1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په اسلام‌اباد کې د ۱۰ زره امنیتي سرتیرو ځای پر ځای کېدل

هيلۍ اسد | د آلمان خبري آژانس، رويترز، ای پي، ای اف پي
۱۴۰۵ فروردین ۲۱, جمعه

په داسې حال کې چې پاکستان د امریکا او ایران د لوړپوړو پلاوو ترمنځ د خپلمني خبرو کوربه‌ توب ته چمتو والی نیسي، له لس زرو څخه ډېر امنیتي ځواکونه د اسلام‌اباد په ډیپلوماټیکه سیمه کې ځای پر ځای شوي دي.

Pakistan Islamabad 2026 | Paramilitärs patrouillieren vor möglichen Iran-Verhandlungen
په اسلام اباد کې د ایران او امریکا ترمنځ د خبرو لپاره چمتوالی انځور: Anjum Naveed/AP Photo/picture alliance

د دې خبرو د ښه چمتووالی او امنیت لپاره په دغه ښار کې دوه ورځې رخصتي اعلان شوې، تر څو د خلکو ګڼه ګوڼه کمه شي.

له دې سربېره له ۱۰ زرو زیات امنیتي سرتیري چې له ډلې یې ځایي امنیتي پولیس، نظامي سرتېري او نیمه‌ پوځي ځواکونه ګومارل شوي دي.

د «سور زون» په نوم بلل کیدونکې سيمه چې مهمې حکومتي ودانۍ او بهرني سفارتونه پکې دي، په بشپړه توګه تړل شوې ده.

د راپورونو له مخې، د سرینا پنځه ستوري هوټل مېلمانه بل ځای ته انتقال شوي، څو د خبرو پلاوي هلته ځای پر ځای شي، خو د مذاکراتو کره ځای لا هم رسمي نه دی اعلان شوی.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار، په ټولنیزو رسنیو کې لیکلي:

«پاکستان د ټولو هغه استازو او بهرنیو خبریالانو هرکلی کوي، چې په اسلام‌اباد کې د ۲۰۲۶م کال مذاکراتو کې ګډون کوي.»

هغه دا هم ویلي چې د ګډونوالو لپاره د ویزې شرایط اسانه شوي دي.

نوموړي زیاته کړې ده: »له و هوايي شرکتونو غوښتنه شوې چې دغو کسانو ته له ویزې پرته د سفر اجازه ورکړي. د پاکستان د کډوالۍ چارواکي به د رسېدو پر مهال ویزې ورکړي.»

د راپورونو له مخې، د ډیپلوماټیکو کارپوهانو ترمنځ خبرې د جمعې په ورځ کېږي او اصلي مذاکرات د شنبې لپاره ټاکل شوي دي. که اړتیا وي، دا خبرې به تر یکشنبې پورې هم وغځېږي.

تمه ده چې دا خبرې به غیرمستقیم وي، یعنې دواړه پلاوي به په جلا خونو کې کښېني او پاکستاني چارواکي به د دوی ترمنځ پیغامونه تبادله کړي.

دا طریقه مخکې هم د عمان په منځګړیتوب د امریکا او ایران ترمنځ کارول شوې ده.

د امریکا مرستیال ولسمشر جي ډي ونس، چې ځانګړی استازی سټیو ويټکوف او ولسمشر ترمپ له زوم جیرډ کوشنر به هم ورسره مل وي، د امریکا د پلاوي مشري کوي.

تمه ده چې د ایران د پارلمان مشر محمد باقر قالیباف او د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي به د ایران د پلاوي مشري وکړي، خو لا هم له تهرانه د ګډون په اړه بېلابېل خبرونه خپرېږي.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند، د اسرائیلو د بریدونو په اړه چې په لبنان کې د حزب‌الله پر هدفونو کېږي، ویلي: «د جګړې د پای ته رسولو لپاره د خبرو ترسره کېدل، پر دې پورې تړلي چې امریکا په ټولو جبهاتو، په ځانګړي ډول لبنان کې، د اوربند ژمنو ته ژمن پاتې شي.»

نوموړي زیاته کړې ده:«کله چې د سفر پلان وروستی شي، د پلاوي غړي به هم اعلان شي.»

لا هم دا روښانه نه ده چې د ایران د سپاه پاسداران فعال غړي به په دې خبرو کې ګډون وکړي که نه، خو دې ادارې ویلي چې اوربند ته ژمن دي.

د سپاه په اعلامیه کې ویل شوي:

«موږ ډاډ درکوو چې د ایران وسله ‌وال ځواکونه تر اوسه د اوربند پر مهال پر هېڅ هېواد برید نه دی کړی.»

اسلام اباد؛ د ایران-امریکا مذاکراتو ته چمتوالی

01:19

This browser does not support the video element.

هيلۍ اسد د ژورنالیستې په توګه د افغانستان پر حالاتو څار او د خلکو ستونزو ته انعکاس ورکول@HelayAsad1
د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب