1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
تروريزم

د بادغیس چارواکي: طالبانو د یوه پولیس میرمن وژلې ده

۱۳۹۸ مرداد ۱۶, چهارشنبه

د بادغیس محلي چارواکي وایي چې طالبانو تیره ورځ د دغه ولایت د قلعه نو په مربوطاتو، د لامان په کلي کې یوه ښځه په ډزو وژلې ده. د بادغیس والي وایي چې دا ښځه له دې کبله وژل شوې ده چې خاوند یې پولیس دی.

Afghanistan Kabul Waffe
انځور: AP

د بادغیس ولایت ځایي چارواکو د چهارشنبې په ورځ ویلي دي چې طالبانو تیره ورځ د دغه ولایت مرکز ته څیرمه د لامان په کلي کې یوه ښځه له موټره ښکته کړې او له امنیتي ځواکونو سره یې د میړه د همکارۍ په دلیل په ډزو وژلې ده.

د بادغیس والي عبدالغفور ملکزي، له دویچه ویله سره په خبرو کې وویل: «هغه له لامان څخه وړاندې سیمې ته چې د دولت تر کنترول لاندې ده، تلله چې طالبانو له موټره راښکته کړې او ورته ویلي یې دي چې میړه دې په پولیسو کې دی.»

د بادغیس د ولایتي شورا د یوه غړي په وینا، د لامان کلی، له قلعه نو څخه شا او خوا ۴۰ کیلومتره واټن لري او د هغې لارې په اوږدو کې موقعیت لري چې هرات له قلعه نو سره وصلوي.

د بادغیس د ولایتي شورا غړی بهاوالدین قادسي، وایي چې د امنیتي ځواکونو یا د دولت د کارکوونکو د کورنیو د غړو وژل د ځواکونو او یا هم د هغوی د کورنیو پر روحیو باندې منفي اغیز لري: «دا پر هغو کسانو چې په پولیسو کې دي که نارینه دي او که ښځینه منفي اغیز لري، هغوی مایوسه او ناهیلي کیږي.»

انځور: DW

هغه د دغه ډول قضیو د عاملینو د مجازاتو غوښتنه وکړه: «تر اوسه که دغه ډول خلک د قانون منګولو ته په لاس ورغلي په شکل د اشکالو یا تبادله شوي او یا هم آزاد کړی شوي دي. له همدې کبله هغوی جرائت پیدا کړی چې ښار ته څیرمه سیمو کې هم دغه ډول اعمال تر سره کړي.»

بادغیس یو له ناامنه ولایتونو څخه شمیرل کیږي. د قادسي په خبره د حمل له میاشتې راهیسې دغه ولایت نور هم ناامنه شوی دی. دغه ولایت شپږ ولسوالۍ لري. قادسي وایي چې له دې ډلې د مرغاب، جوند، آبکمري او قادس ولسوالۍ او حتی د دغه ولایت مرکز قلعه نو ناامنه دی.

طالبانو تر اوسه په دې هکله څه نه دي ویلي. خو د رپوټونو له مخې تر اوسه څو وارې د افغانستان په یو شمیر سیمو کې د امنیتي ځواکونو د کورنیو غړي د طالبانو له لوري له دولت سره د همکارۍ په تور وژل شوي او یا هم نیول شوي دي.

پ ع

 

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل