«موږ له یهودانو سره ستونزه نه لرو»
۱۳۹۲ بهمن ۱۴, دوشنبه د آلمان په پلازمینه برلین کې د هولوکاست یا د یهودانو د ډله ییزې وژنې د څلی په یوازې څو متري کې د ایران د بهرنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف، په دویمه نړیواله جگړه کې د یهودانو وژل غندلي دي. جواد ظریف د «فونیکس» له تلویزون سره په مرکه کې ویلي دي: «دا د وژنې یوه وحشتناکه تراتژیدي وه. دغه کار باید هیڅ کله تکرار نه شي.»
ظریف په خپله مرکه کې یو قدم نور هم وړاندې تللی دی او د دې خبرې ډاډ یي ورکړی دي چې ایران د یهودانو پر ضد نه دی: «موږ د یهودانو پر ضد نه یو او د ایران د باندې او دننه هغوی ته درناوی لرو. موږ د هیچ له لوري د گواښ احساس نه کوو.» دغه مرکه د برلین په ادلون هوټل کې تر سره شوې ده چې د براندن بورگ له دروازې او هولوکاست د څلی څخه په لږ واټن کې پروت دی.
له احمدي نژاد څخه واټن نیول
له ۲۰۱۳ کال راهیسې د تهران واکمن حکومت څو وارې د ایران د پخواني ولسمشر محمود احمدي نژاد، له موقف او خبرو واټن نیولی دی چې تل یې د هولوکاست پېښه دروغ بلله. همدا شان د ایران نوي ولسمشر حسن روحاني، د سپتمبر په میاشت کې د تویتر له لارې «ټولو یهودانو» ته د هغوي د نوي کال له کبله د مبارکۍ پیغام استولی وو.
په عین وخت کې جواد ظریف په دغه مرکه کې پر اسرائیلو باندې په فلسطیني سیمو کې له بشري حقونو څخه د سرغړونې تورونه هم پورې کړي دي. هغه ویلي دي چې «دا د منلو وړ نه دي.» د ایران د بهرنیو چارو وزیر پر دې خبره ټینگار کړی دی چې «له تیرو ۶۰ کلونو راهیسې د فلسطیني ولس حقونه تر پښو لاندې کیږي.» هغه زیاته کړې ده چې هیواد یې دا خبره نه شي زغملی چې «ځیني هیوادونه د نورو د تهدیدولو له پاره په غیر قانوني توگه توطئې جوړوي.»
جواد ظریف تر دې دمخه یې د مونشن په امنیتي کنفرانس کې د ایران د اتومي پروگرام په اړه خبرې کړې وي. د ایران د اتومي پروگرام د شخړې په هکله هغه وویل چې هیواد یې غواړي په دې برخه کې د دواړو اړخونو تر منځ د بې اعتمادي فضا له منځه یوسي: «موږ د شیطاني کړۍ ختمیدل غواړو او غواړو د ټولو هغو لارو څخه استفاده وکړو چې اعتماد رامنځ ته کړي. په پای کې د نورو امنیت زمونږ امنیت دی.»
د ایران بهرنیو چارو وزیر دا خبره هم په زغرده توگه وکړه چې دا د هغوی د حکومت حق دی چې له اتومي انرژۍ څخه د سوله ییزو موخو له پاره استفاده وکړي. هغه وړاندې وویل چې «موږ به دا و نه منو چې پر موږ دې امر وشي.»