د کاناډا صدراعظم جستن ترودو ویلي دي چي مخکي تردې چي هغوی په کاناډا کي یو اپارتمان ونیسي، باید مالي امکانات یې معلوم سي. خو په اصطلاح د «میکزیت» خبره هم دقیقاً د «بریکزیت» په شان پر پیسو باندي ده: تر هغه وروسته چي شهزاده هېرې او مېگن په تعجب آوره ډول سره د بریتانیا له شاهي خاندان څخه د دباندي وتلو اعلان وکړ او ویې غوښتل چي له خپل زوی ارچئ سره یوځای په کاناډا کي د اوسیدو یوځای پیدا کړي، د کاناډا حکومت متردد او زړه نازړه دی.
انځور: AFP/D. Leal-Olivas حکومت تر اوسه پوري تصمیم نه دی نیولی چي ایا غواړي ددغه فامیل د ساتلو له پاره لازم پرسونل په اختیار کي ورکړي او هم یې تمویل کړي.
صدراعظم جستن ترودو وویل: «زه گومان کوم چي دا د ملاحظاتو یوه ضروري برخه ده او په دې ارتباط خبري جریان لري. خو موږ ډاډه نه یوو، چي وروستئ تصمیم به څه ډول وي.«
کاناډایان اساساً ددې ډیرملاتړ کوي چي دغي جوړې په خپل هیواد کي ژوند کړی وای.
د شازاده هيري او ميگن د ميني کيسه
د دوشنبې په ورځ د شازاده هيري مېرمن ميگن زوی وزيږاوه. دا خبر اوس په رسمي توگه هم تائید شو. تازه مور شوې ميگن او شازاده هيري دواړه ډېر خوښ دي. د ميني دغه شاهې کيسه څرنگه پېل شوه؟ انځور: picture-alliance/empics/D. Lawson د ۲۰۱۹م کال د مي پر۶ نيټه د شازاده هيري او د هغه د مېرمن ميگن کره لومړی زوی وزيږيد. د هغه نوم تر اوسه پټ ساتل شوی دی او د انځور ليدو ته یې هم باید نړۍ يو څه انتظار وکړي. خو خوندروه خبره داده چې دغه کوچنی به په رسمي توگه شازاده نه وي. تر هغه چې ملکه الیزابت يوه استثناء رامنځته کړي او هغه ته شاهي لقب ورکړي.
انځور: picture-alliance/dpa/F. May امريکايۍ فلمي ستورۍ ميگن مارکل او شازاده هيري په لومړي ځل د ۲۰۱۶م کال په جولای مياشت کې ليدلي ول. دوی د مشترکو دوستانو له لاري يو له بل سره آشنا شول. پوره يو کال وروسته بيا دا خبره رسمي شوه: د «ويني فير» جایزو په مراسمو کې دوی وويل چې «موږ يو له بل سره مينه لرو.» د ۲۰۱۸م کال د می مياشتي پر۱۹ نيټه دواړو د لندن په ويستمنتر کليسا کې واده وکړ. پرنس هيري د بريتانيا باچاهۍ ته په شپږ ځای کې ولاړ دی.
انځور: Reuters/J. Brady د شازاده چارلس او شازادگۍ ديانا کشر زوی، شازاده هېري په ۱۹۸۴م کال کې زيږيدلی دی. ماشومتوب یې د مور او پلار ترمنځ له طلاق او د مور د وختي مړېنې له وجې تر سيوري لاندي راغلی دی.
انځور: Johny Eggitt/AFP/Getty Images شازادگۍ ديانا په ۱۹۹۷م کال کې په پاريس کې په ترافيکي پېښه کې مړه شوه. هيري هغه وخت ۱۲کلن او ورور یې ويليم ۱۵ کلن وو. دغه انځور په ويستمنستر کليسا کې د هغي شېبې دی چې د شازادگۍ ديانا د تابوت ترڅنگ ولاړ دي.
انځور: Adam Butler/AFP/Getty Images شازاده هيري د ۲۰۱۸م کال په پېل کې په يوه مرکه کې ويلي ول چې څرنگه یې ټول ژوند له دې شوک څخه د راوتلو له پاره مبارزه وکړه. له«Daily Telegraph» سره د رواني روغتيا د يوه کمپاین د ملاتړ په موخه په يوه مرکه کې وويل چې هغه څو وارې داسې حالت ته رسیدلی وو چې نزدې وه هر څه له لاسه ورکړي.
انځور: Thomas Coex/AFP/Getty Images هيري چې کله ځوان شو نو يوه پارتي او محفل به ترې نه پاتېده او تل به په افتضاحو کې ښکيل وو. هغه به تل د ښکلو نجونو ترڅنگ ليدل کيد. هغه يو وار د «Newsweek» په نوم ورځپاڼې ته ويلي ول چې غواړي له شاهي کورنۍ څخه ووځي.
انځور: Chris Jackson/Getty Images پرنس هيري لس کاله د برېتانيا په پوځ کې دنده ترسره کړه. په دې ترڅ کې نوموړی دوه واري افغانستان ته هم تللی وو او هلته یې دنده ترسره کړې وه. په پوځ کې تر کاري مودې وروسته هغه نه يوازې په بريتانيا کې دننه، بلکې په ټوله نړۍ کې ډېر مجبوبيت پېدا کړ.
انځور: picture-alliance/AP Photo/K. Wigglesworth مېگن مارکل تر مخکې چې نوم یې په ۲۰۱۶م کال کې په لومړي ځل د ورځپاڼو پر لومړيو مخونو را څرگند شو، ډېرو لږو بريتانويانو پيژندله. هغه چې په ۱۹۸۱م کال کې په لاس اينجلس کې زيږيدلې وه، د «Suits» په نامه له يوه تلویزيوني سريال له لارې ډېره مشهوره شوه. په لومړي سر کې په بريتانيا کې د هغې په اړه له تعصوب څخه ډکې څرگندونې هم وشوې.
انځور: picture-alliance/empics/D. Lawson انتقاد کوونکو پر ميگن دا نيوکه کوله چې هغه له شازاده هيري سره تر واده دمخه يو وار مخکې هم واده شوې وه. خو د فلم جوړوونکي تريور انگلسن سره تر واده وروسته ژر جلا شوه. د مود او ژوند په اړه په خپل بلوگ کې چې اوس تړل شوی دی، هغې په ډېر وياړ ويل چې خپلواکه ده.
انځور: picture-alliance/AP Invision/J. Strauss ميگن هم د شازاده هيري په شان په ټولنیزه توگه ډېره فعاله ده. هغه د کاناډا د خير ښې گڼې سازمان سفيره ده چې د پرمختگ په درشل کې ولاړو هېوادونو کې د ماشومانو له پاره هلې ځلې کوي. سربيره پر دې هغه له ملگرو ملتونو سره د ښځو د حقونو په برخه کې هم فعاله ده.
انځور: picture-alliance/SOLO Syndication/M. Large د شازاده واده د بکنگم ماڼۍ له خوا اعلان شو او وويل شول چې ملکه او د اندنبرو شازاده (ميړه یې) دغه نوې جوړې ته نیکې هيلې وړاندي کوي. شازادگان بايد له ملکې څخه د واده اجازه ترلاسه کړي. دلته روښانه کيږي چې شاهي کورنۍ څومره تغير کړی دی. پخوا دې امکان نه درلود چې يو شازاده له يوې طلاقې شوي ښځې سره واده وکړي.
انځور: Imago/ZUMA Press له آزاد ژوندانه سره مخه ښه په ساحل کې محفلونه او اوږده رخصتي نور د دغي ځواني جوړې له پاره ښايي پای ته رسيدلي وي. په راتلونکي کې بايد دواړه د خپل کوچني زوی پالني او روزنې ته پاملرنه وکړي. تازه زيږيدلی هلک د بريتانيا د ملکې الیزابت اتم کړوسی دی.
انځور: picture alliance/AP Images/D. Lipinski