1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ایران په شمالي قایم شهر ښار کې پوليسو ولې يو پړانګ وواژه؟

۱۴۰۱ اردیبهشت ۴, یکشنبه

د ایران دولتي رسنیو د یکشنبې په ورځ خبر ورکړ چې د دې هیواد په شمالي ښار قایم شهر کې هغه پړانګ چې په ښار کې ګرځیدو او د خلکو د ویرې سبب ګرځیدلی وو، پر پولیسو تر برید وروسته په ډزو وژل شوی دی.

Persischer Leopard
انځور: Vahid Salemi/AP/picture alliance

د ایراني رسنیو په حواله، هغه پړانګ چې د دې هیواد په شمالي ښار قایم شهر کې په کوڅو او سړکونو ګرځیدو، پر پولیسو د برید او ټپي کولو وروسته د پولیسو په ډزو سره وژل شوی دی.

د ایرنا دولتي رسنۍ د مازندران ولایت د چاپیریال ساتنې ادارې د مشر مسلم اهنګري په حواله ویلي چې «پړانګ د پولیسو افسر د ژوند د ژغورلو په خاطر په دوو ډزو وژل شوی دی.» د نوموړي په خبره، د ټپي شوي پولیس افسر روغتیايي وضعیت اوس ښه دی.

د ایرنا په نامه د ایران دولتي رسنۍ د ورځې په پیل کې په خپل رپوټ کې د دې سیمې د چاپیریال ساتنې د ادارې د ویاند په حواله ویلي وو چې پړانګ پر يوه پولیس سرتیري برید کړی او هغه یې ټپي کړی دی او بیا یوه باغ ته په تیښته بریالی شوی دی. د معلوماتو له مخې، ټپی شوی پړانګ تر ویشتل کیدو وروسته د څارویو د درملنې مرکز ته انتقال شوی خو د ټپونو له کبله یې خپل ژوند له لاسه ورکړ.

په ټولنیزو رسنیو کې په خپره شوې ویډیو کې ښکاري چې یو پړانګ په ښار کې ګرځي او دغه ډار شوی وحشي څاروی له یوه ځایه بل ځای ته ټوپونه وهي او تښتي. په ویډیو ګانو کې همدا راز لیدل کیږي چې ډار شوي خلک چیغې وهي او هرې خوا ته منډې وهي څو ځانونه وژغوري.

ایراني چارواکي اوس د یادې پیښې پلټنه کوي او غواړي وپوهیږي چې دغه پړانګ ښار ته له ځنګلي سیمې داخل شوی او یا دا چې په سیمه کې په ناقانوني توګه ساتل کیدو. د ایران دغه ډول پړانګان په ټوله نړۍ کې د کمیابه پړانګونو په ډله کې دي چې د طبیعت د ساتنې د نړیوالې ټولنې په حواله د دغه راز پړانګانو نسل د ورکیدو له ګواښ سره هم مخامخ دی.

د معلوماتو له مخې، دغه راز پړانګان د ایران سربیره په ترکیه او افغانستان کې هم موندل کیږي او اټکل کیږي چې په ټوله نړۍ کې به یې تعداد شاوخوا ۱۰۰۰ وي چې له دې ډلې شاوخوا ۲۰۰ یې په بند کې ساتل کیږي.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب