دغه څيړنه د ارورا هیومينيترين انيشيئتيف (Aurora Humanitarian Initiative) په نوم ادارې له خوا ترسره شوې ده. د دغې څيړنې مطابق، ۳۸ سلنه بريتانویانو ویلي دي چې د لندن حکومت مهاجرو سره د مرستو په برخه کې لازم اقدامات نه ترسره کوي. ۵۲ سلنه نورې داسې رايې هم شتون لري چې په هغو کې په دې برخه کې د بريتانيا له حکومت څخه د لا ډير اقداماتو د ترسره کيدو غوښتنه شوې ده.
بريتانيا او مهاجر تر بريګزټ وروسته
د دغې څيړنې نتايج دا هم ښودلي چې په بريتانويانو کې د مهاجرو پر وړاندې مثبت احساسات د بريګزيت تر فيصلې وروسته زيات شوي دي. ترڅنګ بريتانيا کې د« وايند رش سکيندل» هم له مهاجرو څخه د ملاتړ په زياتيدو کې مرسته کړې ده.
خو د چارو کارپوهان بيا دغه مهاجرپسنده احساسات د حيرانتيا وړ نه ګڼي. دوی خبرداری ورکوي چې دغه وضعيت په چټکۍ سره بيرته بدلون هم موندلی شي.
له يادې ادارې څخه روبن وردانيان «تهامسن روئترز بنسټ» سره په خبرو کې ويلي دي: «دا ډیره د خوښۍ خبره ده چې په بريتانيا کې مهاجرو پر وړاندې د توکمي مسائیلو پر بنسټ چلند کې کموالی رامنځ ته شوی دی. په واقعيت کې بريتانيا د نورو هیوادونو په پرتله لږو مهاجرو ته پناه ورکوي، خو اوس دا پوښتنه رابرسيره کيږي چې په عمل کې به د دغو احساساتو شکل په څه ډول وي.»
د اروپايي اتحاديې د يورو ستيت ادارې د ارقامو پر بنسټ، په ۲۰۱۷م کال کې له نيم ميليون څخه زياتو مهاجرو په دغې اتحاديه کې خپلې د پناه غوښتنې درخواستونه وړاندې کړل چې له دې ډلې څخه ۷ سلنې درخواستونو ته د آلمان له خوا پناه ورکړل شوې.
ډيری دغه مهاجر د جګړه ځپلو هيوادونو افغانستان، سوريې او عراق څخه دي. د بريتانيا حکومت د ارقامو له مخې، دغه هيواد په ۲۰۱۷م کال کې د ۱۵ زره مهاجرو د پناه غوښتنې منلي دي.
خو دا چې په بريتانيا کې له مهاجرو څخه د ملاتړ کچه لوړه شوې ده، د چارو کارپوهان يې د حيرانتيا وړ پديده نه ګڼي. دوي خبرداری ورکوي چې د دې امکانات هم شته چې په دغه موجوده وضعيت کې په چټکۍ سره بدلون رامنځ شي.
د مهاجرت پر موضوع زموږ له آرشيف څخه يو انځوريز البوم:
آلمان سږ کال د نورو اروپایې هیوادونو په پرتله تر ټولو ډير مهاجر اخراج کړي دي. دا چي کوم اروپايي هيواد کوم شمېر پاکستاني مهاجر اخراج کړي دي، په دغه انځوريز راپور کي يې وګورئ:
انځور: picture alliance/dpa/J. Kalaeneپه تیرو پنځو کلونو کې نږدې ۴۰ زره پاکستاني مهاجر په غیر قانوني ډول په بریتانیا کې اوسیدل، چې د محکمې د حکم پر اساس ورته د هیواد پریښودلو ویل شوي ول. په همدې موده کې تر ۲۷ زرو ډیر پاکستاني مهاجر یا خو بیرته خپل هیواد ته ستانه شوي او یا هم کوم بل اروپایې هیواد تللي دي.
انځور: picture-alliance/dpa/J. Kalaene په تیرو پنځو کلونو کې په یونان کې داسې ۴۳ زره پاکستاني مهاجر موجود ول چې په دغه هیواد کې یې د استوګنې قانوني اسناد نه درلودل او دوی ته امر شوی وو چې له دغه هیواد څخه دې ووزي. په دې موده کې ۱۶۷۰۰ پاکستاني مهاجر له یونان څخه وتلي دي.
انځور: Getty Images/AFP/R. Lafabregueفرانسې له ۲۰۱۲ م څخه تر ۲۰۱۶ م کاله پورې په دغه هیواد کې هغو یولس نیم سوه مهاجرو ته له دغه هیواد څخه د وتلو امر وکړ چې د پناهندګۍ غوښتنلیکونه یې رد شوي دي. په دې موده کې یوازې ۲۶۵۰ پاکستاني مهاجر له فرانسې څخه وتلي دي.
انځور: picture-alliance/NurPhoto/A. Widakپه همدې موده کې نږدې اته زره پاکستاني مهاجرو ته د هسپانیې د پریښودلو امر شوي دي، خو د رسمي شمیرو له مخې یوازې شپږنیم سوه یې پاکستان ته ستانه شوي او یا هم کوم بل اروپایې هیواد ته یې پناه وړې.
انځور: dapdپه تیرو پنځو کلونو کې نږدې پنځه نیم زره داسې پاکستاني مهاجرو ته چې په دغه هیواد کې یې د اقامت اجازه نه درلوده له بلجیم څخه د وتلو امر شوی وو. په همدې منځ کې له دغه هیواد څخه د وتونکو پاکستاني مهاجرو شمیر ۷۶۵ تنه وو.
انځور: Getty Images/AFP/E. Dunandتر ۲۰۱۲ م کاله پورې یوازې شاوخوا ۳۷۵ تنه پاکستاني مهاجر داسې ول چې باید له آلمان څخه وتلي وای، خو په ۲۰۱۶ م کال کې د داسې کسانو شمیر ۲۴ سوو ته لوړ شو او په دغو پنځو کلونو کې د دا ډول مهاجرو مجموعي شمیر ۵۰۰۰ ته ورسید. د یورو سټیټ د شمیرو له مخې په همدې موده کې ۱۰۵۰ تنه پاکستاني مهاجر له آلمان څخه وتلي دي.
انځور: picture-alliance/dpa/B. Thissenپه تیرو پنځو کلونو کې په مجموع کې ۳۲۲۰ پاکستاني مهاجرو ته د دې هیواد له خاورې څخه د وتلو امر شوی دی. په همدې منځ کې یوازې ۵۳۵ تنه له دغه هیواد څخه وتلي دي.
انځور: Getty Images/AFP/Stringerهنګري له ۲۰۱۲ م کال څخه د ۲۰۱۶ م کال تر پای پورې نږدې ۳۰۰۰ پاکستاني مهاجر غیر قانوني بللي او له دغه هیواد څخه یې ورته د وتلو امر کړی وو. خو په همدې موده کې له دغه هیواد څخه نږدې ۱۵ سره مهاجر وتلي دي.
انځور: Jodi Hiltonد همدې پنځو کلونو په موده کې د ایټالیا حکومت هم تر دوه نیم زرو ډیرو پاکستاني مهاجرو ته له دې هیواد څخه د وتلو امر کړی دی. خو د یورو سټیټ په حواله په همدې موده کې له ایټالیا څخه د وتونکو پاکستاني مهاجرو شمیر یوازې ۴۰۰ تنه دی.
انځور: picture-alliance/NurPhoto/A. Masielloپه ټوله اروپا کې مجموعي وضعیت
په مجموعي توګه د اروپایې اتحادیې په ۲۸ غړو هیوادونو کې تر ۱۲۸ زرو ډیر پاکستاني مهاجر په غیر قانوني توګه اوسیدل او دوی ته د محکمې او اړونده ادارو له خوا له دغو هیوادونو څخه د وتلو امر شوی وو. په مجموعي توګه ۵۴۷۰۰ پاکستاني مهاجر د اروپایې اتحادیې له غړو هیوادونو څخه وتلي دي.
لیکونکو: شمشیر حیدر
انځور: picture alliance/dpa/J. Kalaene