1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د بايدن حکومت غواړي له طالبانو سره تړون ته بياکتنه وکړي

۱۳۹۹ بهمن ۴, شنبه

د بايدن ادارې د جمعې په ورځ وويل چې غواړي وارزوي چې آيا طالبانو په رښتيا تاوتريخوالی کم کړی، څو د سولې په تړون کې کړې ژمنه يې پوره کړي.

Bildkombo Afghanistan l Taliban, Joe Biden und Ghani

د ولسمشر جو بايډن له خوا نوي ټاکل شوي د ملي امنيت مشاور، جېک ساليوان، له خپل افغان سيال حمدالله محب سره خبرې وکړې او د متحده آيالاتو له خوا د تړون په برخه کې هغه اراده يې «څرګنده کړه چې غواړي بياکتنه»‌ ورباندې وکړي.

دغه خبره د ملي امنيت د شورا وياندې، اميلي هورن، کړې ده. په خاصه توګه واشنګټن د هغې په خبره غواړي وارزوي چې آيا طالبان «خپلې ژمنې عملي کوي او له تروريستي ډلو سره اړيکې پرې کوي، په افغانستان کې تاوتريخوالی کموي او له افغان حکومت او نورو لوبغاړو سره معنی داره مذاکرات تر سره کوي»، که څنګه.

د هغې په وينا د ملي‌ امنيت نوي مشاور «ساليوان ټينګار وکړ چې متحده آيالات به له کلکو او سيمه يزو ديپلوماتيکو هڅو سره د سولې له بهير څخه ملاتړ وکړي، چې هدف يې له دواړو  لورو سره مرسته کول دي چې يوه پايداره او عادلانه سياسي تړون او دايمي اوربند ته سره ورسيږي.»

له کړو پرمختګونو څخه ملاتړ

ساليوان همداراز «د متحده آيالاتو له لوري د سولې د بهير د يوې برخې په توګه د افغانو ښځو، نجونو او لږکيو ډلو له خوا د کړو استثنايي پرمختګونو د ساتنې څخه پر ملاتړ»‌ بحث وکړ. د پنجشنبې په ورځ د بايدن له خوا نومول شوي د بهرنيو چارو وزير، انتوني بلينکن د سنا مجلس له خوا د هغه د تائيد غونډې ته وويل چې «غواړي دغه ډېره اوږده جګړه» پای ته ورسوي.

د دوحې د تړون له مخې متحده آيالاتو اصلاً غوښتل چې د ۲۰۲۱ کال تر می پورې خپل ټول ځواکونه له افغانستان څخه وباسي په داسې حال کې چې طالبانو ژمنه کړې ده چې افراطي ډلو ته به له افغانستان څخه د عملياتو اجازه نه ورکوي.‌ خو په ورته وخت کې طالبانو پر افغان حکومتي ځواکونو باندې خپلو بريدونو ته دوام ورکړی دی.

AFP/ن ص/ا ا

پر ورته موضوع زموږ له آرشيف څخه يو انځوريز راپور: