د ایران جګړه؛ د افغان کډوالو په اړه اندېښنې
۱۴۰۴ اسفند ۲۰, چهارشنبه
د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ (UNHCR) د سې شنبې په ورځ وویل چي د ۲۰۲۶م کال له پیل راهیسي ۱۱۰،۰۰۰ کسان له ایران او ۱۶۰،۰۰۰ له پاکستان څخه افغانستان ته راستانه سوي دي.
داسي ښکاري چي د فبروري مياشتي پر ۲۸مه پر ایران د امریکا او اسرائيل د ګډ برید له پیل راهیسي له ایران څخه د راستنیدونکو افغانانو شمېر زیات سوی دی.
په افغانستان کي د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې استازي عرفات جمال، په ژنيو کي خبریالانو ته وویل چي د جګړې له پیل راهیسي هره ورځ شاوخوا ۱۷۰۰ کسان له ایران څځه افغانستان ته راستنیږي.
هغه له اسلام قلعه څخه په ژنيو کي له خبریالانو سره په خبرو کي وویل چي پر دغه پوله وضعیت "نسبتاً ارام" دی.
د بې ځايه کېدو دوران
جمال زیاته کړه: «راستنیدنه منظمه ده، خو اندېښنې ورسره مل دي.» هغه زیاته کړه چي د وضعيت خرابېدو ته په پام سره، اندېښمن دی چي ډېر خلک به افغانستان ته راستانه سي.
هغه وويل: «موږ د ډله ايزو راستنېدو له پاره چمتووالی نيسو.»
د ملګرو ملتونو دغه چارواکي وویل چي له یوې خوا افغانستان په ایران کي د جګړې له پایلو سره مخ دی او له بلي خوا له پاکستان سره پر پوله هم شخړه روانه ده.
دا په داسي حال کي ده چي په وروستیو کلونو کي له ګاونډیو هيوادونو څخه د افغان کډوالو راستنېدل خورا زيات سوي.
د ملګرو ملتونو په وینا، په تیرو دوو کلونو کي تر پنځو ميلیونو زيات افغان کډوال له ګاونډیو هیوادونو څخه راستانه سوي دي، چي له دې ډلي څخه ۱،۹ ميليونه يې له ايرانه راستانه سوي دي.
جمال خبرداری ورکړ «اوس ډېري افغان کورنۍ د بې ځایه کېدو له دورې سره مخ دي: لومړی دوی اړ سول چي له افغانستانه ووځي، بیا د جګړې له امله په ایران کي بې ځایه سول او اوس دوی افغانستان ته راستنېږي.»
د ملګرو ملتونو دغه چارواکي زياته کړه: «او درې ځله بې ځایه سوي خلک افغانستان ته په رسېدو سره د بې ثباتۍ او ناڅرګندتیا دورې ته ننوځي.»
جمال وويل چي په دې منځ کي په وروستیو اونیو کي له پاکستان څخه راستنیدنه نسبتا کمه وه، ځکه چي په تورخم کي اصلي لاره د سرحدي نښتو له امله تړل سوې ده. خو هغه خبرداری ورکړ چي د پولي له پرانیستلو وروسته به راستنیدنه په چټکۍ سره زیاته سي.
د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې او یونیسف د سې شنبې په ورځ وویل چي دوی هڅه کوي په سرحدي سیمو او همدارنګه په افغانستان کي دننه خپل عملیاتي ظرفیتونه زیات کړي.
يو ان اچ سي آر وویل: «د راستنیدونکو کچي او په بشردوستانه عملیاتو کي د مالي محدودیتونو په پام کي نیولو سره، د نویو راغلو کډوالو له پاره د اضافي مرستي اړتیا مخ پر زیاتیدو ده.»