1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د بانک د دروازې تړل کیدل؛ پیرودونکي ۳ شپې دننه بند پاته وو

۱۴۰۳ مهر ۲۹, یکشنبه

په المان کې د یوه بانک پیرودونکي د بانک د دروازې تر تړل کیدو وروسته د بانک په څانګه کې درې شپې بند پاتې وو.

پیریدونکې درې ورځې د بانک دغې څانګه کې پاتې شوي.
دغه بانک په بایرن ایالت کې دی.انځور: Michael Weber/IMAGEPOWER/IMAGO

د آلمان بایرن ایالت په ختیځ الګوې سیمه کې پولیسو ویلي چې په اتومات ډول د بانک د دروازې قلفیدو پیریدونکي اړ کړي چې درې شپې په بانک کې تیرې کړي.
د معلوماتو له مخې دا پیښه د جمعې په شپه وشوه او پیرودونکي مجبور شول چې شنبه او یکشنبه هلته تیره کړي.

زیاته شوې چې د دغه بانک د څانګې دروازه په داسې ډول پروګرام شوې وه چې د ماښام له ټاکلي وخت وروسته به نه خلاصېږي.د بانک دا دروازه د سهار په شپږو بجو په اتومات ډول پرانيستل شوه.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب