1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستافریقا

د بحران په څنډه کې؛ له نیجر څخه د آلماني او فرانسوي وګړو وتل

۱۴۰۲ مرداد ۱۱, چهارشنبه

په نیجر کې تر پوځي کودتا وروسته جرمني او فرانسې پر خپلو وګړو غږ وکړ چې له دغه هېواده ووځي. بل لور د نیجر دوه ګاونډیو هیوادونو مالي او بورکینا فاسو اعلان وکړ چې د نظامي ګواښ پروړاندې د نیجر د کودتاکوونکو ملاتړ کوي.

آرشیف: فرانسوي عسکر د نیجر څخه د خپلو وګړو د ایستلو مرسته کوي
آرشیف: فرانسوي عسکر د نیجر څخه د خپلو وګړو د ایستلو مرسته کويانځور: Sam Mednick/AP Photo/picture alliance

په نیجر کې تر پوځي کودتا وروسته د جرمني د بهرنیو چارو وزارت دغه افریقاېې هیواد ته د سفر خبرداری ورکړ. دغه وزارت آلماني وګړو ته سپارښتنه کړې چې که چیرې په دې هیواد کې ېې شتون ډیر اړین نه دی نو ژر تر ژره دې له دې هیواد څخه ووځي.

بله خوا د فرانسې د بهرنیو چارو وزارت هم اعلان کړی دی چې سه شنبه ېې له نیجر څخه د خپلو اتباعو ایستل پیل کړې. ویل کیږې هلته څه د پاسه ۵۰۰ تر ۶۰۰ پورې فرانسويان مېشت دي.

د فرانسې د بهرنیو چارو وزارت د څرګندونو له مخې، نور اروپایان چې هم له دغه مهم هېواده د وتلو هوډ لري کولای شي له دوی سره ووځي خو ویل کیږې د فرانسې او آلمان ترڅنګ ایټالیا هم د خپلو وګړو د ژر ایستلو له پاره چمتووالی نیسي.

د آلمان د بهرنیو چارو وزیرې انالینا بېربوک له خپل فرانسوي سیال څخه مننه وکړه چې آلمانانو ته یې اجازه ورکړه چې د دغه هیواد په الوتکو کې له نیجر څخه ووځي.

بېربوک د یوه ټویټ له لارې ویلې چې دا مهال د آلمان فدرالي حکومت هڅه کوې چې لومړی په نیجر کې د آلماني وګړو خوندیتوب تضمین کړي.

د جرمني د بهرنیو چارو وزارت یوه ویاند د نیجر په پلازمېنه نیامي کې مېشتو ټولو جرمنيانو ته سپارښتنه کړې چې دغه وړاندیز ومني او د جرمني سفارت به یې ملاتړ وکړي د معلوماتو پر بنسټ په نیجر کې شاوخوا سل آلماني وګړي ژوند کوي.

بورکینا فاسو او د کودتا پلانونکو مالي ملاتړ

دوې ورځې وړاندې د لوېديځې افريقا هيوادونو اقتصادي ټولنې "ایکواس" د نيجر کودتا پلانوونکو ته خبرداری ورکړ، چې که له واکه ګوښه شوى ولسمشر بېرته واک ته ونه رسوي، نو پوځي اقدام به وکړي.

اروپايي ټولنې د افریقايي هېوادونو د دغه اولټي ماټوم ملاتړ کړی. خو وروسته د نیجر دوو ګاونډیو هېوادونو اعلان وکړ چې په نیجر کې د پوځي مداخلې په صورت کې به د کودتاه کوونکو ملاتړ وکړي.

په نیجر کې له کودتا وروسته، د ګاونډیو بورکینا فاسو او مالي پوځي حکومتونو د لویدیځې افریقا د هیوادونو اقتصادي ټولنې، اکواس ته د مداخلې پر وړاندې خبرداری ورکړ.

یادو دو موقتو پوځي حکومتونو د ګډ بیان له مخې چې پرون خپور شو، د نایجر پر وړاندې هر ډول نظامي مداخله د بورکینا فاسو او مالي پر وړاندې د جګړې اعلان په معنې وبلل په دې بیان کې راغلې چې پوځي مداخله به ناوړه پایلې ولري او ټوله سیمه به بې ثباته کړي. بورکینا فاسو او مالي د افریقا د اقتصادي ټولنې غړي هیوادونه دي.

په نیجر کي دکودتاچیانو په ملاتړ مظاهرانځور: Balima Boureima/REUTERS

د یکشنبې په ورځ، د جولای میاشتې پر ۳۰ نیټه د لویدځي افریقا اقتصادي ټولنې "ایکواس" د نیجر کودتا کوونکو ته اولټی ماټم ورکړ. چې که توقیف شوې ولسمشر محمد بازوم د یوې اونۍ په اوږدو کې خوشې نه او دندي ته راستون نشې نو دوې به هغه اقدامات وکړي چې ممکن د جبري ځواک څخه کار اخیستل پکې شامل وې.

د چهارشنبې په ورځ، د جولای میاشتې پر ۲۶، د جنرال عمر چیاني د ځانګړې قطعې افسرانو اعلان وکړ چې په دیموکراتیک ډول ټاکل شوی ولسمشر محمد بازوم له واک څخه لیرې شوی دی. چیاني د تیرې جمعې په ورځ، د جولای پر ۲۸ مه ځان د نوي واکمن په توګه اعلان کړ.

د ویلو ده چې د واګنر روسي اجیر عسکر د مالي او بورکینا فاسو په ګډون په څو افریقایي هیوادونو کې فعال دي. په دغو دوو هیوادونو کې پوځ د یوې کودتا له لارې واک په لاس کې اخیستی دی.

د واګنر ګروپ د څو افریقایي هیوادونو په چارو کې مداخله کړې نظامي او امنیتي ملاتړ یې چمتو کړی، په داسې حال کې چې په ټوله وچه کې د مسکو نفوذ پراخوي.

په همدې حال کې امریکا وايي چې لا هم د نیجر په کودتا کې د روسیې د رول نښې نه شته.

د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت شورا د ستراتیژیکو اړیکو همغږي کوونکي جان کربي د سه شنبې په ورځ له خبریالانو سره په مرکه کې وویل چې د نیجر په کودتا کې د روسیې د رول په اړه هیڅ نښه نشته او امریکا په لویدیځه افریقا کې پر خپل حضور له سره غور نه دی کړی.

هغه څرګنده کړه چې متحده ایالات اوس له نیجر څخه د خپلو اتباعو د ایستلو کوم پلان نه لري او تر اوسه یې له نیجر سره د دغه هیواد د راتلونکي مرستو په اړه کومه پریکړه نه ده کړې.

نیجر د دریو ساحلي هیوادونو وروستی وو چې د ډیموکراتیک ټاکل شوي حکومت له خوا رهبري کیدی. په ۲۰۲۲م کال کې اروپايي اتحادیې په نیجر کې د نظامي ماموریت پریکړه وکړه تر څو په سیمه کې د تروریزم سره مبارزه وکړي.

دا جنوبي سیمه په لویدیځ کې د سینیګال څخه په ختیځ کې تر جیبوتي پورې غزیدلې هغه سیمه ده چې له کلونو راهیسې په پرله پسې ډول له خرابېدونکي امنیتي وضعیت سره مخ ده. ډیری وسله وال، چې ځینې یې د اسلامي دولت (داعش) یا القاعدې ترهګریز سازمان سره بیعت لري، په منظمه توګه په یاده سیمه کې بریدونه ترسره کوي.

 

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل
د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل