1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
دينآسیا

د بابري مسجد پر ځای به د رام مندر د بنسټ ډبره کیښودل شي

۱۳۹۹ مرداد ۶, دوشنبه

د هند په ایودهیا ښار کې د افراطي هندوانو له خوا د بابري جومات تر ړنګیدو وروسته، د اګست مياشتي په ۵ نیټه به یې پرځای د یوه مندر د جوړیدو د بنسټ ډبره کیښودل شي. په دغو مراسمو کې به د هند ملتپاله لومړی وزیر هم ګډون وکړي.

Bildergalerie 20 Jahre nach dem Herabreißen der Babri-Moschee
انځور: AFP/Getty Images

له نوي ډهلي څخه د اسوشېتد پریس خبري آژانس د دغه مندر یا د هندوانو عبادت ځای د جوړونې بنسټ په حواله ویلي دي چې د هند د ملتپاله ګوند(بهارتیا جنتا پارټي) څخه لومړی وزیر نریندر مودي به هم په دغو مراسمو کې ګډون وکړي.

د هندوستان د اترپردیش ایالت په ایودهیا ښار کې په ۱۶ پيړۍ کې د مغلو د واکمنۍ پر مهال جوړ شوی تاریخي جومات (بابري مسجد) په ۱۹۹۲م کال کې د افراطي هندوانو له خوا ونړول شو.

د هندوانو افراطي سازمانونه ادعا کوي چې دا جومات د رام (د هندانو یو معبود) د زیږیدو ځای دی او له همدې امله اوس هلته د «رام مندر» جوړوي.

بابري جومات تر ړنګیدو وروسته له کلونو راهیسې روانه قانوني شخړه وه چې بالاخره د هند سترې محکمې د جومات پر ځای د مندر جوړیدو په حق کې پریکړه وکړه.

په ایودهیا کې د بابري مسجد پر ځای د رام مندر د جوړولو د مسئول په حواله د دې نوي مندر د جوړیدو د بنسټ ډبره به د اګست میاشتې پر ۵ نیټه کیښودل شي.

د هغوی په خبره دا نیټه ځکه انتخاب شوې ده چې د علم نجون په حواله دا نیټه د هندوانو له پاره یو مهم او د خوشبختۍ ورځ ګڼل کیږي.

خو انتقاد کوونکي بیا وایي چې په دې نیټه د هند تر کنترول لاندې جمو کشمیر کې د شخړیزې سیمې د خصوصي قانوني حیثیت د بدلون یو کال پوره کیږي. د رام مندر د بنسټ ډبرې ایښودل کیدو مراسم به په ژوندې بڼه د هند په دولتي تلویزون کې وښودل شي.

دویچه ویله: ش.ن/ ن.ز

پر اړونده موضوع زمونږ له ارشیف څخه انځوریز رپوټ:

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل