1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ایټاليا لومړي وزیر له خپلي دندې استعفا کړې ده

۱۳۹۱ آذر ۱۹, یکشنبه

د ايټاليې لومړي وزير ماريو مونتي د خپلې استعفا اعلان کړی دی. دغه خبر جمهوري رياست له مونتي سره د ولسمشر جورجيو ناپوليتاني تر خبرو وروسته ورکړ. ويل شوي دي، د حکومت نوموړی مشر غواړي چې د راتلونکي کال له پاره د بودجوي قوانينو تر منظورۍ وروسته خپله دنده پرېږدي. د دې خبرې انتظار په روم کې د کريسمس يا عيسوي اختر نه مخکې کيږي. تېره اوونۍ د پخواني لومړي وزير سيلويو برلوسکوني د «ولس د آزادۍ ګوند» له ده سره همکاري او ملاتړ بس کړی وو او د کابينې له بېلابېلو وړانديزونو سره یې بايکاټ اعلان کړی وو.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب