د فرانسې خبري آژانس د ایټالیا د جنوب د کاتانزارو د سیمی د پولیسو په حواله د دوشنبې په ورځ خبر ورکړ، چي د شپې له خوا د پولیسو د عملیاتو پرمهال ۶۸ شکمن کسان نیول سوي دي.
د پلټونکو په حواله آرینا کلان، چي یو مشهوره مافیايي سازمان دی، د ایزولا دَ کاپو ریڅو د مهاجرو د یوه کمپ له مصارفو څخه تقریبأ ۳۲ ميلیونه یورو درغلي کړي او هغه یې خپل جیب ته اچولي دي.
دوی د ډوډۍ رسولو قراردادونه هغو شرکتونو ته ورکړي دي، چي دغه مافیايي سازمان د خپلو شخصي گټو په خاطر جوړ کړي دي. په دغه مهاجر کمپ کي۱۵۰۰مهاجر مېشت دي.
په دغو کسانو کي د یوه عیسوي سازمان آمر چي د دغه کمپ مسئول چلونکی وو او یو راهب نیول سوی دی. د لويي څارنوالۍ په حواله دغه راهب۱۵۰۰۰۰ یورو په دې خاطر په لاس راوړي دي چي د مهاجرو د خطأ ایستلو له پاره یې روحاني او دیني مشورې ورکولې. پر نیول سوو شکمنو کسانو باندي د نورو تر څنگ د باج اخیستلو، خطأ ایستلو،اختلاس، دولت ته تاوان رسولو او غلأ تورونه لگول سوي دي.
په ایټالیا کي اوس تقریبأ ۱۷۵ زره مهاجر په کمپو کي ژوند کوي چي ورته ډوډۍ، کالي، درمل، رواني مشورې، د ایټالوي ژبي کورسونه او جیب خرڅ ورکول کیږي.
د ايټالیا د مالیې وزارت اټکل کوي چي سږکال به د مهاجر کمپونو مصارف تر درو ميلیارده یورو پوري ورسیږي. یوازي سږکال ايټالیا ته تر اوسه پوري ۴۵۰۰۰ نور مهاجر رسېدلي دي چي دا تر پروسږکال د دغي مودې په پرتله ۴۴ سلنه ډېرښت ښيي.
دومره ډیرو مصارفو ته په کتو سره په ايټالیا کي له اختلاس سره د مبارزې ادارې خپل فعالیتونه شدید کړي او په دې باندي بریالي سوي چي دغي مافیايي ډلي ته یوه ضربه ورکړي. خو ددغي ادارې د آمر ریڅینتو کانتوني په نظر دا د جعل کاریو ددغه ډول قضیو یوه کوچنۍ قضیه وه او په اصطلاح غر لا ولاړ دی.
(dpa,AFP/ QN)
زموږ له ارشيف څخه:
د ایټالیې د غرونو په لمن کې د یوه نوي ژوند پیل
د ایټالیې په سویل کې د اسپرو مونټي د غرونو لړۍ په لمن کې یو هیر شوې کلی (سانت آلیسیو) چې یو وخت د خاموشۍ او تیارو مرکز وو، اوس په کې هر لور ته د مهاجر ځوانانو د قهقو غږونه اوریدل کیږي.
انځور: Getty Images/AFP/A. Solaroداسې یو کلی چې نوم یې د هیریدو په حال کې وو
تر څو کاله مخکې پورې د سانت الیسیو د کلي ټول نفوس ۳۳۰ تنو ته رسیده چې اکثره یې زاړه خلک ول. د دې کلي په کوڅو کې خاموشي حاکمه وه او ډیرې اوسیدونکي یې د کار پیدا کولو په لټه کې (د پورې غاړې) یو لوې کلي ته کډه شوي ول.
انځور: Getty Images/AFP/A. Solaroپه ۲۰۱۴ م کال کې د سانت الیسیو شورا د(SPRAR) انټرنټي پروګرام په ترڅ کې مهاجرو ته د خالي کورونو د په کرایه ورکولو لړۍ پيل کړه. دغه شورا ۳۵ تنه مهاجر په اتو کورونو کې ځای پر ځای کړل. د دې ترڅنګ دغو مهاجرو ته یې د ژبې د زده کړې، ټولنیز ادغام، اخلي پخلي او ډانس یا نڅا د زده کړې کورسونه هم برابر کړل.
انځور: Getty Images/AFP/A. Solaroدا یوه ځانګړې پروژه ده چې له مخې یوازې هغو کسانو ته پناه ورکول کیږي چې له ډیرو خرابو حالاتو سره مخامخ شوي دي. په دوی کې هغه ښځې چې پخوا بدلمنۍ ته اړ ایستل شوي، د HIV ناروغان، او د شکرې پر ناروغۍ اخته کسان شامل دي. همدارنګه هغه کسان چې په خپل ټاټوبي کې د جګړو پر مهال یې صدمه لیدلې او یا هم ټپیان دي.
انځور: Getty Images/AFP/A. Solaroشاروال سټیفانو هم خوښ او خلک هم خوښ
د سانتا لیسیو د ښاروال سټیفانو کالابرو، په خبره د هغه پروګرام د ترحم پر بنسټ د بشریت د مرستې له پاره پیل شوی، خو د دې تر څنګ هغه ټولنیزې ګټې هم لري.
انځور: Getty Images/AFP/A. Solaroد حکومت له خوا هر مهاجر ته د ورځې ۴۵ ایرو ورکول کیږي. دغه پیسې دوی ته د آسانتیاو برابرولو په موخه لګول کیږي. د دغې پروژې له امله د سانت آلیسیو ۱۶ اوسیدونکو ته د کار زمينه مساعده شوې ده. مهاجرو ته د خدماتو وړاندې کولو په موخه یو وار بیا د کلي د ورزش کلپ هم پرانیستل شوی دی. د دې ترڅنګ یو کوچنې مارکیټ او نور کوچني کاروبارونه هم له بندیدو څخه بچ شوي دي.
انځور: Getty Images/AFP/A. Solaroد سانت الیسیو له پاره نوي هیلې
سیمه ييز خلک له دې پرمختګ څخه خوښ ښکاري. ۸۹ کلنه انتوونیو ساکا وایې چې هغه د خپلو نویو ګاونډیانو څخه خوشحاله او ډاډمنه ده. د ساکا په خبره دوی په خاموشۍ سره خپل ژوند تیروي، خلکو سره ښه چلند کوي او په کارونو کې د سیمې له خلکو سره مرسته هم کوي.
انځور: Getty Images/AFP/A. Solaro