د ایران نوی مشر مجتبی خامنه ای څوک دی؟
۱۴۰۴ اسفند ۱۸, دوشنبه
مجتبی خامنه ای د ۱۹۶۹م کال د سپتمبر مياشتي پر ۸مه په مشهد کي زیږیدلی، د علی خامنه ای دوهم زوی دی. هغه د فبرورۍ مياشتي پر ۲۸ پر ايران باندي د امريکا او اسرائيل په بريد کي د خپل پلار تر مرګ وروسته د مارچ مياشتي پر ۸مه د کارپوهانو د ۸۸ کسیزې شورا له خوا د اسلامي جمهوریت د نوي مشر په توګه وټاکل سو.
مجتبی اکثره وخت د یوې مرموزي څېرې په توګه یادېږي، خو د ایران د ځواک په جوړښت کي یو له خورا اغیزمنو څېرو څخه دی. هغه په دې هم پيژندل کيږي چي له سپاه پاسداران سره نږدې اړيکي لري؛ هغه اداره چي ډېر خلک باور لري چي د حکومت مهمي پریکړي دوی کوي.
د کارپوهانو شورا پر خلکو غږ کړی دی چي د نوي مشر تر شا ودرېږي او «یووالی» وساتي.
خو ډېر خلک مجتبی ته هم د هغه د پلار په سترګه ګوري چي د سخت دريځه واکمني يې کوله. د امریکا ولسمشر دونالد ترمپ مخکي ویلي ول چي د خامنه ای د زوی ټاکنه «د منلو وړ نه ده» او خبرداری یې ورکړی و چي که چېري د نوي مشر ټاکنه له واشنګټن سره همغږي نه سي،«دوام به نه وکړي».
ترمپ د امریکا د اکسیوس رسنۍ ته وویل: «دوی خپل وخت ضایع کوي. د خامنه ای زوی کم وزنه سړی دی.»
د اسرائيل د دفاع وزیر هم تیره اونۍ وویل چي هر څوک چي د علی خامنه ای ځای ناستی سي «د له منځه وړلو هدف» به وي.
يوه بنسټپاله او جنجالي څېره
دغه ۵۶ کلن روحاني هیڅکله په کوم رسمي دولتي مقام کي کار نه دی کړی، خو هغه د ایران د قدرت په پېچلي جوړښت کي، په ځانګړې توګه په سپاه پاسداران کي، د پام وړ نفوذ لري.
د ۱۹۹۰ لسیزي په نیمایي کي، حکومتي چارواکي د هغه د زیاتیدونکي سیاسي رول څخه هغه وخت خبر سول چي هغه د سپاه پاسداران د قوماندانانو او جنګیالیو په منځ کي لیدل کیدی چي د ایران-عراق له جګړې څخه راستانه سوي ول.
خو د مجتبى رول د ۲۰۰۵ کال د ولسمشرۍ په ټاکنو کي روښانه سو، هغه ټاکني چي ډېری کارپوهان وايي چي په مهندسۍ کي ده مهم رول لاره. په هغو ټاکنو کي، په پراخه کچه ویل کېدل چي مجتبى د محمود احمدي نژاد چي د سپاه یو لږ پیژندل سوې څېره وه، د ټاکنو په ګټلو کي مرسته وکړه.
په هغه وخت کي اکبر هاشمي رفسنجاني، د دې پروسې له امله له سیاسي زیان سره مخ سو، که څه هم هغه چوپ پاته سو. په هرصورت، په ټاکنو کي یو بل نوماند مهدي کروبي، په یوه پرانیستي لیک کي، مجتبی خامنه ای په ټاکنو کي په لاسوهني او واک ته د احمدي نژاد په رسولو تورن کړ.
څلور کاله وروسته، هغه له ورته تور سره مخ سو چي د احمدي نژاد د بیا ټاکل کیدو وروسته په ټول ایران کي پراخ لاریونونه وسول. ځینو لاریون کوونکو د مجتبی خامنه ای پر ضد هم دریځ خپل کړ، حتی د "مرګ په مجتبی" شعارونه یې ورکړل.
د هغه دورې د کړکېچنو میاشتو په جریان کي، د «زرغون غورځنګ» په ځپلو کي د مجتبی خامنه ای د مهم رول په اړه ګڼ شمېر راپورونه خپاره سول.
شتمنۍ او اقتصادي نفوذ
د مجتبی خامنه ای په اړه د مالي فساد راپورونه هم ورکړل سوي دي. د داخلي حکومتي سرچینو په وینا، د ایران د اقتصاد لږترلږه ۶۰ سلنه د علي خامنه ای له خوا کنټرول سوي ادارو او شرکتونو له خوا اداره کیږي، له مستضعفان بنسټ څخه نیولې د امام خمیني د مرستې تر کمېټې، د خاتم الانبیا مرکزي دفتر او تر آستان قدس رضوي پوري. ویل کیږي چي مجتبی د دې ادارو ډېري مالي چاري څارلي دي.
د بلومبرګ د ۲۰۲۶م کال د څېړني له مخي، د مجتبی خامنه ای په شتمنیو کي په لندن او دوبۍ کي قیمتي ملکیتونه، او همدارنګه په اروپا کي د بار وړلو، بانکدارۍ او هوټل دارۍ ګټي شاملي دي. په راپور کې ویل سوي دي چي دا شتمنۍ اکثرا د هغه په نوم ثبت نه وې، بلکي د منځګړو شرکتونو او په مختلفو قضایي حوزو کي د څو پوړیزو جوړښتونو له لاري اداره سوي.
د ماشومتوب ژوند او شخصیت کيدل
د ایران دولتي رسنۍ مجتبی د یو ساده سړي په توګه انځوروي چي ساده ژوند یې کاوه. په علوي ښوونځي کي د زده کړو له بشپړولو وروسته، هغه د قم مدرسې ته داخل سو او نفوذ لرونکو عالمانو هغه ته تدریس وکړ.
کله چي هغه ماشوم و، پلار یې د شاه محمد رضا پهلوي د واکمنۍ پر وړاندي په مبارزه کي یو فعال شخصیت و. مجتبی د خپل ماشومتوب اووه کاله د ایران د شمال لویدیځ په سردشت او مهاباد کي تیر کړل، چیري چي هغه خپلي لومړنۍ زده کړې بشپړي کړې. هغه په ۱۹۸۷م کال کي د ښوونځي له پای ته رسولو وروسته سپاه پاسداران ته ولاړ.
په ۱۹۹۹م کال کي هغه قم ته ستون سو ترڅو خپلي دیني زده کړو ته دوام ورکړي.
سپاه پاسداران او امنیتي ادارو ته نږدې سرچینو راپور ورکړی دی چي مجتبی په ۱۹۸۰ لسیزه کي په تازه ځوانۍ کي د ایران او عراق په جګړه کي برخه اخیستې وه.
د دې راپورونو له مخې، هغه شاوخوا ۱۷ کلن و چي د جګړې ډګر ته ولاړ او د ځواکونو له یوې قطعې سره یوځای سو. د دې قطعې ډېر غړي وروسته په اسلامي جمهوریت کي مهم استخباراتي او امنیتي شخصیتونه سول او له مجتبی سره یې نږدې اړیکې وساتلې.
که څه هم په وروستیو کلونو کي د هغه نفوذ زیات سوی و، خو په ایران کي ډېر خلک او حتی د هغه د پلار علي خامنه ای په ګډون ډېرو باور نه درلود چي مجتبی به یوه ورځ مشرتابه ته ورسیږي.