1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيا

د برلین یوه چارواکي په قصدي توګه ځان په کرونا ویروس اخته کړی

۱۳۹۹ فروردین ۱۴, پنجشنبه

د برلین د یوې ناحیې ښاروال شتیفن فون داسیل، له خپلې هغې پریکړې دفاع کړې ده چې په ترڅ کې یې ده په قصدي توګه ځان د کرونا په ویروس اخته کړی وو ترڅو یې پر وړاندې معافیت ترلاسه کړی.

Pressekonferenz mit Stephan von Dassel
انځور: picture-alliance/dpa/J. Carstensen

د برلین د یوې ناحیې ښاروال د چهارشنبې په ورځ وویل چې ځکه یې ځان په قصدي توګه په کرونا ویروس اخته کړ چې غوښتل یې د هغه په مقابل کې معافیت ترلاسه کړي.

د برلین میتې سیمې ښاروال شفیفن فون داسیل،د RBB رسنۍ ته وویل: «زه تر هغه مودې چې ما یې فکر کاوه د ډیر وخت له پاره ناروغه وم. ما ځان څه نا څه په قصدي توګه په ویروس اخته کړ چې پر وړاندې یې معافیت ترلاسه کړم او بیا یې نه چا ته انتقال کړم او هم ما له چا ونیسي. خو دغه ناروغۍ تر هغه چې ما فکر کوه ډیره زیاته خرابه وه.»

دغه ۵۳ کلن ځايي چارواکي له خپلې دې پریکړې څخه دفاع وکړه. دا په داسې حال کې ده چې د کرونا ویروس کیدای شي آن ځوان کسان هم ووژني. په ډیر عمر لرونکو کې هم د دې ویروس له کبله د رامنځ ته کیدونکو تلفاتو شمیر ډیر لوړ دی.

شتیفن فون داسیل روښانه کړې چې غوښتل یې په دې ویروس تر اخته کیدو او ترې بیرته رغیدو وروسته، خپل کار ته دوام ورکړي. هغه وویل چې غوښتل یې د هغه وخت له پاره صحتمنده سي چې امکان لري نور ځايي چارواکي په دې ویروس اخته شويوي.

برلين ښار په اوس وخت کېانځور: picture-alliance/GES/M. Ibo Güngör

دا په داسې حال کې ده چې د فون داسیل اقدامات د هغو سپارښتنو خلاف دي چې د آلمان روغتیایي چارواکي یې د دې هیواد اوسیدونکو ته ورکوي. په دغو سپارښتنو کې د ټولنیز واټن ساتل هم شامل دي.

ایا دا یوازې یوه غلط فهمي وه؟

فون داسیل پر خپل تویتر ټولنیزې پاڼې باندې لیکلي دي: «ښايي نن په راډیو کې زما له خبرو ناسم مفهوم اخیستل شوی وي. خو زما کړه وړه مسئولانه ول او همدا اوس هم مسئولانه دي. زه په قرنطین کې وم، یم او پاتې کیږم او دا کار تر هغه وخته وکړم چې نور راکې ویروس نه وي.»

د هغه په تویت کې راغلي وه چې ده پکې د ۱۴ ورځو له پاره په فرنطین کې د پاتې کیدو اعلان کړی دی.

فون داسیل د کرونا ویروس له خپلې ملګرې څخه چې له ده سره یوځای اوسیږي،اخیستی دی. ده ویلي دي، له دې کبله چې دی باید د خپلې ملګرې په خاطر هم ۱۴ ورځې قرنطین شوی وې، نو په همدې خاطر په دې ویروس اخته شو.

ms/nz (AP, AFP)

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب