1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«د باجوړ جگړه پای ته رسیدلې ده»

۱۳۹۱ شهریور ۲۰, دوشنبه

پاکستاني مقاماتو خبر ورکړی دئ چې د دغه هیواد په شمال لویدیځه برخه کې ئې د دوو اونیو تر جگړې وروسته هغه طالبان چې له افغانستان څخه راوښتي وو بیرته په شا کړي دي. د دولت یوه چارواکي جهانگیر اعظم وزیر د فرانسې خبري آژانس ته ویلي دي چې د باجوړ په قبایلي سیمه سالارزو کې دغه جگړه د شنبې په ورځ پای ته رسیدلې ده او پکښې تر سلو زیات کسان وژل شوي دي.

زیاته شوې ده چې په وژل شوو کسانو کې ۸۰ تنه یاغیان، ۱۸ ملکي وگړي، د طالبانو ضد د قبایلي لښکر ۱۲ تنه او اته دولتي سرتیري شامل دي. پر دې سربیره ۱۳ تنه دولتي سرتیري هم لادرکه دي او په دې اړه داسې اندیښنې موجودې دي چې ښایې د طالبانو لاس ته ورغلي وي.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب