1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
ټولنهسعودي عربستان

د بخښنې نړیوال سازمان: سعودي سږ کال ۱۰۰ کسان عدام کړي

۱۴۰۲ شهریور ۱۹, یکشنبه

د بخښنې نړیوال سازمان وايي، سعودي عربستان سږ کال لږ تر لږه ۱۰۰ کسان اعدام کړي دي. په دغه هېواد کې د اعدام تر ټولو لوړه کچه هم ثبت شوې ده.

د سعودي عربستان ولیعهد
د سعودي عربستان ولیعهدانځور: Saudi Press Agency/dpa/picture alliance

د بشري حقونو امینسټي د راپور له مخې په ۲۰۲۳ کال کې سعودي څه د پاسه ۱۰۰ کسان اعدام کړې دي.

د بشري حقونو فعالانو د جمعې پر ورځ د یوې خبرپاڼي د خپرولو سره ویلې چې دوی ډیری داسي موارد مستند کړي چې له مخې یې خلک پر خواله رسنیو له لیکلو او د مخدره توکو په جرایمو کې د ښکیلیدو له وجې محاکمه شوي.

دغه فعالان وایې چې یادې محاکمو کې نړیوال بشري  ستندردونه ندي مراعات شوي.

د مخالفینو په وړاندې تاوتریخوالی

د اګست په میاشت کې، محمد بن ناصر الغامدي، یو متقاعد استاد، په ټولنیزو رسنیو کې د هغه د فعالیتونو له امله په اعدام محکوم شو. هغه "د دین سره خیانت، د ټولنې امنیت ګډوډولو او د حکومت پر ضد د دسیسه جوړولو په تور" نیول شوی وو.

دا اعدامونه په پراخه کچه د ولیعهد شهزاده محمد بن سلمان د هڅو د یوې برخې په توګه لیدل کیږي څو د سلطنتي نظام مخالف غږونه له منځه یوسي.

ولیعهد سلمان چې له ۲۰۱۵ کال راهیسې د سعودي عربستان د مطلق شاهي نظام د اصلي واکمن په توګه پیژندل شوی، هڅه کوي چې په نړیواله کچه د خپل هیواد شهرت پیاوړی کړي او خپل ځان عصري نړۍ ته مدرن واکمن وښیي.

محمد بن سلمان ژمنه کړې چې د تاوتريخوالي پرته تر سره شوو جرمونو پورې اړوند اعدامونه به پای ته ورسوي، په داسې حال کې چې د هغه د واکمنۍ پرمهال د کلني اعدامونو شمیر نږدې دوه چنده شوی دی.

 

 

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل