1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د برلين د غونډي اصلي موضوع افغانستان او ليبيا جوړوي

۱۳۹۰ فروردین ۲۵, پنجشنبه

د ناټو د غړو هيوادونو د بهرنيو چارو زيران او د هغه څه د پاسه۲۰ همکار هيوادونه نن او سبا د آلمان په پلازمېنه، برلين کي سره راټول سوي، ترڅو د افغانستان، ليبيا او د ناټو د غړو د خپل منځي اړيکو پر سر خبري وکړي.

د المان د بهرنيو چارو وزارت ودانۍ
د المان د بهرنيو چارو وزارت ودانۍانځور: dpa Zentralbild

په ليزبن کي د شمالي اتلانتيک د تړون د سازمان، ناټو، د ۲۰۱۰ کال د نومبر د مياشتي را په دې خوا کله چي د غړو هيوادونو مشرانو د دغه سازمان د يوې نوي ستراتيژي پريکړه وکړه، دا لومړی ځل دی چي د هغه د بهرنيو چارو وزيران سره راټوليږي.

د نومړي ستراتيژي له تصويب څخه وروسته چي څرنګه ناتو ګډو امنيتي ګواښونو ته د حل لاره پيدا کوي، د افغانستان پر جګړې سر بيره د ليبيا د پوځي عملياتو قومانده يې هم په غاړه واخيستله.

نن له غرمي وروسته د ناټو د بهرنيو چارو وزيران په لومړي سر کي د ليبيا د عملياتو پر سر خبري کوي. ناتو د دغو عملياتو قومانده د مارچ په ۳۱ وروسته له هغي واخيستله چي د ملګرو ملتو د امنيت شورا د خپلي ۱۹۷۳ پريکړي سره يي د ليبيا په هوايي قلمرو کي د معمر القذافي د رژيم د هوايي ځواک پر الوتني باندي بنديز ولګاوه.

د برلين په غونډه کي ټول ۳۴ هيوادونه چي په ليبيا کي په «متحد ساتونکوعملياتو» کي ګډون لري سره راغونډيږي ترڅو د عمل په ساحه کي د پرمختګ او د ليبيا د کړکيچ د سياسي حل لپاره پر نړيوالو هڅو باندي وږغيږي.

په برلين کي د ليبيا ترغونډي وروسته د نړۍ د ۴۸ هيوادونو د بهرنيو چارو وزيران او استازي چي د ناټو تر مشرۍ لاندي په نړيوال امنيتي مرستندوی ځواک، ايساف، کي پوځي ونډه لري د افغانستان په هکله سره ږغيږي.

افغان امنيتي ځواکونو ته د مسووليت سپارلو مسأله د دغي غونډي مهمه موضوع جوړوي. تير کال په ليزبن کي د ناتو په سرمشريزه کي سربيره پر دې چي موافقه وسوه چي تر ۲۰۱۴ کال پوري به په ټول افغانستان کي امنيتي مسووليت افغان ځواکونو ته سپارل کيږي او لاره به له افغانستان څخه د نړيوالو سرتيرو د وتلو لپاره برابريږي، له افغانستان سره د ناټو د يوې اوږدي مودي مشارکت باندي هم توافق وسو.

د بهرنيو چارو وزيران به نن په دي هکله وږغيږي چي څنګه دغه مشارکت د عمل په ډګر د همکارۍ د هغو اقداماتو سره چي سږکال پيليږي، پلي سي.

د افغانستان په وروستيو احتجاجونو کي چي په څو ښارونو لکه مزار شريف او کندهار کي خونړي بڼي ونيولې، د افغان امنيتي ځواکونو توانمندي چي وکړای سي په يوازيتوب سره امنيت خوندي وساتي تر پوښتني لاندي راغله.

د برلين غوندي ته افغان پلاوي چي په سر کي يې د بهرنيو چارو وزير زلمي رسول او د دفاع وزيرعبدالر رحيم وردک دي ورغلي دي.

عبدالباري حکيم/ برلين

کتونکی: نجيب الله زيارمل

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل
د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب