1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستایران

رپوټ: په ایران کی په تیرو ۷ میاشتو کی ۳۰۰ کسان اعدام سوي دي

۱۴۰۳ مرداد ۱۵, دوشنبه

په ایران کی د روان میلادي کال په لومړیو اوو میاشتو کی لږترلږه ۳۰۰ کسان اعدام سوي چی په هغو کی د افغانستان اتباع هم شامل دي.

Symbolbild Hinrichtung Todesstrafe
انځور: Sascha Steinach/IMAGO

په ایران کی د ۲۰۲۴ کال په تیرو اوو میاشتو کی د اعدام سوو کسانو په ډله کي ۲۰ تنه افغانان، ۴۲ تنه بلوڅان ، ۲۰ تنه کُردان او ۱۵ ښځي شاملیږي.

څه ناڅه ۱۷۲ تنه بیا د مخدره موادو د جرُم په تور اعدام سوي دي. ۱۱۰ تنه د «قصدي وژني» ۱۵ تنه د افساد فی‌الارض، محاربه و بغی په تورونو، ۵ تنه د «اسرائیلو له پاره د جاسوسۍ» په تور، ۵ تنه د «اهل سنت له ډلو سره» د اړیکو په تور، ۵ تنه د «سیاسي یا امنیتي»  تورونو  او ۳ تنه د جنسي تیري په تور اعدام سوي دي.

دایراند پخواني ولسمشر ، ابراهیم رئیسي د مړیني او د ریاست جمهورۍ د دوهمی دورې

 (۱۹ می  تر ۵ جون) تر پای ته رسیدو پوري، د اعدام د حکمونو  په عملي کولو کی تر نسبي کمښت وروسته، یو وار بیا په ایران کي د اعدامونو شمیر ډیر سوی دی. د جون په میاشت کی لږترلږه ۴۹ تنه اعدام سوي دي.

دایران  د بشري حقونو سازمان   ددغه هیواد په زندانونو کی د اعدام د حکمونو د عملي کولو د شدت په هلکه خبرداری ورکوي او په ایران کی یې د اعدام موضوع ته د ځانگړي پاملرني غوښتنه کړې ده.

GP/AA/AG

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل