د بريتانيا يو وزير د يوې مينځي په خاطر استعفا وکړه
۱۳۹۲ بهمن ۲۰, یکشنبهد اروپا پارلمان د ټاکنو په درشل کي چي ټاکل سوې ده په می مياشت کي به تر سره سي بريتانيا د شرقي اروپا د غير قانوني کډوالو پر وړاندي اقدامات پيل کړي دي.
د بريتانيا د کډوالو چارو وزير مارک هارپر يوه مينځه چي بهرنۍ ده «غير قانوني» ده. دغه محافظه کاره سياستوال اوس له خپلي دندې څخه استعفا کړې ده.
هارپر په خپل استعفا خط کي د بريتانيا لومړي وزير ديويد کامرون ته ليکلي دي، چي دغي ښځي په ۲۰۰۷ کال کي د مقررۍ پرمهال ده ته قانوني اسناد برابر کړي ول. يوازي د روان کال په سر کي د اسنادو په بيا کنترول کي معلومه سوه چي هغې غلط اسناد وړاندي کړي دي او په بريتانيا کي «غير قانوني» اوسيږي.
هارپر لومړي وزير ته ليکلي دي چي د کډوالو چارو د وزير په توګه چي غواړي د کډوالۍ قانون نور هم سخت کړي لومړی يې بايد پر خپل ځان باندي تطبيق کړي. هغه دغه راز له کامرونه څخه د دغه کار په اړه بخښنه غوښتې ده.
د بريتانيا لومړي وزير دغه استعفا په «تاسف» سره منلې ده او يلي يې دي چي دا د هارپر يوه «شريفه پريکړه» وه. د دې له پاره هيڅ دليل نه سته چي وزير دي په دې پوهېدی چي دغه مينځه چي د هغه د کور کار يې کاوه په بريتانيا کي غير قانوني ژوند کوي.