1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د بدخشان چارواکي مني چې ارغنجخواه ولسوالي طالبانو نېولې ده

۱۳۹۸ فروردین ۱۰, شنبه

د بدخشان ولايت چارواکي مني چې د دغه ولايت ارغنجواه ولسوالي تيره شپه د وسلوالو طالبانو لاس ته لويدلې ده. په جګړه کې د يو شمير امنيتي ځواکونو د مرګ ژوبلې پخلی هم شوی دی.

Afghanistan Kämpfe gegen IS und Flucht von Zivilisten
انځور: DW/Omid Deedar

ارغنجخواه د بدخشان دريمه ولسوالي ده چې د وسلوالو طالبانو واک ته لويږي. د بدخشان والي احمد فیصل بيګزاد دويچه وله ته وويل: «په تيرو ۲۴ ساعتونو کې په ارغنجخواه ولسوالۍ کې د امنيتي ځواکونو او وسلوالو طالبانو تر منځ سخته جګړه روانه وه، هلته ميشت امنيتي ځواکونه بالاخره له دې امله چې ملکيانو او خپله دوی ته زيان نه وي رسيدلی، تيره شپه له ولسوالۍ څخه ووتل.»

د بدخشان والي د امنيتي ځواکونو له خوا د ولسوالۍ د پريښودو يو لامل د غرنيزو لارو او ورښتونو له امله پر وخت سيمې ته د کمکي ځواکونو نه رسيدل وښود. 

هغه د ولسوالۍ د سقوط يو لامل پر وخت د کمکي ځواکونو نه رسيدل په ګوته کړ. والي په ولسوالۍ کې د موجوده وضعيت په اړه وويل: «فعلا د ولسوالۍ په مرکز کې طالبان ځای پرځای شوي دي، د بيرته نيولو پر پلان يې کار روان دی، امنيتي چارواکي سيمې ته استول شوي او هلته حضور لري تر څو د ولسوالۍ د نيولو له پاره تدابير ونيسي.»

مرګ ژوبله

د بدخشان د ولايتي شورا غړی عبدالله ناجي نظري وايي چې د ارغنجخواه ولسوالۍ په جګړه کې امنيتي ځواکونو ته مرګ ژوبله اوښتې ده: «دولس تنه امنيتي ځواکونه چې په هغو کې ملي پوځ، ملي پوليس او پاڅون کونکي شامل دي شهيدان شوي، پنځه تنه ژوندي نيول شوي او اووه اته کسان ټپیان دي.» نظري دغه راز وويل چې په ولسوالۍ کې د امنيتي ځواکونو وسايط او پوځي تجهيزات هم د وسلوالو طالبانو لاس ته ورغلي دي. 

د بدخشان د ولايتي شورا د دغه غړي په وينا د ارغنجخواه ولسوالۍ د سقوط په اړه له مخکې انديښنې موجودې وې او په اړه يې سيميزې ادارې، مرکزي حکومت او د امنيت شورا ته په وار وار رپوټونه ورکړل شوي دي، خو د حکومت د نه پاملرنې په نتيجه کې نن د طالبانو لاس ته ولويده.  

ولايتي شورا وايي تازه دمي ځواکونه لا بدخشان ته نه دي رسيدليانځور: DW/S. Tanha

هغه وويل دا په تيرو څلورو کلونو کې د بدخشان دريمه ولسوالي ده چې د حکومت د نه پاملرنې له امله د طالبانو لاس ته لويږي. تر دې مخکې د بدخشان وردوج او يمګان ولسواليانې د طالبانو لاس ته ورغلي دې.

د ارغنجخواه ولسوالۍ اهميت

نظري د ارغنجخواه ولسوالي چې د ولايت مرکز، فيض آباد ښار او بهارک ولسوالۍ سره وصل ده، د بدخشان يوه ستراتيژيکه ولسوالي وګڼله چې د دغه ولايت د ۱۲ ولسواليو لويه لاره ورڅخه تيريږي. هغه په دې برخه کې د انديښنې په ښودلو وويل: «په ارغنجخواه ولسوالۍ کې د مخالفانو شتون د دې لامل واقع کيږي چې د فيض آباد ښار هم تر ګواښ لاندې وي، ځکه له فيض آباد سره ګاونډۍ ده.»

د بدخشان چارواکي د ارغنجخواه ولسوالۍ د سقوط نور لاملونه غرنۍ سيمه، سختې لارې او د هوا خرابوالی ښيي.

دوی وايي چې د هوا ښه کيدو او له مرکز يا زون څخه دغه ولايت ته د تازه دمي ځواکونو راتلو ته په تمه دي، چې په رسيدلو سره به يې د ارغنجخواه ولسوالۍ د بيرته نيولو په موخه علميات پيل شي.

م. ک. ص/ ن. ص

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب