امریکا په روسیه کې د بې پيلوټه الوتکو د تاسیساتو په برخه کې د ایران همکارۍ ته اشارې کړې او خبرداری ورکوي چې د دغه تاسیساتو په بشپړېدو سره به پر اوکراین باندې د کرملین د بریدونو وړتیا زیاته شي. د «سي ان ان» د راپور له مخې د امریکا د استخباراتي ادارې شنونکو د جولای پر ۲۱ نیټه په یوه کوچني رسنیزه ناسته کې وړاندوینه کړې چې دا تاسیسات به له روسیې سره د اوکراین پرضد جګړه کې «د ډرون لویه کارخونه» په واک کې ورکړي.
په دې اړه اړوند مطلب: مکرون: ایران دې روسیې ته د بې پيلوټه الوتکو استول بند کړي
د دوی د ارزونې له مخې د یادو تاسیساتو د رغولو چارې به د راتلونکي کال په لومړیو کې بشپړې شي. امریکا په اپریل میاشت کې د روسیې په «الابوګا» سیمه کې د بې پلوټه الوتکو له پاره د پلان شوي تاسیساتو په اړه چې د مسکو په ختیځ شاوخوا ۶۰۰ مایله کې پراته دي، د سپوږمکۍ انځورونه خپاره کړل. څېړونکي وایي چې ایران په ترتیب سره د یادو تاسیساتو د رغولو له پاره د اړتیا وړ توکي روسیې ته لېږدوي.
پوهه: ډرون څرنګه په سایبري جګړه کې له اوکراین سره مرسته کوي؟This browser does not support the video element.
د دوی په وینا ایران تر اوسه روسیې ته تر ۴۰۰ زيات شاهد ۱۳۱ او ۱۳۶ مهاجر نومي ډرون الوتکې ورکړې، خو روسیې نږدې ټولې د اوکراین په جګړه کې کارولي دي. د امریکا د دفاعي استخباراتي ادارې یوه جګپوړي چارواکي ویلي دي چې روسیه په لومړي سر کې له دغو بې پیلوټه الوتکو څخه په اوکراین کې پر مهمو زیربناوو او هوايي دفاع باندې د بریدونه له پاره کار اخلي. سي ان ان په خپل راپور کې لیکلي دي چې ایران روسیې ته د بې پلوټه الوتکو، توپونو او هاوانونو د لېږد له پاره له خزر سیند څخه کار اخلي او ډېري هغه کښتۍ کاروي چې پرته له تعقیبي سیسټم په پټه حرکت کوي.
زموږ فېسبوک پاڼه هم تعقیب کړی
امریکا په اوکراین کې د ویشتل شویو څو بې پیلوټه الوتکو څیړنه کړې او دې پایلې ته رسیدلي چې سربېره پردې چې ایران په تکرار سره له دې موضوع انکار کوي، داسې شواهد شته چې «د انکار امکان یې نشته» او د دې څرګندونه کوي چې د ایران اړوند ډرون دي. د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیرعبداللهیان په تېر اکټوبر میاشت کې وویل چې ایران روسیې ته له اوکراین سره د جګړې له پاره هېڅ ډول وسلې نه دي ورکړي او نه به يې هم ورکړي. خو په نومبر میاشت کې هغه ومنله چې ایران روسیې ته یو شمېر بې پیلوټه الوتکې ورکړې، او څرګنده یې کړه چې دا بې پیلوټه الوتکې څو میاشتې مخکې د جګړې له پیله ورکړل شوي دي.
اړوند مطلب: جان کربي: ایران روسیې ته په سلهاوو بې پيلوټه الوتکي ورکړي
د امریکا د دفاعي استخباراتي ادارې یوه جګپوړي چارواکي ویلي دي چې شنونکو د ۲۰۲۲م کال په اپریل مياشت کې د روسیې او ایران د پوځي همکارۍ د زیاتیدو نښې لیدلي دي. د همدې کال په جولای میاشت کې سپینې ماڼۍ څرګنده کړه چې ایران روسیې ته د بې پیلوټه الوتکې د سپارلو له پاره تیاری نیسي. د شنونکو په وینا، د امریکا د دفاعي استخباراتي ادارې په عراق کې کشف شوې یوه ایرانۍ جوړه شوې شاهد ۱۰۱ ډوله بې پیلوټه الوتکه ښودلې چې د شهید ۱۳۱ ډوله دا ډول الوتکې په پرتله کوچنۍ او سپکه ده. دوی وړاندیز کړی چې ایران به روسیې ته د شاهد ۱۰۱ ډوله الوتکې لیږل پیل کړي ځکه چې دا ډیر سمبال، سپک او لیږد يې اسانه دی.
په اوکراين کې د یوه کال جګړې ځينې مهمې پيښې
پر اوکراین د روسېې يرغل نږدې يو کال کيږي. په دغه روانه جګړه کې تر اوسه په زرونو خلک وژل شوي او د اوکراین ډېر ښارونه په کنډوالو بدل شوي دي. په دغه انځوریز رپوټ کې د جګړې ځېنې مهمو پېښو ته اشاره شوې ده. انځور: Javie Espinosa/El Mundo/IMAGO روسي قواوو د ۲۰۲۲م کال د فبرورۍ مياشتي پر ۲۴مه د ولسمشر ولاديمیر پوتين په امر د شمال، شرق او جنوب له خواو پر اوکراين پوځي یرغل وکړ. پوتين خپل دغه اقدام ته «ځانګړي پوځي عملیات» وايي چې موخه ېې د اوکراین «بې وسلې کول» او «له نازيانو څخه پاکول» بولي.
انځور: Konstantin Mihalchevskiy/SNA/imago images روسي ځواکونو د مارچ په دوهمه د اوکراین د جنوبي ښار، خيرسون د نیولو ادعا وکړه او د همدې مياشتې په اوایلو کې ېې د خيرسون د پاتې برخې او په ګاونډ کې ېې د زاپروږيا سيمې ډېرې برخې هم ونيولې چې په هغو کې د زاپروږيا اټومي بټۍ چې د اروپا په سطحه تر ټولو سترې بټۍ دي هم شاملې دي.
انځور: Alexander Ermochenko/REUTERS روسي ځواکونه په اپریل کې د کیف له څنډو څخه ووتل چې تر وتلو وروسته ېې داسې ادعاوې وشوې چې د بوچا سیمې پر سړکونو د ملکيانو پراته مړي او یا ډله ایز قبرونه وموندل شول.
انځور: Ronaldo Schemidt/AFP روسي ځواکونو د اپریل مياشتي پر نهمه د اوکراين په شرقي ښار کراماتورسک کې د اورګاډي یو تمځای په توغندي وويشت. په دغه برید کې ۵۲ ملکیان ووژل شول او تر ۱۰۰ ډېر نور ټپيان شول.
انځور: Seth Sidney Berry/ZUMA Press Wire/picture alliance اوکرایني ځواکونو د اپریل مياشتي پر ۱۳مه د موسکوا په نوم د روسېې د تورې بحېرې يوه جنګي کښتۍ په یو توغندويز برید کې ووېشتله. د کروز توغنديو ليږدونکې دغه کښتۍ په راتلونکې ورځ په اوبو کې ډوبه شوه.
انځور: Vasily Batanov/AFP/Getty Images اوکرایني ځواکونو د می پر ۱۶ پریکړه وکړه چې د آزوفستال فولادو کارخانې څخه وروسته د نژدې ۳ میاشتو مقاومته ووځي. دا په ماريوپول کې د اوکرايني ځواکونه تر ټولو وروستی او کلک سنګر وو چې د روسي ځواکونو په محاصره کې وو.
انځور: Alexander Ermochenko/REUTERS د می مياشتي پر ۱۸، فنلند او سويډن په ناټو سازمان کې د غړيتوب له پاره خپل درخواستونه وړاندې کړل. دغه اقدام د جګړې پر مهال د اوکراین د متحدینو د پوځي اتحاد د لا پراختیا او پر مسکو یو قوي ګوزار وو.
انځور: JOHANNA GERON/AFP په جون میاشت کې اوکراین ته د امریکايي هيمارس توغنديو په ګډون ډيرې غربي وسلې ورسېدې. د آرشیف انځور
انځور: Petra News Agency/dpa/picture alliance روسي ځواکونو د جون مياشتي پر ۳۰مه له سنيک جزېرې څخه شاتګ وکړ. دغه جزیره د اودیسا بندر جنوب ته ليرې د تورې بحېرې په اوبو کې پرته ده. روسي ځواکونو د اودیسه بندر د یرغل په لومړيو ورځو کې نيولی وو. د آرشیف انځور - په توره بحیره کې د روسېې سمندري ځواکونه
انځور: Russian Defense Ministry Press Service/AP/picture alliance روسېې او اوکراین د جولای پر ۲۲ په استانبول کې د ترکېې او ملګرو ملتونو سازمان په منځګړيتوب د غله جاتو تړون لاسلیک کړ. د دغه تړون له مخې په میلیونو ټنه هغه غله دانه چې د جګړې له کبله د اوکراین د تورې بحېرې په بندرونو کې بنده پاتې وه، نړیوال بازارونو ته ېې له سره صادرات پیل شول.
انځور: TURKISH DEFENCE MINISTRY/ REUTERS د جولای پر ۲۹مه د روسي تر کنټرول لاندې جنوبي ښار اولینويکا کې یو زندان باندې توغندويز برید وشو چې پکې ۵۳ کسان ووژل شول.
انځور: Alexander Ermochenko/REUTERS د اګست مياشتي پر ۹ په کریمیا کې واقع یوه هوايي اډه کې ځواکمنې چاودنې وشوې. ډيرې چاودنې د برېښنا په یو سبستیشن او د مهماتو په ډيپوګانو کې وشوې. دا د اوکراین په جګړه کې د روسېې يوه مهمه رول لوبونکې پوځي اډه ده. د اوکراین يو لوړپوړي پوځي بیا وروسته وویل چې د کریميا بريدونه د کيف ځواکونو کړي ول.
انځور: REUTERS د تېرکال اګست مياشتي پر ۲۰ د روسي ملتپاله ايډیالوژیست الکساندر دوګين، لور، داریا دوګينا د يوه موټربم په چاودنه کې ووژل شوه. دغه چاودنه د مسکو له ښاره باندې رامنځ ته شوه چې روسي چارواکو ېې پړه پر اوکران ورواچوله.
انځور: TSARGRAD.TV via REUTERS اوکرايني ځواکونو د سپتمبر په ۶ په شمال شرقي سیمه خارکيف کې د روسي ځواکونو پر ضد ناڅاپي چټک تعرضي عملیات پيل کړل. په دغو عملیاتو کې له ډيرو سیمو څخه روسي ځواکونه چې له میاشتو راهيسي پکې اوسېدل، بېرته وښکل شول.
انځور: Metin Aktas/AA/picture alliance د روسېې ولسمشر ولاديمیر پوتين، د سپتمبر مياشتي پر ۲۱ د قسمي پوځي بهيج اعلان وکړ، چې له مخې ېې ۳۰۰زره ریزرفي عسکر د روسېې پوځ ته نېول کېدل. دغه اعلان سبب شوو چې پر شرايطو برابر په سلونو زره روسي نارينه چې نه ېې غوښتل جنګ ته واستول شي، ګاونډيو هیوادونو ته وتښتي.
انځور: Daro Sulakauri/Getty Images د روسېې ولسمشر ولادیمیر پوتین د سپتمبر پر ۳۰ د کريملین په یو مراسم کې د اوکراین د څلورو سیمو د الحاق سندونه لاسلیک کړل.
انځور: Grigory Sysoyev/AP/picture alliance د اکتوبر پر ۸ نيټه د کریميا پر پله د یو لارۍ بم چاودنه وشوه چې د دغه پله يوه برخه ېې تخریب کړه. دغه مهم پل روسيه له کریميا نيمه ټاپو سره نښلوي. پوتین دا د اوکراین کار وباله او په ځواب کې ېې د اوکراین بريښنايي زیربناوې تر توغندويز بریدونو لاندې راوستلې.
انځور: AFP روسېې د اوکراین پر برېښنايي زیربناو لومړني توغندويز بریدونه د اکتوبر پر ۱۰مه پیل کړل. دغو بریدونو ادامه پيدا کړه چې د اوکراین په ډيرو ښارونو او سیمو کې ېې خلک په سوړ ژمي کې د اوبو او بريښنا له اړخه له سختو ستونزو سره مخ کړل.
انځور: Kostiantyn Liberov/AP Photo/picture alliance روسيې د نومبر مياشتي پر ۹ له خیرسون څخه د خپلو ځواکونو د شاتګ اعلان وکړ. تر هغه وروسته دغه ښار اوکرایني ځواکونو بېرته ونیو او د دغه هیواد ولسمشر، ولاديمیر زیلنسکي هم هلته ورغی له خپلو ځواکونو او د سیمې له اوسیدونکو سره ېې وکتل.
انځور: Valentyn Ogirenko/REUTERS د روسېې پوځ د دسمبر میاشتې پر ۵ وويل چې اوکراین د روسېې په خاوره کې دننه ډير وړاندې د دوی پر دوو پوځي اډو بریدونه کړي دي. روسېې وويل چې اوکراین په دغو بریدونو کې له اوږد واټن وهونکو جنګي ډرون څخه استفاده کړې ده.
انځور: TASS/dpa/picture alliance د ۲۰۲۲م کال د نومبر مياشتي پر ۲۱ د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زیلنسکي امریکا متحده ایالتو ته ولاړ او له ولسمشر جو بایدن سره ېې وکتل. دا د جګړې له پيل راوروسته امریکا ته د زيلنسکي لومړی سفر وو چې پکې اوکراین ته د پيټرويټ هوايي دفاع سیستم او نورو وسلو پر ورکړې خبرې وشوې.
انځور: Andrew Harnik/AP Photo/picture alliance اوکراین د نوي کال په لومړيو شيبو کې په ماکییوکا سیمه کې د روسي عسکرو يو مرکز په نخښه کړ. د روسېې دفاع وزارت وویل چې په دغه برید کې ېې ۸۹ عسکر ووژل شول. دا پر روسي عسکرو د اوکراین یوه تر ټولو خونړۍ حمله وه.
انځور: ALEXANDER ERMOCHENKO/REUTERS روسي ځواکونو د روسېې پر برېښنايي زېربناوو خپل بریدونه جاري ساتلي. د جنوري مياشتي پر ۱۴ یو روسی توغندی د اوکراین په دنيپرو کې د هستوګنې پر یو ساختمان ولګيد، چې ۴۵ کسان پکې ووژل.
انځور: Sergei SUPINSKY/AFP روسيې د جنوري مياشتي پر ۱۲ د اوکراین د سولیدار ښارګوټي د نیولو خبر ورکړ. مسکو په عین وخت کې د بخموت د نیولو په موخه خپلې تعرضي حملې چټکې کړي دي. بخموت په سیمه کې د اوکراین تر ټولو قوي مرکز ګڼل کيږي. په انځور کې اوکرایني ځواکونو په سوليدار کې د جګړې په لومړۍ کرښه کې
انځور: AP/Libkos روسي ځواکونو د روسېې پر برېښنايي زېربناوو خپل بریدونه جاري ساتلي. د جنوري مياشتي پر ۱۴ یو روسی توغندی د اوکراین په دنيپرو کې د هستوګنې پر یو ساختمان ولګيد، چې ۴۵ کسان پکې ووژل.
انځور: VALENTYN REZNICHENKO via REUTERS د روسېې د خصوصی امنيتي شرکت، واګنر مالک د فبرورۍ مياشتي پر ۱۰مه وويل چې د اوکراین جګړه به کلونه وخت ونیسي. يونګي پریګوژین، وویل د روسېې له خوا یوازې د دونباس سيمې بشپړ نیول به ۱۸میاشتې وخت ونیسي. د واګنر شرکت ملیشي د اوکراین په جګړه کې جنګیږي.
انځور: Uncredited/AP/dpa/picture alliance
امریکا د تېر کال په پای کې وړاندوینه کړې وه چې ایران په پام کې لري روسیې ته د بې پیلوټه الوتکو تر څنګ بالستیک توغندي هم واستوي. خو یوه شنونکي وویل چې دا پلان «ځنډول» شوی. ایران په دوامداره توګه روسیې ته د اوکراین پرضد د بې پیلوټه الوتکې کارول ردوي، خو اوکراین په وار وار اعلان کړی دی چې د ایران سلګونه بې پیلوټه الوتکې یې ویشتلې دي.
م.ا/ن.ز