هرمز تنګي ته د بریتانیا د سمندري ځواکونو د جنګي بیړۍ تګ
۱۴۰۵ اردیبهشت ۱۹, شنبه
د بریتانیا د شاهي سمندري ځواکونو اړوند د ایچ. ام. اس ډراګن ۴۵ ډوله ویجاړونکې جنګي بیړۍ، به په سیمه کې مخکې له مخکې ځای پر ځای شي څو چمتو وي چې د بریتانیا او فرانسې په مشرۍ له جوړ شوي نوښت سره یوځای شي. دغه پوځي نوښت د ایران او امریکا او اسرائیلو ترمنځ د جګړې له پای وروسته د یادې سیمې امنیتي مسوولیت پر غاړه اخلي.
په سیمه کې یو نازک اوربند لا هم ټینګ دی، خو د جمعې ورځې بریدونو کې امریکايي ځواکونو دوه ایراني ټانکرونه په نښه کړل چې هڅه یې کوله د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له خوا لګېدلی بندیز مات کړي.
دا وړاندیز شوی ماموریت چې د بریتانیا لومړي وزیر کیر سټارمر او د فرانسې ولسمشر امانویل مکرون یې ملاتړ کوي، د هغو هېوادونو ائتلاف به ولري چې غواړي په دغه تنګي کې د تګ راتګ ازادي خوندي کړي. هرمز تنګی د نړیوالو تېلو او ګازو لپاره یوه حیاتي لار ده، او همداراز نور توکي لکه زراعتې سرې او نور د اړتیا وړ توکي هم له همدې لارې لېږدول کېږي.
د بریتانیا د دفاع وزارت ویاند وویل: «موږ تاییدولی شو چې ایچ ام اس ډرګن جنګي بیړۍ به منځني ختیځ ته واستول شي څو د هر راتلونکي څو مليتي ماموریت لپاره له وړاندې نه په سیمه کې ځای پر ځای شي، ترڅو د شرایطو برابریدو په صورت کې د نړیوالو بېړیو ساتنه وکړي.
د بریتانیا د شاهي سمندري ځواکونو اړوند دغه جنګي بیړۍ په قبرس کې د برتانیې له اډو دفاع یې کوله، له دې سیمې د لېږد پرېکړه به دې ویجاړوونکې بېړۍ ته اجازه ورکړي چې که په هرمز تنګي کې دفاعي ماموریت پیل شي، سمدستي پکې ونډه واخلي.