1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستامریکا متحده ایالات

د بایدن او ترمپ لومړۍ انتخاباتي مناظره

۱۴۰۳ تیر ۸, جمعه

د متحده ایالاتو اوسني او پخواني ولسمشرانو، جو بایدن او دونالد ترمپ په لومړۍ انتخاباتي مناظره کې یو له بل سره مخامخ شول. دواړه نوماندانو د امریکا علاوه د افغانستان، ایران، ناټو او د غزې او اوکراین پر جنګونو بحثونه وکړل.

د بایدن او ترمپ دغه مظاهره د جون ۲۷مه شپه، په اتلانتا ایالت کې د «سي ان ان» شبکې له سټوډیو خپرېده. دغې مناظرې ۹۰ دقیقې دوام وکړ
د بایدن او ترمپ دغه مظاهره د جون ۲۷مه شپه، په اتلانتا ایالت کې د «سي ان ان» شبکې له سټوډیو خپرېده. دغې مناظرې ۹۰ دقیقې دوام وکړانځور: Andrew Caballero-Reynolds/AFP/Getty Images

د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر جو بایدن او د هغه جمهوري غوښتونکي رقیب دونالد ترمپ، د پنجشنبې او جمعې تر منځ شپه (د جون ۲۷مه) په لومړۍ انتخاباتي مناظره کې له يو بل سره مخ شول. د متحده ایالاتو د ولسمشرۍ انتخابات د ۲۰۲۴م کال د نوامبر پر پنځمه ترسره کیږي.

د بایدن او ترمپ دغه مظاهره په اتلانتا ایالت کې د «سي ان ان» شبکې له سټوډیو خپرېده. دغې مناظرې ۹۰ دقیقې دوام وکړ. 

د امریکا ولسمشرۍ څوکۍ ته دواړو نوماندانو د سي ان ان سټوډیو ته د مناظرې له پاره دننه کېدو پر مهال، یو بل ته لاسونه ور نه کړل. هغوی په وروستي ځل د ۲۰۲۰م کال په مناظره کې هم د کرونايي محدودیتونو پر اساس یو بل ته لاسونه نه وو ورکړي.

افغانستان

ترمپ له افغانستانه د امریکايي ځواکونو وتل، د امریکا په تاريخ کې د تر ټولو شرمناکه اقدام په توګه یاد کړ. هغه د امریکايي قواوو د وتلو په جریان کې د ګډوډۍ رامنځته کېدو پړه پر جو بایدن واچوله او هغه ورځ ېې د امريکا متحده ایالاتو «په تاريخ کې تر ټولو شرمناکه ورځ» وبلله. هغه مهال (د ۲۰۲۱م کال د اګست ۲۶مه) د کابل هوايي ډګر مخې ته په يو ځانمرګي برید کې ۱۳ امریکايي سرتيري او شاوخوا ۱۷۰ افغانان ووژل شول.

خو ترمپ په خپله د ولسمشرۍ له دفتره له وتلو یو کال مخکې له افغانستانه د امریکايي قواوو د وتلو پر موضوع له طالبانو سره توافق کړی وو.

دونالد ترمپ له افغانستانه د امریکايي قواوو د وتلو پر وخت کابل کې د ګډوډۍ رامنځ ته کېدو پېښه، د امریکا په تاريخ کې تر ټولو «شرمناکه ورځ» وښودهانځور: Andrew Caballero-Reynolds/AFP/Getty Images

د ترمپ د حق السکوت پيسو قضیه

بایدن بیا په خپلو خبرو کې په مستقیمه توګه په نيویارک کې د ترمپ د حق السکوت پیسو محکمې ته اشاره وکړه چې د بربنډو فلمونو له ېوې ستورې سره د ترمپ د جنسي اړيکو درلودلو سره تړاو لري. بایدن ترمپ ته وویل چې «ته د کوڅه ډبې پېشو اخلاق لرې.» خو ترمپ ېې په ځواب کې وويل: «ما د بربنډو فلمونو له کومې ستورې سره جنسي اړيکي نه دي درولودلي.» 

پر ترمپ تور دی چې د بربنډو فلمونو ېوې ستورې سره ېې جنسي اړيکې درلودلې او هغې ته ېې د حال نه ويلو له پاره پيسې ورکړي دي.

ترمپ: زما په وخت کې ایران پیسې نه لرلې چې تروریستانو ته ېې ورکړي

دواړو نوماندانو په دغه مناظره کې د ایران پر موضوع هم خبرې وکړې. د ایران په تړاو، بایدن د ترمپ پر سیاست نيوکه وکړه. هغه وویل چې ایران د امریکا پر پوځي اډه د ترمپ په دوره کې حمله وکړه خو ترمپ ېې پر وړاندې هېڅ هم ونه کړل.

ترمپ ېې په ځواب کې وويل، مازې«یو څو سرتيري سردرد شوي ول.»

بایدن ټينګار وکړ چې ترمپ هغه څوک دی چې پر اسرائيل باندي د ایران د توغنديو د دفاع په خاطر ېې ټوله نړۍ بسیج کړې ده.

خو ترمپ هم د ایران په تړاو پر بایدن تور ولګاوه. ترمپ وویل د ولسمشرۍ پر وخت ېې ایران ډیوالي شوی وو او دومره پيسې ېې نه درلودي چې د حماس په ګډون تروریستي ډلو ته ېې ورکړي.

جو بایدن وویل چې ترمپ داسې کس دی چې غواړي امریکا له ناټو جلا شي انځور: Justin Sullivan/Getty Images

د افغانستان او ایران علاوه، په مناظره کې امریکا ته د غیرقانوني مهاجرتونو پر موضوع او همدارنګه پر اوکراین د روسیې د حملې او د غزې پر جګړې هم بحثونه وشول. بایدن د ترمپ د دورې پر اقتصادي سیاست نيوکه وکړه او وې ويل چې اقتصاد په آزاد سقوط کې وو او کرونا په سمه توګه مدیريت نشوه. خو ترمپ ېې په ځواب کې وويل چې بایدن ضعیف عمل کړی او انفلاسیون امریکا د مرګ کندې ته رارسولې ده.

د اوکراین او ناټو پر سر اختلاف

د بایدن او ترمپ په مناظره کې د خارجي سیاست بحت تر ډېره، اوکراین او غزه کې پر روانو جګړو متمرکز وو.

دونالد ترمپ ادعا وکړه چې له اوکراین څخه د واشنګټن ملاتړ، اقتصاد ته زیان اړوي. هغه ټینګار وکړ، که امریکا یو ځواکمن رهبر درولودای، نو د اوکراین جنګ به هېڅکله نه پیلېده.

بایدن بیا د ناټو موضوع ته اشاره وکړه او په دې هکله ېې د ترمپ پر سیاست نيوکه وکړه. جو بایدن وویل چې ترمپ داسې کس دی چې غواړي امریکا له ناټو جلا شي.

د بایدن او ترمپ لومړنۍ تلویزیوني مناظرې په امریکايي رسنيو کې پراخ انعکاس درولودلی، په ځانګړې توګه د رای ورکوونکو له پاره د ارزونې وړ واقع شوې ده. 

د اسوشتید پریس او د عمومي څېړنو مرکز (NORC) د نوې نظرسنجۍ پر اساس، له هرو ۱۰ جمهوري غوښتونکو له ډلې ۶ ېې له ترمپ څخه راضي دي، په داسې حال کې چې له هرو ۱۰ ديموکراتانو له ډلې يوازې ۴ ېې له بایدن راضي دي.

د کوئين پاک پوهنتون وروستۍ نظرسنجۍ ښيي چې د ترمپ رایې په ټوله امریکا کې ۴۹ او د بایدن ۴۵ سلنه ده.

دويچه وله ف/AP/NZ

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل