1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستاوکرایین

د بخښنې نړیوال سازمان بخښنه وغوښته

۱۴۰۱ مرداد ۱۶, یکشنبه

د بخښنې نړیوال سازمان د يکشنبې په ورځ بخښنه وغوښته چې د اوکرایني ځواکونو په اړه د دوی يو رپوټ د «خپګان او ناراحتۍ» سبب ګرځيدلی دی.

Logo von Amnesty International

دغه سازمان د پنجشنبې په ورځ یو رپوټ خپور کړ او هغه کې ېې ويلي وو چې د اوکراين جګړې پر مهال په ملکي سیمو کې د اوکرايني ځواکونو حضور د ملکي تلفاتو خطر زیاتوي.

دغه رپوټ د اوکراین د ولسمشر ولادیمیر زیلنسکي سخته غوسه راوپاروله.

رويټرز خبري آژانس په حواله دغه سازمان په یوه ایمیل کې داسې لیکلي دي: «آمنیستي انترنیشنل پر دې ژوره خواشينې ده چې د اوکرايني ځواکونو د جنګي تکتيکونو په اړه زموږ اعلاميه د خپګان او غوسې سبب واقع شوې ده.»

زيلنسکي د بخښنې نړيوال سازمان پر دې تورن کړ چې هڅه کوي پر اوکراین د روسې يرغل مسئوليت مخته یوسي. په اوکراین کې د بخښنې نړیوال سازمان مشرې اوکسانا پوکالچوک بیا دغه رپوټ مسکو ته د تبلیغاتو يوه ډالې ښودلې ده.

 آمنیستي زیاته کړې چې د اوکراین او په هره بله جګړه کې د ملکیانو له خونديتوب څخه اطمینان ترلاسه کول، د دوی لومړيتوب دی.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب