1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستایران

د ایران قضایي قوه: شارمهد له اعدام مخکې مړ سوی و

۱۴۰۳ آبان ۱۵, سه‌شنبه

د ایران د عدلي او قضايي ادارې په حواله په ایران کی د مرگ په سزا محکوم ایران الاصله آلمانی جمشید شارمهد تیره اونۍ له خپل اعدامیدو مخکی لا مړ سوی و.

د اعدام په سزا محکوم سوی ایرانی الاصله آلمانی جمشید شارمهد
په ایران کې زیږیدلی شارمهد په آلمان کی رالوی سوی او په ۲۰۲۳ م کال کې امریکا متحده ایالاتو ته مهاجر سوانځور: Koosha Falahi/Mizan/dpa/picture alliance

د ایران دقضايي قوې ویاند اصغر جهانگیر، په تهران کې د خبریالانو په مخکی وویل: «جمشید شارمهد د اعدام په سزا محکوم سوی و، د هغه اعدام به ژر عملي سوی وای، خو هغه د اعدام د سزا له پلي کیدو مخکی لا مړ سوی و.»

د ایران قضايه قوې د اکتوبر پر ۲۸مه  پر خپل پورتال د جمشید شارمهد په وړاندې د اعدام د سزا پلي کول اعلان کړل. دغه ایران  الاصله آلمانی د ۲۰۲۰ م کال په اگست کې د ایراني  چارواکو له خوا ونیول سو. د هغه د کورنۍ په حواله د اپوزیسیون دغه فعال په دوبۍ کې د لنډ توقف پر وخت د ایران د استخباراتي ادارې له خوا ونیول سو او بیا ایران ته وتښتول سو. هغه د ۲۰۲۳ م کال په فبرورۍ کې د «فساد فی الارض» په تور په اعدام محکوم سو.

دایران قضایه قوه پر شارمهد تور لگولی وو چې په ۲۰۰۸ م کال کی یې د شیراز په ښار کی پر یوه مسجد باندي برید کې چی له امله یې ۱۴ تنه وژل سوي او ۳۰۰ تنه زخمیان سوي ول، لاس درلود.

سربیره پردې نوموړی پر دې هم تورن وو چې د ( تندر) په نوم اپوزیسیوني ډلې مشر دی. دغه ډله دایران د اسلامي جمهوریت سیاسي سیستم ردوي او د دغه ډله د تهران له خوا د ترهگر سازمان په توگه انګیرل کیږي.

د ایران قضایی قوه همدارنگه پر شارمهد باندي دا تور هم لگوي چی له اف بي آی او سي آی اې سره یې اړیکې پاللې او همدارنگه د اسرائیلو د استخباراتي ادارې موساد سره یې د اړیکو د ساتلو هڅه کړې ده.

په ایران کې زیږیدلی شارمهد په آلمان کی رالوی سوی او په ۲۰۲۳ م کال کې امریکا متحده ایالاتو ته مهاجر سو. نوموړي په روسي ژبو جلاوطنه چینلونو کې د تهران د حکومت په اړه انتقادي څرګندونې کړې وې.

جهانگیر وایی:« شار مهد د قضایه قوې له خوا «د یوه ایراني په توگه د ترهگریزو اقداماتو د مرتکب کیدو له امله» محکوم سوی و.» نوموړی ویاند زیاتوي:« که هغه ایرانی هم نه وای او په ایران کې یې جرم کړی وای ، نو د قانون او مقرراتو له مخې مو دا حق درلود چې هغه تعقیب کړو.»د هغه په خبره ایران دوه گونی تابعیت نه مني.

د جرمني حکومت د هغه د اعدام د خبر تر اعلان وروسته پر ایران سخت انتقاد وکړ. د زرغون له گوند څخه د جرمني د بهرنیو چارو وزیرې انا لینا بیربوک وویل: دا ښیی چی «په تهران کی څه ډول یو غیر انساني رژیم حاکم دی.»

د آلمان د بهرنیو چارو وزارت د ایران د دغه اقدام پر غبرګون کې په خپل هیواد کې د ایران د دریوقونسلګریو  د تړلو امر صادر کړی دی.

GP/SR/AG

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب