د ایران مذهبي مشر، ایت الله خامنه يي د چهارشنبې په ورځ یو ځل بیا اسرائيل ته خبرداری ورکړ چې د دمشق حملې «سزا به ورکړي.» اسرائيل ويلي که ایران له خپلې خاورې پر دوی حمله کوي، ځواب به ېې ورکړي.
آرشيف - د ایران مذهبي مشر، ایت الله خامنه ييانځور: Iranian Supreme Leader's Office/ZUMA Press/picture alliance
اعلان
د اپریل په لومړۍ نيټه د سوریې په پلازمینه دمشق کې د ایران د سفارت پر ودانۍ هوايي برید وشو چې د ایران د سپاه پاسدارن ۷ غړي په کې ووژل شول. ایران د دغې حملې پړه پر اسرائيل اچوي.
د ایران مذهبي مشر د چهارشنبې په ورځ د اپريل لسمه یو ځل بیا اسرائيل ته خبرداری ورکړ چې د دغه برید غچ به اخلي. ایت الله خامنه په تهران کې د کمکي اختر تر لمانځه وروسته وینا کې وويل: «شیطان رژيم په دې برخه کې یوه تېروتنه کړې، هغه باید خپله سزا وويني او سزا به ورکړل شي.»
خامنه يي وويل چې د اپریل لومړۍ حمله کې په دمشق کې د ایران د سفارت په محوطه کې د ایران پنځه پوړيز قونسلي ساختمان ویشتل شوی دی. د ایران مذهبي رهبر زیاته کړه: «په هر هېواد کې سفارتونه او قونسلګرۍ، د مربوطه هېواد حريم وي.
د اسرائيل د بهرنیو چارو وزير، يسرائيل کاتس، نن چهارشنبه د اپريل لسمه پر اکس ليکلي: «که ایران له خپل حریمه حمله وکړي، اسرائیل به ېې په ځواب کې پر ایران حمله وکړي.»
له ایران څخه يو بل خبر کې راغلي چې وسلوالو د دغه هېواد په جنوب شرق کې ۶ پولیسو په ډزو وژلي دي.
له ایران سره اکثره د پخواني شوروي اتحاد د دور روسي ميګ او سخویې جنګي الوتکې دي. له دغه هیواد سره یو شمیر چینایي الوتکې هم شته چې په هغو کې د F-۷ الوتکې هم شاملې دي. د ایران له هوایي ځواکونو سره له اسلامي انقلاب څخه د مخکې دورې یو شمیر F-۴ او F-۵ جنګي الوتکې هم موجودې دي.
انځور: Iranian Army/WANA/REUTERS
د ایران له خوا د دې بیس یا اډې دننه انځورونه او ویډیوګانې هم خپرې شوې دي. د ایران خبري آژانس په حواله «په دې اډه کې د بې پیلوټه الوتکو سربیره هر ډول جنګي او بم غورځونکې الوتکې ساتل کیدلی شي.»
انځور: Iranian Army/WANA/REUTERS
دا چې دغه بیس په کوم ځای کې موقعیت لري هیڅ ډول معلومات نه دي ورکړل شوي، خو د ایران په دولتي تلویزون کې خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي چې «دغه بیس د غرونو لاندې په لسګونو متره ژوروالي کې جوړ شوی دی او دا د امریکا له ستراتیژیکو جنګي بمونو سره د مقابلې توان لري.»