د بدخشان اوسیدونکي مرستو ته سخته اړتیا لري
۱۳۹۰ دی ۲۸, چهارشنبهد بدخشان ولایت اوسیدونکي وایي چي د دغه ولایت په اتو ولسوالیو کي برف کوچونه راغلي دي چي خلک ئې له سختو ستونزو سره مخامخ کړي دي. د دغو ولسوالیو اوسیدونکي او د بدخشان د خلکو استازي وایي چي تر اوسه پوري له دوی سره د دولت او مرستندویه مؤسسو له خوا مرستي نه دي شوي.
اوس د ژغورونکو ډلو غړي چي ډیری ئې پولیس دي هڅه کوي چي تر واورو لاندي ګیر پاتي شوي کسان وژغوري، خو د وخت په تیریدو سره د ژوندي کسانو د پیدا کولو هیلي د کمیدو په حال کي دي.
په پارلمان کي د بدخشان ولایت پخواني استازي، اورنګ د ټلیفون پر کرښه آلمان غږ ته وویل چي لا تراوسه دغه ولایت ته مرستي نه دي رسیدلي. هغه زیاته کړه چي ځيني برف کوچ ځپلي خلک د مرګ له کواښ سره مخامخ دي.
د اورنګ په خبره له بیړنیو حالاتو سره د مبارزي اداره چي په بدخشان کي هم څانګه لري د برف کوچ له امله زیامنو شوو سیمو ته د تلو توان نه لري. اورنګ وایي د مرستو د نه رسیدو په صورت کي کیدای شي د مړو او زخمیانو شمیر سلګونو ته لوړ شي.
د اورنګ په خبره ډیر شمیر خلک د خوراکي توکو او درملو له کمښت سره مخامخ دي. هغه زیاتوي چي په هغو اتو ولسوالیو کي چي برف کوچونه راغلي دي د بدخشان له مرکز، فیض آباد سره ئې اړیکي شلیدلي دي او د خوراکي توکو بيي په کي پورته شوي دي.
دا په داسي حال کي ده چي د بدخشان د والي ویاند، معروف راسخ، د ستونزو شتون مني، خو ټینګار کوي چي د دوي ژغورونکې ډلي د سمه ییزو اوسیدونکو په ملاتړ له ګیر پاتي شوو کسانو سره مرسته کوي.
په بدخشان کي له يوې اونۍ راهيسې په دوامداره توګه واوري اوريږي چي د دغه ولایت اوسیدونکي ئې له ډیرو ستونزو سره مخامخ کړي دي.
په همدي حال کي وروستي رپورټونه وایي چي د چهارشنبي په ورځ د بدخشان ولایت چارواکو د ملي ارودو د څرخيو الوتکو په واسطه ځینو زیامن شوو ولسوالیو ته مرستي رسولي دي.
دویچه ویله/ جلالزی
کتونکی: مسعود جهش