د بخښنې نړیوال سازمان د بې پیلوټه الوتکو بریدونه وغندل
۱۳۹۲ مهر ۳۰, سهشنبهد بخښنې نړیوال سازمان یا (Amnesty International) ویلې دي چې امریکا د بې پیلوټه الوتکو په وسیله په غیر قانوني ډول وژنې ترسره کړي دي چې د هغوې یو شمیر يې د جنګي جرمونو په کتار کې راځي. دې سازمان همداراز ویلي دي چې د واشنگټن چارواکي باید په دې اړه ځواب ووايي.
د بخښنې نړیوال سازمان دغه خبره په پاکستان کې د بې پیلوټه الوتکو د بریدونه په اړه په یوه رپوټ کې کړې ده. دغه رپوټ د سه شنبې په ورځ د «آیا راتلونکی هدف زه یم؟ په پاکستان کې د بې پیلوټه الوتکو بریدونه» تر عنوان لاندې خپور شوی دی.
په دغه رپوټ کې د پاکستان په شمال لویدیځو قبایلي سیمو کې د وروستیو وژنو رپوټ ورکړل شوې دی. د بخښنې نړیوال سازمان پر ملګروملتونو باندې فشار اچولی دی چې د امریکا له خوا د بې پيلوټه الوتکو د بریدونو مخالفت وکړي.
د یادونې وړ ده چې د پاکستان لومړی وزیر نوازشریف، اوس په متحده ایالاتو کې دی. هغه به د چهارشنبې په ورځ له بارک اوباما سره ملاقات وکړي. د آلمان خبري آژانس په حواله په پاکستان کې د بې پيلوټه الوتکو د بریدونو مساله به د دواړو چارواکو د بحث اصلي موضوع وي.
له افغانستان سره په پوله کې د پاکستان په قبایلي سیمو کې د بې پیلوټه الوتکو بریدونه ترسره کیږي چې په پاکستان کې ورته په ډیره بده سترګه کتل کیږي. خو د واشنګټن حکومت دغه بریدونه د طالبانو او القاعدې د شبکۍ پر وړاندې یوه کامیابه وسله بولي.
د پاکستان حکومت په وار وار سره دغه بریدونه د خپل هیواد د خپلواکي خلاف بللي دي او د هغې پر وړاندې يي احتجاج کړی دی. د اګست په میاشت کې د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر جان کیري، ویلې وو چې د ترهګرو له خوا خطر مخ په کمیدو دی او ډیر ژر به په پاکستان کې د بې پیلوټه الوتکو بریدونه ختم شي.
په مې میاشت کې اوباما هم په خپله یوه وینا کې ویلې وو چې د روان کال تر پایه به له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د وتلو په غبرګون کې د بې پیلوټه الوتکو بریدونو ته اړتیا کمه شي.
د امریکايي چاروکو د دغه دریځ په غبرګون کې د بخښنې نړیوال سازمان په خپل نوې رپوټ کې پر امریکا تور لگولی دی چې د دغه هیواد د بې پیلوټه الوتکو د بریدونو پروګرام شفافه نه دی.
د بخښنې نړیوال سازمان له امریکا څخه غوښتي دي چې په پاکستان کې د بې پیلوټه الوتکو د بریدونو حقایق نړیوالو ته په ډاګه کړي. دغه سازمان زیاته کړی ده چې که چیرې د بې پيلوټه الوتکو د بریدونو په اړه کومه څیړنه ترسره شي نو د هغه تفصیل به هم خپور کړي.
په دې رپوټ کې پر واشنګټن باندې غږ شوی دی چې په غیر قانوني ډول د بي پيلوټه الوتکو په بریدونو کې د وژل شویو کسانو کورنیو ته رسیدګي وکړي او هغوی ته دې جبران خساره ورکړي.