1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

تبصره: د آزادۍ له پاره مبارزه پای ته نه ده رسيدلې

۱۳۹۸ آبان ۱۸, شنبه

په آلمان کې د برلين ديوال ړنګيدل، د نړۍ د آزادۍ پر يو سمبول باندې اوښتی دی. آلمان په داسې حال کې د برلين ديوال د ړنګيدو ۳۰مه کليزه لمانځي، چې لا هم د يو ګډ هويت له پاره خپلې مبارزې ته ادامه ورکوي. د ايينس پوهل تبصره:

Ines Pohl Kommentarbild App
انځور: DW/P. Böll

د دويچه ويله مسئوله مديره، ايينس پوهل وايي چې دغه امر پر دې دلالت کوي چې يوې آزادې ټولنې له پاره مبارزه تل له نوو ستونزو سره مخ وي.

 هر هغه چا چې داسې فکر کاوه چې ګواکې د برلين ديوال په ړنګيدو او د اوسپنيزو پردو په پرانيستلو سره، نور د «مرګ چاپيريال» او د پياوړ سرحدي تاسيساتو زمانه پاي ته رسيدلی، لويه اشتباه يې کړې وه. برعکس: ۳۰ کاله وروسته، ديوالونه يو ځل بيا بيرته خپل نړيوال راڅرګنديدل تجربه کوي. نه يوازې د امريکا او مکسيکو تر منځ پر ګډه پوله، بلکې د فلسطين او اسرائيل پر سرحد، د دوو کورياګانو او حتی د اروپايي اتحاديې په منځ کې ديوالونه په چټکۍ سره د پورته کيدو په حال کې دي. همدا ډول پر سرحدونو باندې کنترول له سره نيول کيږي. په همدې دليل، په دې برخه کې آلمان لور ته کتل ډيره لذت بخښونکې ده او دا د خوشالۍ ځای دی. 

پر اعتماد باندې تکيه

 د ختيځ آلمان اوسيدونکو د «ګلاسنوست» يا «شفافيت» او د پروستروایکا يا «بيارغونې» په ملاتړ، او همدارنګه د پولنديانو او هنګريانو په مرسته وتوانيدل چې په يو واقعي سوليز انقلاب کې هغه ديوال چې آلمان يې پر دوو برخو ختيځ او لويديځ ويشلی وو، ړنک کړي.

د ۱۹۸۹ کال د نوامبر مياشتې په نهمه او له هغه مخکې د توپک هيڅ ډز ونه شو او هيڅ څوک ټپي هم نه شو. د يو داسې متحد آلمان رامنځ ته کيدل چې د نړيوالو حقوقو پر بنست ولاړ وي، يوازې د يولسو مياشتو په دننه کمې ممکن وګرځيد. دغه امکان د امريکا متحده ايالاتو په مشرۍ پر نړيوالې ټولنې، د ګورباچف په مشرۍ د شوروي اتحاد او د فرانسې او بريتانيا د ملاتړ په نتيجه کې رامنځ ته شو. که څه هم په دې برخه کې د فرانسې او بريتانيا ملاتړ له يو څه ځنډ سره مل وو. له دې لارې د يو داسې آلمان د جوړيدو له پاره هڅه وشوې چې بنسټ او ستنې يې پر يو ټولنيز حکومت باندې ولاړې وي، داسې يو آلمان چې مشترکې زيربناوې او ډير نور هغه څه ولري چې اړتيا يې وه تر څو له د دوو متفاوتو برخو څخه يو موثر حکومت رامنځ ته شي.

انځور: picture alliance/Lehtikuva Oy

هيلو ته ليوالتيا

 له همدې کبله دا د تعجب ځای نه دی چې د دوو آلمانانونو د يو ځای کيدو په دغې ديرشمه کليزې کې نړۍ يو ځل بيا خپل پام آلمان لور ته اړولی دی.

دا په داسې حال کې ده چې په دغو ورځو کې په آلمان کې ډير لږ داسې څه تر سترګو کيدل چې هغه د خوشالۍ او يا حتی د لاسته راوړنو د يو وياړ په توګه پرې حساب وشوي. په مقابل کې يې آلمان د هيواد دننه سیاسي مبارزو ته اوږه ورکړه چې دا د سیاسي تحولاتو د رامنځ ته کيدو سبب واقع شول. د دغو تحولاتو د تيرو ديرشو کلونو ټول سیاسي جوړښتونه په لړزه کې راوستلي دي. تر هر څه وړاندې موږ د ختيځ آلمان په ايالتونو کې د دې شاهدان يو چې ښي اړخي عوامپالان «د آلمان له پاره بدیل» غښتلي شوي چې دغې پديدې د يو متحد آلمان خبره تر پوښتنې لاندې راوستې ده. په دغې مسئله کې کولای شو د اروپا له رول څخه نيولې د مهاجرت تر سياستونو پورې شاهدان واوسو. دغه ګوند د خپلو ناسيونالیستي او نژادپرستانه عقايدو پر اساس د نړۍ او انسانانو پر وړاندې ولاړ دی. په دا ډول يو وضعيت کې هغه ستر ګوندونه چې د خلکو پراخ ملاتړ له ځانه سره لري، خپل اهميت له لاسه ورکوي او د حکومت تشکيلول په پر له پسې توګه سختيږي. د ډاډګيرنې او حساب ورکولو هغه وړتياوې چې آلمان په کې نوم درولود، په دغو ورځو کې يې په اړه څه نه اوريدل کيږي.

په حاضر وخت کې د ښي اړخو عوامپالو رامخته کيدل په هيڅ صورت کې داسې يوه پديده نه ده چې يوازې آلمان پورې محدوده وي.  دلته داسې ډير ځانګړي دلايل شتون لري چې هغه د دغه هيواد له ويش سره تړاو لرو. د ختيځ آلمان اکثره اوسيدونکي چې هغوی په ډيرې زړورتيا سره دموکراتيک آلمان ته د پای ټکی کيښود، دغه ټول تحولات وزغمل، خو تر نن ورځې پورې څرنګه چې بايد د آلمان په پارلمان کې ورته د پښو ځای ورکړل شوی وی، په ښه توګه په رسميت ونه پيژاندل شول. دغه نه پاملرنه او بې پروايي اوس د خپل غچ اخیستلو په حال کې ده.

نړيوالو کشمکشونو او د نه اعتماد عمومي فضا ته په کتو، آلمان د خپل يووالي په ديرشمه کليزه کې په اساسي توګه له خپل ځان سره په بحث او جنجال کې راګير دی.

د برلين ديوالانځور: DW/H. Rawlinson

کوم هيواد غواړي د آلمان په څير واسئ؟

هغه هيواد چې په کنيسو کې راټول شوي يهوديان د عبادت پر مهال د ويرې احساس لري؟

هغه هيواد چې کله يې سياستوال د ښي اړخو عوامپالو د عقايدو او د هغو د سياستو پر وړاندې د دريځ غوره کيدو په صورت کې، بايد د خپل ژوند د لاسه ورکولو ويره ولري؟

آیا آلمان غواړي داسې يو هيواد وي چې بايد له ټولنه سره يې تعلق لرل، د يو معياري رنګ او پوست سره تړاو ولري؟

له پورتنيو پوښتنو څخه راولاړو شوو ټولو فشارونو ته په کتو، موږ به د برلين ديوال د پرځيدو په ديرشمه کليزه کې داسې خوشاليانو چې د آزادۍ احساس له ځانه سره ولري، شاهدان ونه اوسو. په هر حال، زه خپل هيواد له پاره داسې هيله کوم چې د برلين ديوال د پرځيدو د ياد دغه ورځې، موږ ته جرئت راکړي. زه آرزو لرم چې د يادښت په دغه جشن کې موږ له خپل ځان څخه پوښتنه وکړو چې زموږ هيواد د روانۍ پيړۍ په اوسط کې بايد څه ډول وي: زما ارزونه د يو هوښيار او له ويرې پرته هيواد دی چې زموږ د اساسي قانون پر بنست ټينګ ولاړ وی.

 موږ بايد آګاه واوسو چې ډير هغه موارد چې په دغه اساسي قانون کې حک شوي دي، اوس تر پوښتو لاندې راځي. زه هيله مند يم، په داسې حال کې چې موږ په دغو ورځو کې د خپلو پخوانيو شهامتونو لمانځنه کوو، وشو کړای له هغو څخه د يوې ښې راتلونکې له پاره مبارزه وکړو چې په هغې کې آزادی او عدالت تامين وي او قدرت په لاس راړو.

د ايينس پوهل تبصره

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل