1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ایران پر چابهار بندر د امریکا بندیزونه عملي سول

گل غوټۍ پوپل | د فرانسې خبري آژانس
۱۴۰۴ مهر ۸, سه‌شنبه

په ایران کې پر یوې سترې هندۍ پروژې د امریکا بندیزونه د دوشنبه په ورځ عملي سول. د چابهار بندر په ۲۰۱۸م کال کې د افغانستان په بیارغونه کې د مرستې له پاره د امریکا له بندیزونو څخه معاف سوی وو.

په ایران کې د چابهار بندر
د ایران پر چابهار بندر د امریکا بندیزونه عملي سولانځور: Fatemeh Bahrami/AA/picture alliance

پر ایران باندې د ملگرو ملتونو د پراخو بندیزونو له بیا وضع کولو یوه ورځ وروسته، د ایران د چابهار پر بندر د امریکا بندیزونه عملي سول. ایران د خپل اټومي پروگرام له امله د دونالډ ترمپ، اروپایي متحدینو او اسرائیل تر فشار لاندې راغلی دی.

په ۲۰۱۸م کال کې د ترمپ د ولسمشرۍ په لومړۍ دوره کې، امریکا متحده ایالاتو پر ایران باندې یو اړخیزه بندیزونه وضع کړل، خو په یوه نادر اقدام کې یې هندي شرکتونه د ایران د چابهار بندر په پراخوالي کې له دغو بندیزونو څخه معاف کړل.

خو له ۲۰۱۸م څخه تر اوسه ډیریو مسائلو بدلون موندلی دی. کابل په هغه وخت کې د داسي یوه حکومت له خوا اداره کیدی چې د واشنگټن، اروپايي ټولنې او هند له خوایې ملاتړ کیدی. دغو هیوادونو په افغانستان کې د پاکستان نقش ته د شک په سترگه کتل او هغه یې له طالبانو سره په اړیکو لرل تورن کاوه.

چابهار بندر، افغانستان ته د لاس رسي له پاره د یوه بدیل په سترگه کتل کیده چې هند کولای سي له هغه څخه په استفادې سره پر پاکستان راوگرځي.

اړوند:د هند او ایران ترمنځ د چابهار تړون او د امریکا خبرداری

له افغانستانه د امریکايي ځواکونو په وتلو سره د سولې د هغه تړون له مخې چې د دونالډ ترمپ حکومت هغه لاسلیک کړی وو، طالبانو په ۲۰۲۱م کال کې د افغانستان کنترول په خپل لاس کی ونیو.

د امریکا متحده ایالاتو پخوانیو ولسمشرانو معمولاً په هغو مواردو کې چې د نظر اختلاف یې درلود، پر هند فشار نه واردوی، ځکه هغه ته یې د ودې په حال کې قدرت او د چین پر وړاندې د یوې متعادل وزن په سترگه کتل. خو ترمپ د څو لسیزو دغه عنعنه ماته کړه.

ترمپ په ظاهر کې د هند د لومړي وزیر نریندرا مودې، له چلن څخه ناراضه دی، ځکه هغه له پاکستان سره په څلور ورځنیو نښتو کې د اوربند د تأمینولو له پاره د ترمپ ستاینه و نه کړه. ترمپ له روسیې څخه د تیلو د رانیولو له امله پر هند درنې گمرکي تعرفې وضع کړي دي.

د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت ویاند تامي پیگوت، په هغه اعلاميه کې چې مخکې خپره سوې وه، له بندیزونو څخه د چابهار بندر د معاف کیدو پای د سپټمبر ۲۹ مه بللې وه.

د هغه په خبره دغه تصمیم «د ایران د منزوي کیدو له پاره د ولسمشر ترمپ د حداکثر فشار» له سیاست سره مطابقت لري او دغه معافیت د افغانستان «له بیارغونې او اقتصدي پراختیا سره د مرستو له پاره» په پام کې نیول سوی وو.

هند راتلونکي اقدامات څېړي

د امریکا متحده ایالاتو د قانون له مخې، د «انډیا پورتس گلوبل» دولتي شرکت په گډون، شرکتونه ۴۵ ورځې وخت لري چې له چابهاره بندره ووځي، که نه نو د هغوی شتمني به په امریکا متحده ایالاتو کې کنگل او معاملې به یې منع سي.

د دنتوس د حقوقي شرکت مشاور جاشوا کریتمن، چې مخکې له دې یې د بهرنیو چارو په وزارت کې پر بندیزونو کار کاوه، وویل چې د بندیزونو په ليست کې د هندي شرکت هر ډول شاملول "دا وړتیا لري چې یو لوی بدلون رامینځته کړي چې بانکونه او نور شرکتونه نسي کولای تر پوښتنې لاندې شرکت سره سوداگري وکړي."

د هغه په خبره، «که تحریم سوی شرکت په نړیواله کچه فعالیت وکړي، نو سترو بانکونو ته لاس رسي او یا په ډالرو د حسابونو تصفیې ته اړتیا لري.» د هغه په باور دا د اندیښنې له پاره یو «موجه» دلیل دی.

د هند د بهرنیو چارو وزارت ویاند رندهیر جیسوال، د دغو بندیزونو د عملي کولو په غبرگون وویل: «موږ د هند له پاره د دغه معافیت د لغوه کولو د عواقبو د ارزونې په حال کې یو.»

هند تیرکال یو ۱۰ کلن تړون لاسلیک کړ چې په هغه کې د «انډیا پورتس گلوبل لمتد» دولتي شرکت په چابهار بندر کې د ۳۷۰ میليونه ډالرو پانگونې ته ژمن سوی دی.

دغه بندر د هند له پاره یو ستراتیژیک ټکی دی، ځکه چې د پخواني دښمن پاکستان سرحد ته نیژدې د بلوچستان په ناآرامه سیمه کې موقعیت لري.

چین د پاکستان خواته له ۲۰۰ کیلومتره لږ واټن کې، په گوادر کې د یوه ستر بندر پر جوړولو تمرکز کړی دی چې عرب سمندر او د هند اوقیانوس ته د پیکنگ نوي او مهم لاس رسۍ ته زمینه برابروي.

د هادسون د مؤسسې څېړونکی اپرنا پانده، وویل چې چابهار د هند له پاره له دې کبله ستراتیژیک اهمیت لري چې پر پاکستان باندې له تکیه کولو پرته له ایران، افغانستان او منځني ختیځ سره ارتباطي لارې ته زمینه برابروي.

د هغه په باورهند تل دې ته متوجه دی چې له تحریمونو څخه سرغړونه و نه کړي. هغه اټکل کوي چې «هند په داسې یوه وخت کې چې د امریکا حکومت د تنبیهي اقداماتو په نوم بندیزونه او تعرفې وضع کوي، ښايي د زغم، انتظار او ننداره کولو کړنلاره خپله کړي.»

د ترمپ د ولسمشرۍ په لومړۍ دوره کې، پر ایران باندې د امریکا متحده ایالاتو له خوا د بندیزونو تر عملي کولو وروسته، هند په تأسف سره له ایران څخه د تیلو رانیول بند کړي ول.

سره له دې، د جیوپولیتیکي مسائل کارپوه کادیرا پتیاگودا، چې د هند د بهرني سیاست په هکله لیکنې کوي، وايي چې هند کولای سي له ایران سره د اړیکو له لارې «له امریکا متحده ایالاتو، فارس خلیج هیوادونو او اسرائیل سره په تعاملاتو کې د فشار د آلې په توگه» کار واخلي.

هغه وايي چې هند ممکن د دغو بندیزونو منل د امریکا متحده ایالاتو په اقتصاد پورې د وابستگي د راکمولو او د لویدیځ تر کنترول لاندې مالي شبکې څخه د جلاوالې له امله  "د چین او روسیې په ګډون د لویو غیر لویدیځو قدرتونو د پراخو هڅو د یوې برخې په توګه انتخاب کړي."

گل غوټۍ پوپل ګل غوټۍ پوپل له کلونو راهیسې د افغانستان په اړه د راډیويي او تلویزیوني خپرونو ویاندویي کوي.
د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل