1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د بایدن په شخصي دفتر کې پټ اسناد کشف شوي

۱۴۰۱ دی ۲۰, سه‌شنبه

د امريکا ولسمشر جوبايدن د تیر وخت پخواني (ولسشمر مرستيال) په توگه د دندي پر مهال په شخصي دفتر کي پټ مهم دولتی اسناد اوس موندل شوی دي.

USA | Joe Biden im Weißen Haus
انځور: Patrick Semansky/AP Photo/picture alliance

د رسنیو د راپورونو له مخې د امریکا د ولسمشر جو بایدن په دفتر کې د پخواني دورې (د ولسمشر مرستيال) دورې پرمهال پټ دولتي اسناد کشف شوي دي. امريکايي رسنيو «سي بي اس» او «سي ان ان» يې په هکله راپور ورکړی چې دا اسناد په نوومبر میاشت کې په واشنګټن کې د پين په نوم  ډیپلوماسۍ او نړیوال ښکیلتیا مرکز د دفترونو پاکولو پر مهال وموندل شول. د سی ان ان په وینا، د لسګونو یا ډیرو اسنادو په منځ کې هغه کاغذونه وو چې د لوړې کچې محرمیت يې درلود. د عدليې وزارت اوس د پېښې په اړه څېړنه کوي. بایډن له ۲۰۰۹ تر ۲۰۱۷م کال پورې د هغه وخت د ولسمشر بارک اوباما مرستیال و.
 

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب