حسن روحاني د ايران اوسنۍ ولسمشر او د نظام د مصلحت د تشخیص مجمع غړی دی. د روحاني د دولت تر ټولو لويه لاسته راوړنه لويديځ سره د ايران اتمي توافق او د بنديزونو لرې کول دي. خو هغه دننه په هيواد کې بريالی نشو چې خپلې ژمنې عملي کړي. د غير رسمي نظرسنجيانو له مخې روحاني په راتلونکو ټاکنو کې تر ټولو زيات د بريا چانس لري.
انځور: picture-alliance/Kremlin Pool
محمد باقر قالیباف
محمد باقر قاليباف د تهران ښاروال دی. دغه اصولګرا سياستوال تر دې د مخه هم څو ځله ولسمشريزو ټاکنو ته نوماند وو. دي د ايران په اصولګرايانو کې تر ټولو پيژندل شوې څيره ده. قاليباف د خاتم الانبيا د قرارګاه او دغه راز د ايران د هوايي ځواکونو د قوماندان په توګه هم پاتې شوی دی.
انځور: Tasnim
ابراهیم رئیسی
ابراهيم رئيسي د ايران په قدس رضوي ولايت کې زيږيدلی دی. دی هم د نظام د مصلحت د تشخیص د مجمعې غړی دي او تر ډیره يې د ايران د قضائیې قوېې په برخه کې فعاليت لرود. په ۱۳۶۷لمريز کال کې د ايران د «هيات مرګ» محکمې غړی وو. دی هم د ۱۳۹۶ ټاکنو کې د اصولګرايانو يوه مهمه انتخاباتي څيره ګڼل کيږي.
انځور: RASA
مصطفی هاشمیطبا
مصطفی هاشمیطبا یو خپلواک نوماند دی. نوموړی د محمدجواد باهنر و میرحسین موسوی په دولتونو کې د صنایعو وزير وو. د ايران د تربيت بدني ادارې مشر او دغه راز د هاشمي رفسنجاني په دويمه دوره او د محمد خاتمي په لمړۍ دوره کې د ولسمشر معاون په توګه یې هم دندې لرلې دي. دی د احمدي نژاد له منتقدانو څخه یو دی.
انځور: shafaqna
اسحاق جهانگیري
اسحاق جهانگیری په يوولسم دولت کې د حسن روحاني لمړی مرستيال دی. نوموړي د محمد خاتمي په دوره کې د صنايعو او کانونو وزارتونو مسئوليت پر غاړه لرود. دی د ايران په نوماندانو کې يوه اصلاح طلبه څيره ګڼل کیږي. جهانګيري د اصفهان والي او څو ځله د پارلمان غړی هم پاتې شوی دی. ناظران په دې آند دي چې دی به د روحاني په ګټه له خپلې نوماندۍ تير شي.
انځور: tasnimnews
مصطفی میرسلیم
مصطفی میرسلیم هم د ايران د اصولګرا سياستوالو څخه دی. دی د ایران موتلفه اسلامي ګوند د مرکزي شورا مشر دی او دغه راز د نظام د مصلحت د تشخيص مجمع غړی دی. ميرسليم د خامنه اي دولت په دومه دوره کې د ولسمشر سترسلاکار او د رفسنجاني په دويمه دوره کې د ارشاد وزیر وو.