د ا سرائیلو او حماس په جګړه کي څلور ورځنۍ وقفه پيل سوه
۱۴۰۲ آذر ۳, جمعه![Gazastreifen | Israel-Hamas Krieg](https://static.dw.com/image/67538693_800.webp)
د اسرائیل او حماس په جګړه کي څلور ورځنۍ وقفه نن جمعه په سیمه ایز وخت سهار اووه بجې عملي سوه.
د هغه هوکړه لیک له مخي، چي د اسرائیل او حماس ترمنځ سوی دی، ټاکل سوې ده چي په دې څلور ورځنۍ وقفه کي د حماس له خوا ۵۰ یرغمل سوي او د اسرائيل له خوا ۱۵۰ فلسطینیان ازاد سي.
د قطر د باندنیو چارو وزارت ویاند مجیدالانصار، چي هیواد يې د دواړو خواوو ترمنځ منځګړیتوب کړی دی وايي، په پيل کي له يرغمل سويو څخه ۱۳ کسان نن جمعه د ماپښين پر څلور بجې ازاد کړل سي. نوموړی وايي، د هغو ملکي خلکو لیست يې ترلاسه کړی دی چي حماس يې ازادوي.
د قطر د باندنیو چارو وزارت ویاند زیاتوي: «معلومداره به [ددې وقفې] په دوران کي هره روځ یوشمیر هغه ملکیان ازاديږي، چي له مخي يې په دې څلورو ورځو کي د ازادولو پر سر هوکړه سوې ده.»
حماس، د المان، اروپايي ټولني، امریکا متحده ایالات او ځینو نورو هیوادونو له خوا د تروریسټي ډلو په لیسټ کي شامل سوی دی.
د روان کال د اکټوبر میاشتي پر اوومه نېټه حماس پر اسرائيل باندي په ترهګرو بريدونو کې ۱۲۰۰ کسان ووژل او ۲۴۰ يې يرغمل او وتښتول.
اسرائيل د یاد تروریستي برید په ځواب کي لومړی هوايي او وروسته د غزې په تراډه کي مځکني عملیات شروع کړل.
د غزې په تراډه کي دحماستر واک لاندي د روغتیا وزارت د شمیرو له مخي، چي په خپلواک ډول د تائید وړ نه دي، تر ۱۳ زره زيات فسلطینیان وژل سوي دي.
همدارنګه دغه توافق د غزې تراډي ته د مرسته سویو موادو رسول هم ممکینوي.
دغه ساحلي تنګی د اسرئیل او مصر له خوا کلابند دی او د جګړې له شروع څخه هلته بشري وضعیت ډېر کړکېچن سوی دی.
اسرائیل: تر وقفې وروسته به عملیات روان وي
د اسرائیل د پوځ ویاند دانیل هاګاري ویلي دي چي د غزې تراډي د نیمايي شمالي برخي لاس ته راوړل یوازي «په یوه اوږده جګړه کي لومړی ګام و.»
هغه په خپل ورځني کنفرانس کي وویل: «موږ د راتلونکو مرحلو له پاره چمتو یوو. موږ دې ته ګورو چي په راتلونکو ورځو کي پر پلان او پر راتلونکي جنګ باندي تمرکز وکړو.»
په همدې حال کې د اسرائیل د ملاتړو ځواکونو ویاند اویخای ادرعي، په غزې تراډه کي فلسطینیانو ته خبرداری ورکړی دی چي د لنډمهالي وقفې پرمهال د غزې شمال ته ولاړ نه سي.
نوموړي په ایکس څانګه کي لیکلي دي: «جنګ پای ته نه دی رسېدلی، بشري وقفه لنډه ده.»
داسرائیل دفاعي ځواکونو دغه چارواکي زیاته کړې ده: «د غزې تراډي شمالي برخه یوه خطرناکه جنګي سیمه ده، د شمال خواته تګ منع دی. تاسو د خپل ځان ساتني له پاره په جنوب کي په بشردوستانه سیمه کي پاته سئ!»
زموږ له ارشیف څخه: