1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ایران او چین ترمنځ قوي ملګرتوب

۱۳۹۹ مرداد ۱, چهارشنبه

ایران او چین په تجارتي او نظامي برخه کي د یوه اوږدمهاله تړون د رامنځته کیدو هلي ځلي کوي. خو دغه ډول یو تفاهم بیا د امریکا له پاره د سرخوږي په معنی دی. د امریکا په حواله دغه سیمه ښايي ځان په بشپړ ډول له سره سمبال کړي.

Iran China Xi Jinping Ali Khamenei
انځور: ana.press

د ۲۵ کلونو په ترڅ کي د ۴۰۰ میلیارډه ډالرو پانګونه. د رسنیو په حواله په دغه اندازه پیسو سره چین غواړي په ایران کي فعالیت پیل کړي. نیویارک ټایمز رپوټ ورکړی چي دغه پیسې به د سړکونو ، ریلګاډو د پټلیو، بندرونو، سيلانيتوب او همدارنګه تیلو او ګازو او نورو زیربنايي پروژو د پراخوالي په لار کي مصرف کړي. په دې ډول به چین د ایران په بانکونو او مخابراتي سکټور کي هم سرمایه ګذاري وکړي. د هغه په مقابل کی به ایران چین ته په ډیره ارزانه بیه  تیل ورکړي.

د نیویارک ټایمز په حواله په دغه ۱۸ صفحه يي تجارتي قرارداد کي ډیر نژدې پوځي ګډ کار هم په پام کي نیول سوی دی. په هغه کي ګډي نظامي زده کړي او تطبیقات او همدارنګه ګډ تحقیقات او د وسلو  جوړول په پلان کي دي. همدارنګه دواړه دولتونه غواړي چي د خپلو استخباراتي ادارو نتایج سره شریک کړي.

د تیلو او ګازو له پاره نوي بازارونه 

د جرمني د یې نا پوهنتون د بین المللي مناسباتو استاد، شتیفان لوکاس وايي چي دغه ډول یو تړون به د دواړو اړخونو په ګټه سي. ایران کوښښ کوي چي د اټومي تړون تر ناکامیدو وروسته د خپلو تیلو ، ګازو او اوسپنو د رانیولو له پاره په ختیځ کي بازارونه پیدا کړي. ددې کار له پاره چین ډیر مناسب دی، دا ځکه چي نوموړی هیواد دغو ټولو شیانو ته سخته اړتیا لري او په اوس وخت کي یې د امریکا متحده ایالاتو د سیاست په وړاندي سخت مخالف دریځ نیولی.

هدف دادی چي ایران د امریکا متحده ایالاتو او اسرائیلو له خوا د ممکنه بریدونو په مقابل کي وکولای سي ځان ښه عیار کړي. په همدې خاطر ایران لومړی ګام اخیستی چي د  شانګهای د ګډ کار سازمان په نامه د چین او روسیې په امنیتي سازمان کي یې ځان شامل کړی.

لوکاس له دویچه ویلي سره په خبرو کي ویلي دي چي چین بیا په ایران کي له یوې خوا د خپلو بازارونو له پاره څه د پاسه ۸۰ میلیونه مصرف کوونکي ویني چي اکثره یې تر ۴۰ کلنۍ کښته دي او په ډیري لیوالتیا سره سوداوي کوي. علاوه پر دې ایران د پیکنګ له پاره د مرکزي، جنوبي او غربي آسیا ترمنځ د ستراتیژيکي موقیعت لرلو په سبب یو په زړه پوري هیواد بلل کیږي.

دا خبره خصوصأ د وریښمو د هغي نوي لاري د نوښت په چوکاټ کي لا ښه واضح کیږي چي پکښي ایران ته د یوه مهم متحد په سترګه کتل کیږي. په اوس وخت کي په خاص ډول د چین هغه ساختماني او ترانسپورتي شرکتونه فعالیت کوي چي د ایران د انقلابي ګارډ او سترو شرکتونو سره نژدې اړیکي لري.

نوی تحول: د ایران او چین ترمنځ اړیکي

په عین وخت کي په دغه تړون کي په ایران کي  د چین نظامي اهداف هم په ګوته سوي. په هغه کي په خاص ډول د چینايي او روسي پوځي ترانسپورټ له پاره د ایران د بندرونو او هوايي ډګرونو استعمال په نظر کي نیول سوي.

د خارجي سیاست عواقب

لوکاس وايي چي د ایران خارجي سیاست به له چین سره له دې تړونه ډیر گټمن سي. چین به ایران ته ددغه هیواد او امریکا متحده ایالاتو ترمنځ ممکنه جګړې سربیره، لا نور سیاسي او اقتصادي ملاتړ ورپه برخه کي.

دغه ډول ملاتړ به د ملګرو ملتو تر ټولو لوړ مقام له پاره هم کافي وي چیري چي روسیه او چین د ملګرو ملتو په امنیت شورا کي زیاتره وخت د ایران شاته دریږي. د سیمي له پاره به په اول سر کي دا د یوه باثباته ایران د رامنځته کیدو په معنی وي چي په عین حال کي به بیا هم په جرأت او هڅوونکي توګه راڅرګند سي.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب