1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«له طالبانو د حساب غوښتنې هڅې کمزورې دي»

شکیلا ابراهیم خیل
۱۴۰۳ خرداد ۳۰, چهارشنبه

د بخښنې نړیوال سازمان وایي چې نړیواله ټولنه دې د یوې همغږې تګلارې له مخې په افغانستان کې «د بنسټیزه کیدونکي تبعیضي سیسټم او د ښځو او نجونو انساني کرامت ته د بې احترامۍ» پر وړاندې ژر لاس په کار شي.

Pakistan Afghanistan Waffenstillstandsverhandlungen
د دې راپور له مخې، د ښځو د محرومیت په برخه کې دغه ټول بندیزونه د طالبانو له خوا د شاوخوا ۵۲ هغو فرمانونو له مخې تطبیق کیږي چې صادر کړي يې دي. انځور: Ebrahim Noroozi/AP Photo/picture alliance

د بخښنې نړیوال سازمان د سې شنبې په ورځ (جون ۱۸مه) د افغانستان له پاره د بشري حقونو په برخه کې د ملګرو ملتونو د ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارد بینیت، د وروستي راپور هرکلی وکړ، خو د دغه سازمان د بشري حقونو له شورا یې وغوښتل چې له طالبانو د حساب غوښنې له پاره دې ژر تر ژره اقدام وکړي.

د بخښنې نړیوال سازمان په دغې خبر پاڼه کې ویلي دي، په داسې حال کې چې طالبان په تنظیم شوي ډول داسې اقدمات کوي چې «ښایي د جنسيت ځورونه د بشریت ضد جنایت يو ډول وي» خو حساب ورکولو ته د دغي ډلي د حاضرولو په برخه کې د اقداماتو کچه کمروزې وه.

دغه سازمان ویلي دي، اړتیا ده چې «نړیواله ټولنه د یوې همغږې تګلارې له مخې د تبعیض، جلا کولو، انساني کرامت ته د سپکاوي او د ښځو او نجونو پر وړاندې د طالبانو د دریځ په اړه ژر لاس په کار شي.»د بخښنې نړیوال سازمان په دې اعلامیه کې د طالبانو له خوا غیرقانوني وژنې، شکنجې، په عام محضر کې سزا، خپلسري او غیر قانوني نیول، جبري ورکېدل او د کارپوهانو، خبریالانو او د بشري حقونو د فعالانو ځورول له بشري حقونو څخه د سرغړونې په توګه بلل شوي دي. دغه سازمان دا هم ویلي دي چې پر هزاره ګانو او شیعه ګانو د داعش بریدونه هم دوام لري.د بخښنې نړیوال سازمان ټینګار کړی دی چې له زده کړو د دوه میلیونو نجونو محرومیت او د لسګونو مظاهره کوونکو ښځو ورکېدل، نیول او شکنجه کول ښځې او نجونې له جدي رواني ستونزو سره مخ کړي دي. د دې ترڅنګ ښځې له اقتصادي پلوه هم کمزورې شوې دي.

د طالبانو په واکمنۍ کې ښځې او د هغوی د کار او ژوند مبارزه

03:23

This browser does not support the video element.

د بخښنې نړیوال سازمان اندېښنه څرګنده کړې ده چې په افغانستان کې د بشري حقونو  د جدي سرغړونو د شواهدو د راټولولو او ساتلو دغه راز د نړیوالو قوانینو سره سم د جرایمو د پلټنو له پاره هم کوم نړیوال میکانیزم نشته.د دغې خبر پاڼې په یوه برخه کې راغلي: «موږ د ملګرو ملتونو د بشري حقونو له شورا څخه غواړو چې په راتلونکې غونډه کې د یوه پریکړه لیک په صادرولو سره همدا ډول یوه اداره جوړه کړي.»

په دې وروستیو کې د افغانستان له پاره د بشري حقونو په برخه کې د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي په افغانستان کې د بشري حقونو د وضعیت په اړه د یو کلن راپور په وړاندې کولو سره ویلي دي چې په افغانستان کې د طالبانو له خوا د ښځو او نجونو د بشري حقونو په اړه سیستماتیک تبعیض او بې احترامي بنسټیزه شوې ده.

د دې راپور له مخې، د ښځو د محرومیت په برخه کې دغه ټول بندیزونه د طالبانو له خوا د شاوخوا ۵۲ هغو فرمانونو له مخې تطبیق کیږي چې صادر کړي يې دي.

آیا په افغانستان کې بشري وضیعت مخ پر خرابیدو دی؟

31:12

This browser does not support the video element.

 

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب