امنستي انترنيشنل: پاکستان د خپلو میلیونو اتباعو جاسوسي کوي
۱۴۰۴ شهریور ۱۸, سهشنبه
د رویترز د خبري آژانس د رپوټ له مخې، امنستي انترنيشنل يا د بخښنې نړیوال سازمان ویلي دي چې د ټیلیفوني اړیکو د یوه سیستم او د چین له خوا جوړ سوي انترنتي فایروال په مرسته چې ټولنیزې رسنۍ سانسوروي، پاکستان د خپلو په میلیونونو اتباعو جاسوسي کوي.
د بشري حقونو دغه سازمان په هغه رپوټ کې چې نن سه شنبه (۲۰۲۵ م کال د سپټمبر ۹مه) خپور سو، اعلان وکړ چې د پاکستان د ودې په حال کې د څارنې شبکه، د چینايي او غربي ټکنالوژیو څخه په کارونې سره جوړه سوې ده او مخالفین او د بیان آزادي یې تر لا زیات فشار لاندې راوستلې ده.
د دې سازمان په حواله، هغه سیاسي او رسنیزې آزادۍ چی پخوا لا محدودې سوې وې، په وروستیو کلونو کې په تیره بیا په ۲۰۲۲ م کال کې د پوځ او پخواني صدراعظم، عمران خان ترمنځ د کړکیچ له رامنځته کیدو وروسته لاپسې له ناوړه وضعيت سره مخ سوي دي. عمران خان وروسته ونیول سو او د هغه د گوند نور په زرونو کسان هم ونیول سول.
د بخښنې نړیوال سازمان ویلي دي چې د پاکستان استخباراتي سازمانونه کولای سي د قانوني مداخلې د مدیریت (LIMS) په نوم د یوه سیستم له لارې پر یوه وخت، حداقل ۴ میلیونه موبایل ټیلیفونونه تر څارنې لاندې ونیسي. سربیره پردې، د «WMS 2.0» په نوم یو فایروال چې د انترنټ ترافیک تر څارنې لاندې لري، کولای سي په عین وخت کې دوه میلیونه فعال کاروونکي بند کړي.
د بشري حقونو ددغه سازمان د معلوماتو له مخې، د څارنې دغه دوه سیستمونه په گډه سره داسې کار کوي چې یو یې استخباراتي سازمانونو ته اجازه ورکوي چې اړیکې او پیغامونه واوري په داسې حال کې چې هغه بل یې په ټول هیواد کې ویبسایټونه او ټولنیزې رسنۍ ورو کوي او یا یې هم بندوي.
د بخښنې په نړیوال سازمان کې د ټکنالوژۍ کارپوه، جوره فان برگن، رویترز ته وویل چې تر څارنې لاندې ټیلیفونونو شمېر ښايي ډیر وي، ځکه چې د موبایلونو د خدماتو څلورو سترو شرکتونو ته ویل سوي دي چې د قانوني مداخلې د مدیریت (LIMS) له سیستم سره وصل سي.
په رپوټ کې راغلي دي چې «پراخه څارنه پر ټولنې منفي اغیز کوي او خلک له خپلو حقونو که هغه په آنلاین ډول وي او که آفلاین، محروموي.»
د بخښنې نړیوالسازمان اعلان وکړ چې موندنې یې د اسلام آباد په عالي محکمې کې د ۲۰۲۴ م کال د یوې دوسیې له مخې دي. دغه دوسیه د پاکستان د پخواني صدراعظم، عمران خان د میرمنې، بشری بي بي د خصوصي اړیکو د رسوا کیدو په هکله وه.
د پاکستان د دفاع وزارت او استخباراتي سازمانونو په محکمه کې د ټیلیفوني مکالمو اوريدل او حتی د هغې د اوریدو د وړتيا درلودو خبره رد کړه. خو د مخابراتو د مقرراتو د تنظیم ادارې د پلټنو په ترڅ کې تأیید کړه چې مخکې یې مخابراتي شرکتونو ته امر کړی وو چې د قانوني مداخلې د مدیریت (LIMS) سیستم د « ټاکل سوو سازمانونو»له خوا د استفادې له پاره نصب کړي.
د پاکستان د ټکنالوژۍ، داخله او استخباراتو وزارتونو او د مخابراتو د مقرراتو د تنظیم ادارې، د بخښنې د نړیوال سازمان ددغه رپوټ په هکله، رویترز ته جواب نه دی ورکړی.
بهرني تأمین کوونکي؟
د بخښنې نړیوال سازمان ویلي دي چې پاکستان په اوس وخت کې د ویبسایټونو شاوخوا ۶۵۰ زره لینکونه تړلي دي او د یوتیوب، فیسبوک او ایکس په شان پلتفورمونه یې محدود کړي دي. دغه کنټرولونه د بلوچستان په ایالت کې چې له بغاوت سره مخ دی، لا پسې زیات دي.
د بلوچستان په ځينو سيمو کې حتی له کلونو راهېسې انترنټ قطع دی. د بشری حقونو ډلې ددغه هیواد پوځ، د بلوڅو او پښتنو د فعالانو په لادرکه کیدو او وژنو تورنوي، داسې تورونه چې پوځ یې تل ردوي.
د بخښنې نړیوال سازمان اعلان وکړ چې په دغه رپوټ کې همدارنگه د جواز ورکولو تړونونه، تجارتي معلومات او تخنیکي فایلونه رسوا سوي دي او هغه معلومات یې ارزولي دي چې د چین د فایروال تأمین کوونکي په پیکنگ کې له دولتي تصدیو سره وصلوي.
دغه سازمان ویلې دي چې دغه فایروال د چینایی شرکت «Geedge Networks» په مرسته چمتو کیږي. دغه شرکت په دې هکله د نظر د ورکولو پوښتنې ته جواب ونه وایه.
د اتریش د « IT:U» په پوهنتون کې د بشري حقونو او ټکنالوژۍ استاد، بن واگنر وویل چې د موبایل پر اړیکو باندې د څارنې مرکزونه د نړۍ په سطحه معمول دي، خو د عامو خلکو له پاره د انترنت فلټر کول نادر دي.
هغه وویل چې په پاکستان کې د دواړو سیسټمونو موجودیت «د بشري حقونو له نظره، د اندیښنې وړ یو پرمختگ دی» او «دا ښیي چې د دغه ډول وسایلو د کارولو په آسانه کیدو سره به، د بيان پر آزادۍ او خصوصي حریم باندې د محدودیتونو وضع کول لا پسې عام سي.»