د اطفایې د معلوماتو پراساس په دغه ډیسکو کي د یوه کنسرټ پرمهال د شنبې (د ۲۰۱۸ کال د دسمبر ۸مه) په سهار وختي په دغه وارخطايي کي تقریبأ ۱۲۰ نور کسان زخمیان سوي هم دي، چي لس تنه یې سخت ټپیان دي. هغوی ټوله نژدې روغتونونو ته انتقال سوي دي.
وارخطايي هغه وخت رامنځته سوه، کله چي یو چا شکمن اوښکي پارونکئ گاز استعمال کړ او بیا نو د ځغاستي پر وخت ډیر کسان پر مځکه ولویدل او د نورو کسانو تر پښو لاندي سول. د روغتون کارکونکو بیا ویلي دي، چي د ځینو کسانو زخمونه سطحي دي، خو د ځینو دا بیا تر هډوکو پوري رسیدلي دي.
د اَسنا خبري آژانس د پولیسو په حواله خبر ورکړی دی، چي د وژل سوو کسانو څخه دوه یې هلکان او درې یې نجوني دي. اکثره قربانیان نابالغه کسان ول. سربیره پردې په هغوی کي یوه مور هم وژل سوې ده، چي خپله لور یې کنسرټ ته رسوله.
په دغه ډیسکو کي یوه کنسرټ ته ۱۰۰۰ کسان د یوې مشهوري موسیقي ډلي له پاره ورغلي ول. خو دغه ځای اصلأ د دومره ډیرو کسانو گنجایش نه درلود.
زموږ د آرشیف خخه یو انځوریز البوم:( 01.07.2015)
افغان نجوني خپلي ستونزي په رپ سندرو وړاندي کوي
د هغو افغان نجونو شمېر ورځ تر بلي ډېريږي چي د خپلي ټولني ستونزي په رپ سندرو کي بيانوي. په دې انځوريز راپور کي به د «کابل دريمز» هنري ډلي انځورونه هم ووينئ.
انځور: Getty Images/AFP/M. Hossainiد هغو افغان نجونو شمېر ورځ تر بلي زياتيږي چي غواړي په رپ سندرو سره د خپلي ټولني ستونزي بيان کړي.
انځور: Getty Images/AFP/M. Hossainiسوسن فيروز د رپ سندرو په برخه کي مشهوره افغانه نجلۍ ده. هغې په دغه سندره کي چي «ناقص العقل» نوميږي، پکښي ئې پر جنسيتي تبعيض سختي نيوکي کړي. دا په خپله سندزه کي وايي: «که ښځه ناقص العقله ده، خانمه دي باقص العقله ده، خور دي ناقص العقله ده، مور دي ناقص العقله ده.»
انځور: Getty Images/AFP/Massoud Hossainiراميکا خبيري يوه بله افغانه پېغله ده چي رپ سندري وايي.
انځور: Getty Images/AFP/Shah Maraiراميکا خبيري په خپله سندره د «افغانستان ملت» وايي: «ټوله پريشانه، ټوله ژاړي، موږ ټوله يرغمل يو، د گاونډيانو له خوا، ټولي ستونزي، موږ ئې د حيات له خيالونو ليري ساتلي يو...»
انځور: Getty Images/AFP/S. Maraiافغانه رپ سندري ويونکې راميکا خبيري.
انځور: Getty Images/AFP/S. Maraiپه کابل کي افغان رپ ويونکي.
انځور: Getty Images/AFP/N. Shirzadaپه کابل کي افغان رپ ويونکي
انځور: Getty Images/AFP/N. Shirzadaد پاپ موسيقۍ ويونکې آريانا سعيد
آريانا سعيد د پاپ موسيقۍ سندرغاړې ده.
انځور: Getty Images/AFP/M. Hossainiد آريانا سعيد سندرو د افغانانو په زړونو کي ډېر ځای نيولی دئ.
انځور: Getty Images/AFP/M. Hossainiپه افغانستان کي د رپ سندرو په برخه کي سوسن فيروز ښه مطرح ده.
انځور: Getty Images/AFP/S. Maraiانځور: Getty Images/AFP/S. Marai آريانا دلاوري په امريکا کي مېشته افغانه سندرغاړې ده. د هغې سندري معمولاً د افغانستان په اړه دي او په دري او انگليسي ژبو ئې وايي.
انځور: Getty Images/AFP/P. Mooreد «کابل دريمز» يا کابل خوبونه ډله خپل ځان د راک موسيقۍ په برخه کي د افغانستان لومړۍ گرو گڼي. صديق احمد، سليمان قرديش او مجتبی حبيبي د دغي ډلي غړي دي.
انځور: Getty Images/M. Saeediکه څه هم د راک موسيقې د دغي ډلي (د کابل خوبونه) د جوړيدو ډېر وخت نه کيږي، خو بيا ئې هم په خلکو کي د پام وړ ځای موندلی دئ.
انځور: Getty Images/M. Saeediويل کيږي چي دغه هنري گرو په کابل کي ده، خو په ايران کي هم ډېر مينه وال لري.
انځور: Getty Images/AFP/M. Saeediد «کابل خوبونه» ډله د راک موسيقۍ ريتم چي غربي دئ ډېر ښه پيژني.
انځور: Getty Images/AFP/M. Saeedi