1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ایټالیا ستري محکمې د پناه غوښتني حق تقویه کړ

۱۳۹۸ اردیبهشت ۷, شنبه

د ایټالیا ستره محکمه د پناه غوښتني د غوښتنلیکونو د ردیدو د جدي ازمویني غوښتونکې سوه. د دغه حکم پر اساس یو قاضي مجبوره دی، کله چي د یو چا سیاسي پناه ردوي، باید په اثبات ورسوي، چي ولي د هغه په هیواد کي ورته خطر نه سته.

Griechenland Pakistanischer Flüchtling Ahmed Iftikhar
انځور: Privat

په روم کي د ایټالیا د ستري محکمې له دغي فیصلې څخه رسنیو نن شنبه (د اپریل میاشتي پر۲۷ مه) خبر ورکړی دی.

په مشخص ډول سره اصلأ یوه پاکستاني د ایټالیا د جنوب په لیچه ښار کي د هغې محکمې د حکم پر ضد د مرافعې غوښتنه کړې وه، چي د ده د پناه غوښتنه یې رد کړې وه. محکمه نو اوس مجبوره ده، چي په دې اړه د ۲۰۱۷ م کال خپلي فیصلې باندي له سره غور وکړي.

انځور: Privat

ستري محکمې د خپل اوسني حکم پراساس د قاضیانو څخه د دې غوښتنه کړې ده، چي د «عامي فورمولبندۍ» څخه دي صرف نظر وکړي او د دې ذکر دي وکړي، چي د پناه غوښتونکو د اصلي هیوادونو د وضعیت په باب یې تازه معلومات پر کومو منابعو باندی متکي دي. د «بين المللي منابعو» عمومي ذکر له دې مخې نور کفایت نه کوي.

زموږ د آرشیف څخه یو انځوریز البوم:(23.10.2018 )

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب