل چې په انتخاباتو کې ګډون سره خپل نوی پارلمان او د خبرګانو مجلس چې په سیستم کې د اسلامي روحانیونو یوه اغیزناکه بدنه ده، وټاکي.

په ایران کې نوماندان د ګوندونو له خوا انتخاباتي سیالیو ته نه وردانګې بلکې خپله نوماندي په لیستونو کې تنظیموي.

د بېلګې په توګه په تهران کې د پارلماني انتخاباتو له پاره ۳۰ څوکۍ په نظر کې نيول شوي چې هر اتحاد ورته ۳۰ نوماندان وړاندې کړي دي.

د ایران مذهبي رهبر، آیت الله خامنه ای د رای اچونې پر مهالانځور: picture alliance/dpa

د ایران پارلمان ټول ټال ۲۹۰ څوکۍ لري چې په هرو څلورو کلونو کې ېې انتخابات ترسره کيږي. په انتخاباتو کې د نګهبان شورا چې یو نظارت کونکی بنسټ دی د سیاستوالو د ايديالوژيکي شايستګۍ په برخه کې تصمیم نیسي.

په نهایت کې د نوماندانو په لیست کې سیستم ته وفادار عناصر وي او ایرانیان یوازې د همدوی له ډلې خپل د خوښې نوماند ټاکلی شي.

د آلمان خبري آژانس په پای کې زیاتوی چې د سیستم ډېری منتقد نوماندان له انتخاباتو څخه د مخه د نګهبان شورا له خوا حذف کیږي. د ایران سیاسي سیستم د ۱۹۷۹ کال انقلاب راهیسې له تیوکراټانو او جمهوري غوښتونکو عناصرو څخه جوړ دی.

(dpa)mks/aa

له آرشیف څخه:

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب