1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ایران د اجرائیه قوې نوی مشر محمد مخبر څوک دی؟

۱۴۰۳ اردیبهشت ۳۱, دوشنبه

محمد مخبر چې ۶۸ کلنن دی، تر دې مخکې د پخواني ولسمشر رئیسي لومړی مرستیال وو. هغه د ابراهیم رئیسې تر مړینې وروسته د ایران د موقت ولسمشر په توګه وټاکل شو. دغه ایرانی سیاستوال څوک دی؟

Iran Mohammad Mokhber
انځور: ATTA KENARE/AFP

محمد مخبر اوس د یوې درې کسیزې شورا غړی دی چې د ده نقش پکې د موقت ولسمشر په توګه دی. له هغه سره په دې شورا کې د پارلمان مشر او د ایران د قضایه قوې مشر هم شامل دي. د هغوی تر ټولو مهمه دنده په پنځوسو ورځو کې د ولسمشریزو انتخاباتو ترسره کول دي.

مخبر د ۱۹۵۵م کال د سپتمبر میاشتې پر لومړۍ نېټه زیږیدلی او ویل کیږي چې د ابراهيم رئیسي په څیر د ایران مذهبي مشر خامنه يي، ته نزدي سیاستوال دی. مخبر په ۲۰۲۱م کال کې کله چې پخوانی ولسمشر ابراهیم رئیسې د ولسمشر په توګه وټاکل شو، د ایران د حکومت د لومړي مرستیال په توګه کار پیل کړ.

مخبر د هغو ایراني چارواکو په ډله کې شامل وو چې د تیر کال په اکتوبر میاشت کې مسکو ته ولاړل او هلته یې رویسې ته د لا ډیرو توغندیو او ډرون الوتکو له ورکولو سره موافقه وکړه.

دغه خبره هغه وخت سرچینو د رویترز خبري آژانس ته کړې وه. مسکو ته په تللو چارواکو کې همداراز د ایران د سپاه پاسداران دوه لوړپوړي غړي هم شامل وو.

مخبر د لومړي مرستیال په توګه د کار تر پیل مخکې د «ستاد» په نوم سازمان مشر وو چې ویل کیږي د ایران مذهبي مشر پورې تړلې د پانګوونې یوه اداره ده.

په ۲۰۱۰م کال کې اروپايي ټولنې د مخبر نوم له دې کبله د هغو سازمانونو او کسانو په نوملړ کې شامل کړ چې پرې د «هسته يي او بالستیک توغندیو په تړاو فعالیت» له کبله بندیزونه لیګدلې ول. دوه کاله وروسته بیا د مخبر نوم له دې نوملړ څخه پاک شو.

په ۲۰۱۳م کال کې بیا د امریکا متحده ایالاتو د خزانې وزارت د «ستاد» سازمان او هغه پورې تړلې ۳۷ شرکتونه د خپلو تحریمونو په لیست کې شامل کړل. ستاد چې بشپړ نوم یې «ستاد اجرایي فرمان حضرت امام» دی، د ایران د پخواني مذهبي مشر ایت الله روح الله خومیني، د یوه فرمان په پایله کې رامنځ ته شوی دی.

د دغي ادارې هدف د هغو شتمنیو اداره او پلورل وو چې د ایران د ۱۹۷۹م کال «اسلامي انقلاب» وروسته، په اصطلاح بې صاحبه پاتې وي. هغه وخت ویل شوي وو چې له دې لارې د ترلاسه کیدونکو پیسو ډېره برخه باید په خیریه کارونو مصرف شي.

رویتزر خبري آزانس

 

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل
د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل