1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د بدخشان د پامير يو شمېر اوسېدونکو تذکره ترلاسه کړي

۱۴۰۱ آبان ۱۷, سه‌شنبه

د طالبانو د ادارې د احصایې او اطلاعاتو ملي ریاست اعلان کړی دی چې د دې ادارې یوه پلاوي بدخشان ته د خپل سفر په ترڅ کې د پامیر د غرونو شاوخوا ۵۷۱ اوسېدونکو ته د تابعیت سندونه وېشلي دي.

Afghanistan Wakhan Nomaden Familie
انځور: Getty Images/G.Abbas

د طالبانو د حکومت د احصایې او اطلاعاتو د ملي ادارې په یوه خبرپاڼه کې چې په ټویټر پاڼه کې خپره شوې ده، راغلي دي چې په پامیر کې پاتې کسانو ته به په راتلونکي پړاو کې تذکرې ورکړل شي. د طالبانو د احصایې او معلوماتو ریاست د پامیر ولسوالۍ د اوسېدونکو د کره شمېر په اړه څه نه دي ویلي.

د بدخشان د واخان ولسوالۍ د پامیر غرنۍ سیمې اوسېدونکي د افغانستان له ډېرو محرومو وګړو څخه دي. سخت کنډو کپر سړکونه د دې لامل شوي چې اوسېدونکي يې د ژوند لومړنیو اسانتیاوو ته لاسرسی و نه لري.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب