له آسیایې سیالیو څخه د ایران د فوټبال لوبډلې د حذفیدو خطر
۱۳۹۷ آبان ۲۴, پنجشنبهموضوع د ایران د فوټبال فدراسیون مشر مهدي تاج د لیري کولو یا د کار او فعالیت د دوام پر سر ده. د ایران حکومت وایې چې د تقاعد شویو کسانو د بیا ګمارنې د منع په پارلماني پریکړه کې د نورو ترڅنګ غیر دولتي ادارې هم شاملیږي، نو له دې امله د یوه ورزشي فدراسیون او یوې ښاروالۍ ترمنځ توپير شتون نه لري.
د دې پریکړې په عملي کولو سره، دولتي او غیر دولتي ادارې باید د نومبر میاشتې تر ۱۷ نیټې پورې د تقاعد شویو د فعالیت مخه ونیسي. د ایران پارلمان د تقاعد شویو کسانو د فعالیت د منع قانون د ټولو دولتي او غیر دولتي ادارو له پاره الزامي کړی دی.
د آسیا د فوټبال فدراسیون اعتراض
د آسیا د فوټبال فدراسیون د سه شنبې په ورځ (د نومبر میاشتې ۱۳)د یو لیک په استولو سره، د ایران د فدراسیون په چارو کې پر حکومتي مداخلې او د مهدي تاج د فعالعیتونو د ادامې پر منع کولو اعتراض کړی دی.
په دې لیک کې د ایران د فدراسیون پر خپلواکۍ ټینګار شوی. د فیفا د قوانینو له مخې د غړو هیوادونو د فوټبال فدراسیون غړي باید پرته د دولتي بنسټونو له دخالت څخه وټاکل شي.
د آسیا د فوټبال کنفدراسیون دا د غړي هیواد د فدراسیون په چارو کې دخالت بللی او ګواښ یې کړی دی چې د دې فدراسیون له مشرۍ څخه د مهدي تاج لیري کول، کیدای شي د فوټبال له آسیایې سیالیو څخه د ایران د ملي لوبډلې د حذفیدو سبب شي.