دغه خبره د اروپايي اتحادېې د بهرنيو سرحدونو ساتونکي آژانس، فرونټکس، د دوشنبې په ورځ د جون ۱۳مه کړې ده.
د فرونتکس په اعلاميه کې ويل شوي دي چې په می میاشت کې په دغه سیمه کې د غیرقانوني مهاجرو شمیر له دوه برابرو هم پورته وو او ۱۲۰۸۸ ته رسيدلی دی. په اعلامیه کې زیاته شوې چې په دغو غیرقانوني مهاجرو کې تر ټولو ډير ېې د سورېې او افغانستان هيوادونو څخه دي.
زیاته شوې چې فرونتکس د ۲۰۲۲م کال د جنوري او می میاشتو تر منځ د لوېديځ بالکان له لارې په مجموع کې د ۴۰ زره او ۶۷۵ غیرقانوني مهاجر ثبت کړي چې اروپايي اتحادېې ته داخل شوي، چې دا رقم د تیرکال همدې مودې په پرتله نژدې درې برابره لوړ دی.
د فروتيکس په خبره، په دغې موده کې اروپايي اتحادېې ته ۸۶۴۲۰ مهاجر په غیرقانوني توګه داخل شوي چې په دې حساب نژدې نیمايي برخه ېې د لويديځ بالکان له لارې دغې اتحادېې ته داخل شوي دي.
د اروپا د بهرنيو سرحدونو د ساتنې آژانس د ارقامو د لوړیدو دلیل نه دی ښودلی، خو ويلي ېې دي چې ډيری دغه افراد اروپايي اتحادېې ته تر داخلیدو مخکې په لويديځ بالکان کې وخت تیر کړی دی.
فرونتکس زیاتوي په دغو کسانو کې هغه کسان چې په اوکراين کې د جګړې له کبله تښتيدلي شامل نه دي.
سرچینې یادونه کړې چې په اوکراین کې د فبرورۍ په ۲۴مه د روسېې تر يرغل وروسته چې روسيه ېې «ځانګړي پوځي عملیات» بولي، څه باندې ۵نیم ميلیونه اوکراينیان اروپايي اتحادېې ته داخل شوي دي.
آ/م.ک.ص./ن.ز.
له بوسنيا څخه اروپايي ټولنې ته د مهاجرت له خطرونه ډکه لاره
د پسرلي له پېل راهيسې نه يوازې د مهاجرو شمير چې د بالکان له لارې اروپا ته راځي، د ډېريدو په حال کې دی، بلکې تاوتريخوالي او په کروشيا کې د اروپايي اتحادیې له سرحده د مهاجرو غيرقانوني ستنولو لړۍ هم يو ځل بيا چټکه شوې ده.
انځور: Dirk Planertد بوسنيا د لوېديځ د بېهاج ښار په شا او خوا کې په کنډوالو او خيمو کې په زرونه مهاجر اروپايي اتحادیې ته د اخليدو په انتظار دي. دې ځوانانو نارينه وو خپل سفر څو کاله پخوا له پاکستانه پېل کړی دی. اوس څو مياشتې کیږي چې له بوسنيا څخه د وتلو لاره نه لري. د دغه ځوان مهاجر [په انځور کې] د زامي غاښ التهابي شوی. اروپا ترې يوازې د څو کيلومترو په واټن کې ده.
انځور: Dirk Planert/DWله سرحده د تیريدو فصل ته انتظار
د پسرلي په شروع کيدو سره هوا ګرمه شوې ده او په ورته وخت کې له سرحده د تیريدو هڅې هم پيلیږي. دغه ځوان تر اوسه تر شلو ډېر ځله اروپايي اتحادیې ته د داخليدو هڅه کړې ده. خو هغه هر ځل د اروپايي ټولنې د پوليسو له خوا نيول شوی او په غير قانوني توګه بيرته بوسنيا ته استول شوی دی. جامې او د شا بکس یې د يوې مرستندويه ټولنې له خوا ترلاسه کړې دي.
انځور: Dirk Planert/DWدمګړۍ د ليپا په مهاجر کمپ کې چې د استوګنې له سيمې شل کيلومتره لېرې پروت دی، د ۲۰۰ او ۳۰۰ په منځ کې نارينه ژوند کوي. زياترو مهاجرو د دې دوو نارينو په څېر، د ځان له پاره پخپله د ښار په شا او خوا يا ځنګله کې سرپناه برابره کړې ده. دا ځای سرحد ته ډېر نزدې دی. د ښځو، ماشومانو او کورنيو له پاره په ښار کې دننه يو کوچنی کمپ شتون لري.
انځور: Dirk Planert/DWد بوسنیا په لوېدیځ کې انساني بحران تر اوسه لا پای ته نه دی رسیدلی خو کنترول شوی دی. ډېر مهاجرو اوس ځانونه خپلو هدفونو يعني آلمان، فرانیسې او يا ايټاليا ته رسولي دي. په تيرو مياشتو کې د ژمي سړی هوا له پولې څخه تيريدل ناشوني کړي ول. ډېرو مهاجرو د سارايوو او صربستان په کمپونو کې د پسرلي انتظار کړی دی.
انځور: Dirk Planert/DWد مرستندويه ټولنو او رضاکارانو مرسته
له کلونو راهيسې په دې سيمو کې مهاجرو ته د رسېدګۍ او د هغوی د اړتيا د پوره کولو مسئوليت سيمه ایزو مرستندويه ټولنو او همدا راز له آلمان، اتریش، سويس او ايتاليا څخه رضاکارانو پر غاړه اخيستي دی. د «اس او اس – بیهاج» سازمان په ۲۰۱۵م کال کې د مهاجرو د بحران د اوج پر وخت جوړ شوی. دا ټولنه د مرستې رسولو له پاره بودجه د « Aachener Netzwerk» سازمان له خوا ترلاسه کوي.
انځور: Dirk Planert/DWمهاجرو ته د اړينو توکو رسول
اندي جهيک د «اس او اس بېهاج» د مرستندويه ټولنې غړی دی. نوموړی هغه کنډوالې او کورونه چې مهاجر ترې د اروپا د سرحد پر لور د سفر په ترڅ کې په ځنګلونو کې د سرپناو په توګه کار اخلي، ښې پيژنی. هغه د خپل جيپ موټر سره سفر کوي او مهاجرو ته خواړه، جامې، اوبه او د رڼا وسایل رسوي.
انځور: Dirk Planert/DWاندي ۲۲ کلن دی او د «اس او اس بېهاج» ټولنې يو روزل شوی مرسته کوونکی دی. دی او نور همکاران یې د بوسنیا په لوېديځ کې د مهاجرو د ټپونو درملنه او د هغوی نورو روغتيايي ستونزو ته رسېدګي کوي. د بيړنيو پېښو له پاره هغوی يو امبولانس هم لري چې د آلمان د « Lautlos» په نوم خيريه موسسې له خوا یې ترلاسه کړی دی.
انځور: Dirk Planert/DWد سهار پر څلورو بجو لومړۍ بيړنۍ پېښه
د کرواشيا سرحد ته څېرمه د ليپا د کمپ کارکوونکو تماس نيولی دی چې دوه نارينه د چړو په بريد کې ټپيان شوي دي چې د يوه حالت د اندیښنې وړ دی. دوې دقيقې وروسته د اس او اس بېهاج ټولنې ډله د پېښې ځای ته روانيږي. د يوه ټپي ژوند چې د بدن په پاسنۍ برخه کې یې د چړې ضربه ليدلې، په خطر کې دی.
انځور: Dirk Planert/DWد روغتون عاجله برخه مرسته کوي
د دويم ټپي زخمونه روغتون ته پر لاره تداوي کيږي. خو د سخت ټپي شوي کس ژوند يوازې په روغتون کې تر بيړنۍ ترملنې وورسته ژغورل کيدای شي. ډېر مهاجرين د تاوتريخوالي له ويرې نه غواړي د ليپا کمپ ته ولاړ شي. هغوی وایي چې د دغه کمپ د کټارو تر شا وهل ټکول د ورځني ژوند برخه ده.
انځور: Dirk Planert/DWد بوسنيا پوليس د دیپورت شويو کسانو اسناد ثبتوي
په کرواشيا کې د اروپا د خارجي پولې څخه په څو کيلومترۍ کې، د مهاجرو د پښو نخښې. د بوسنيا سرحدي پولیس هم د خپلو ګزمو پر وخت په منظم ډول د مهاجرو د پلونو د نخښو سره مخ کیږي. هغوی د کروشيا د پوليسو له خوا په غير قانوني توګه د شړل شويو کسانو اسناد ثبتوي او چارواکو ته یې سپاري. دا چې بيا له دغو معلوماتو سره څه کيږي، دوی نه پوهیږي.
انځور: Dirk Planert/DW«زما تراوما، ما نور هم قوي کوي»
د بوسنيا پوليس د مريضو يا ټپي مهاجرو د موندنې په صورت کې د اس او اس بېهاج ټولنې ته خبر ور کوي. دا کار په ځانګړي توګه په ژمي کې د مهاجرو ژوند ژغوري. د دې ټولنې مشر زلاتان کواچویچ پخپله هم د جګړې يو قرباني دی. نوموړي د ۱۵ کلنې په عمر د بوسنيا په جګړه کې د يوه لاسي بم په چاودنه کې خپله کيڼه پښه بایللې وه. زلاتان وايي: «زما تراوما ما نور هم قوي کوي.»
انځور: Dirk Planert/DWکوواچويچ ځيني وخت په مهاجرو پسې د لټون له پاره بې پېلوټه الوتکه کاروي. دا په دې معنا ده چې د غرونو په منځ کې په لا ډېره پراخه ساحه کې لټون وکړي. هغه وايي: «موږ هره ورځ په داسې خلکو پسې لټه کوو چې مرستو او رسېدګۍ ته اړتیا لري. د پسرلي په رسېدو سره هغوی يو ځل له سرحده د اوښتو هڅه کوي. ډېری یې نه پوهيږي چې له سرحد څخه د تېريدو هڅه د مرګ او ژوند لوبه کیدلی شي.»
انځور: Dirk Planert/DWپر ورته موضوع زموږ له آرشیف څخه یو انځوريز البوم هم کتل شئ.