1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيا

د بامیان اوسیدونکي له فقر، بې کارۍ او قرنطین څخه شکایت کوي

۱۳۹۹ خرداد ۱۵, پنجشنبه

د بامیان اوسیدونکي د کرونا ویروس له خپریدو، قرنطین، د بازار د تړل کیدو، فقر او بې روزګارۍ څخه شکایت کوي. چارواکو د خلکو له لوري د طبي سپارښتنو د رعایتولو په شرط د بامیان بازار د پرانېستل کیدو خبر ورکړی.

Afghanistan Coronavirus und Quarantäne in Bamiyan
انځور: DW/Eshaq Akrami

ګلخان احمد، چې د سرخ قول اوسیدونکی دی او تر درې میاشتې دمخه پورې په بامیان بازار کې پر کسبه کارۍ بوخت وو، وایي چې د دغه ولایت بازار تړلی او پر تګ راتګ بندیز دی. د هغه په خبره څوک حق نه لري چې په بازار کې کار وکړي: «درې میاشتې کیږي چې بې کاره یم، دولت هیڅ توجه او مرسته نه ده کړې، زه هم د خپلې کورنۍ له پاره ډوډۍ پیدا کولو له پاره ملاتړ ته اړتیا لرم، هیله من یم چې موسسې او دولت له غریبو خلکو سره مرسته وکړي.»

درې میاشتې کیږي چې د بامیان ولایتي ځایي ادارې د کرونا ویروس د مخنیوي او د هغې پر ضد د مبارزې د اقداماتو په ترڅ کې دغه ولایت قرنطین کړی، تفریحي پارکونه او تاریخي ځایونه یې تړلي او همداشان د ولایت په سطح یې د تګ راتګ په برخه کې محدودیتونه وضع کړي دي.

بصیر چې د بامیان به بازار کې د جامو پلورولو دوکان لري وایي چې حکومت له دوکاندارانو سره دوه ګونی چلن کوي، یو شمیر کسانو ته اجازه ورکوي چې پلورنځي یې پرانیستي وي او زیاترو ته بیا د پېر او پلور اجازه نه ورکوي. دغه دوکاندار زیاته کړه چې د حوت میاشتې له ۲۶مې نېټې راهیسې مې «دوکان تړلی دی او هره میاشت لس زره افغانۍ کرایه ورکوم. که چیرې حکومت قرنطین له منځه یو نه سي، هغه پیسې چې مې له بانکه پور کړي دي د دوکان په کرایه کې مصرفیږي او ښایي څو کاله د بانک قرضدار پاتې شم.»

د افغانستان حکومت د کووید-۱۹، د مخنیوي او مبارزې له پاره دغه ولایت ته ۳۰ میلیونه افغانۍ ځانګړې کړې وې چې له دغو پيسو د کرونا د ۲۰ بستریز مرکز له پاره امکانات او تجهیزات، د خلکو له پاره د غنمو او خوراکي توکو رانیول او د خلکو له پاره د لنډ مهاله شغلي فرصتونو د رامنځ ته کولو له پاره لګول شوي دي.

ښاري ادارې شا او خوا د ۲۰ ورځو له پاره ۷۵۰۰ کورنیو سره لومړنۍ مرستې کړي دي چې په ترڅ کې یې هرې کورنۍ ته له شپږو څخه تر ۱۲ وچې ډوډۍ توزیع شوي دي. خو یوه اوونۍ کیږي چې په دغه ولایت کې د وچې ډوډۍ ویش پای ته رسیدلی چې د غریبو او بې وزلو خکو د شکایت سبب شوی دی.

د بامیان خالي سړکونهانځور: DW/Eshaq Akrami

خو د بامیان ولایت ځایي چارواکي وایي چې په تیرو کابو درې میاشتو کې زیاتره دوکانونه د کرونا ویروس د خپریدو له کبله تړل شوي دي.

د بامیان والي سید انور رحمتي، د کرونا ویروس پر ضد مبارزې غونډه کې وویل چې زیاتره خلک د بازار د تړل کیدو، بې وزلۍ او بې کارۍ څخه شکایت لري. هغه په دغه غونډه کې زیاته کړه: «له نن وروسته، له حمامونو، رستورانونو او سلمانیانو پرته، د دغه ولایت بازار د خلکو پرمخ پرانیستل کیږي او پېر او پلور اجازه به وي، خو دوکانداران او خلک باید حفظ الصحې او روغتیا وزارت سپارښتنې باید مراعات کړي.»

کارپوهان په دغه ولایت کې د کرونا ویروس د خپریدو دلیل د قرنطین نه مراعاتول، د سیلانیانو تګ راتګ او د دغه ویروس په هکله د خلکو لږ معلومات یادوي. رسنیز فعال قربانعلي وایي: «زیاتره خلک د کرونا ویروس په هکله بې باوره دي چې له بده مرغه په لیرې پرتو کلیو او ولسوالیو کې په سم ډول پوهاوی نه دی ترسره شوی او خلک د روغتیا وزارت سپارښتنې کمې مراعاتوي.»

له بل اړخه د دغه ولایت ځینې اوسیدونکي د صحي موادو لکه ماسکونو، دستکشو، د میکروب ضد مایع د بیو له لوړیدو څخه شکایت کوي. هغوی وایي چې دوی د دغه شیانو د رانیولو توان نه لري. د بامیان د شیبر ولسوالۍ اوسیدونکی امیرجان چې ۸۰ کاله عمر لري وایي چې د کرونا ویروس په هکله لږ معلومات لري او هره ورځ خپلو پټیو ته د کار کولو له پاره ځي.

د یادولو وړ ده چې د دغه ولایت په سیغان ولسوالۍ کې ۳۴ کسان د جنازې په مراسمو کې په کرونا اخته شوي دي. په دغه ولایت کې د کوید-۱۹، د ناروغانو له پاره یوه شل بستریز روغتونه فعاله دی. خو د چهارشنبې د ورځې په غونډه کې پریکړه وشوه چې دغه روغتون ۴۰ بستریز شي او همداشان په سیغان ولسوالۍ کې یو پنځه بستریز روغتون جوړ شي.

اسحق اکرمي، بامیان

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب