1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ایران بشري مرستي غزني ته ورسېدلې

۱۴۰۰ بهمن ۲۵, دوشنبه

په کابل کې د ایران سفارت اعلان کړی دی چې د دوی د بشري مرستو اتلسمه جوپه افغانستان ته رسېدلې ده. په دغو مرستو کې اوړه، غوړي او وريجې شاملې دي.

Iran Dogharon | UNICEF bringt Medikamente nach Afghanistan
انځور: epa afp Kenare/dpa(picture-alliance

له افغانستان سره د بشري مرستو په دوام، په کابل کې د ایران سفارت د دوشنبې په ورځ د (فبرورۍ ۱۴) اعلان وکړ چې د بشري مرستو ۱۸مه محموله غزني ولایت ته رسېدلې ده.

په افغانستان کې د ایران سفارت پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي چې په دې مرستو کې اوړه، وریجې او غوړي شامل دي او د غزني ولایت په قره باغ ولسوالۍ کې پر خلکو وویشل شول.

په کابل کې د ایران سفارت وايي، هيواد یې تر اوسه د افغانستان په لسو ولایتونو کې بشري مرستې وېشلې دي.

د ایران سفارت د هرات، بلخ، سرپل، ننګرهار، کندهار، کابل، بدخشان، کندز او پنجشیر ولایتونو یادونه کړې چې دوی پکې بشري مرستې ویشلي دي.

وروسته له هغه چې د ۲۰۲۱م کال د اګست پر ۱۵ په افغانستان کې طالبان واک ته ورسېدل، د امریکا په بانکونو کې د افغانستان د بهرنیو اسعارو ټولې زېرمې کنګل شوې.

د افغانستان د مرکزي بانک په کنګل شويو شتمنیو کې اسعار، د پورونو پاڼې او سره زر شامل دي.

د ځینو راپورونو له مخې د افغانستان نورې دوه میلیارده ډالره مرستې په سویس، بریتانیا، جرمني او متحده عربي اماراتو کې کنګل شوې دي.

امريکا: نړيوال بانکونه کولی شي افغانستان ته پېسې وليږدوي

د طالبانو حکومت دا مهال د پیسو له سخت کمښت سره مخ دی او ډېر کسان چې له پخواني افغان حکومت څخه یې معاشونه اخیستل، بې کاره دي او عاید نه لري.

ملګرو ملتونو او یو شمېر مرستندویه ادارو په افغانستان کې د یوه بشري ناورین خبرداری ورکړی او د افغانستان خلکو ته یې د نړیوالو بشري مرستو د رسولو غوښتنه کړې ده.

لوېديځ له افغانستان سره بشري مرستي له بشري حقونو سره پيوندوي