«د بريد وروسته په آلمان کې ځان خجالت احساسوو»
شمس الرحمن ناصر۱۳۹۵ تیر ۳۱, پنجشنبه[No title]
دغې موضوع ته پر ورته موضوع لاندنی انځوريز البوم هم کتلای شئ:
له ډېر انتظار سره غوسه هم ډیریږي
له هغه راهیسي چې مقدونیا له یونان سره خپل سرحد تړلی دی نو په زرونو مهاجر هلته بند پاته دي. له همدې کبله د هغوی په منځ کی آخ او ډب هم زور اخیستی دی. له آتن څخه مرستندویه ټولنې اوس د مرستې غوښتنه کوي.
ایدومیني ته د کډوالو رارسیدل
حسن او محمد چې دواړه ورونه دي او له پاکستان څخه راغلي، د کثافاتو د یوې کڅوړې په واسطه هڅه کوي چی ځان ته اور بل کړي. مقدونیا، صربستان او سلوانیا یوازې هغو کډوالو ته د وړاندې تگ اجازه ورکوي چې له افغانستان، عراق او یا هم سوریې څخه راغلي وي. له همدې کبله ډیر کډوال د یونان په ایدومیني سیمه کې بند پاته دي. دلته د ۱۵۰۰ څخه تر ۲۰۰۰ کسانو پورې ژوند کوي.
د باندې په سړه هوا کې
که څه هم د بې سرحده ډاکټرانو په نامه مرستندویه سازمان د ۲۰۰۰ انسانانو له پاره لویې او گرمې خیمې برابری کړي دي خو د نوموړي سازمان د مشر انتونیس ریگاز په حواله بیا هم د زرو تنو په شا او خوا کې مهاجر مجبوره دي چې د باندې بیده سي. هغه زیاتوي چې د دولت څخه مو د لازیاتو مرستو غوښتنه وکړه، څو خپلې مرستې دوه برابره کړو، خو تر اوسه مو کوم ځواب نه دی تر لاسه کړی.
هیڅ ډول ملاتړ نه سته
له مراکش څخه یو تنکی ځوان د ټولو کډوالو له پاره د پولې د بیرته پرانیستو په هیله دی. خو د ریگاز په حواله دا کار ناممکنه دی. هغه وایي چې موږ غواړو دولت خپل استازی دغه ځای ته راواستوي، څو نوموړی حالت اداره او مرستې تر سره کړي. ریگاز زیاتوي چې په اوسمهال مرستندویه سازمانونه حالات کنترولوي، په داسي حال کې چې دا د دولت دنده ده.
د تابیعت پر اساس جلا کول
په اوس وخت کې هره ورځ په زرونو سوریایان، عراقیان او افغانان اجازه لري چې مقدونیا ته سفر وکړي. هغه کسان چې اجازه نه لري، ډیر په غوسه دي. له بنگله دیش څخه ۳۲ کلن شایمال ربیع وایی چې «موږ نه غواړو اروپا ته غیرقانوني سفر وکړو . موږ غواړو هلته په قانوني توگه ولاړ سو، موږ هم انسانان یو او له انسانی حقونو څخه برخمن یو. » د هغه په خبره کله چې له دغو درو هیوادونو انسانان اجازه لري نو دوی یې هم باید ولري.
د کډوالو تر منځ شخړې
دغه ډول ناوړه حالت د عصبانیت سبب هم گرځي. په وار وار سره په ایدومیني کې د هغوی ترمنځ نښتې او وهل او ټکول کیږي. له نیپال څخه راج وایي چی یوه ایراني د شخړې پر وخت دی وواهه. تیره جمعه د یوه مرستندویه سازمان ډاکټرانو د شمالي افریقا د دوو مهاجرو چې ټپیان شوي ول درملنه وکړه. په ځانگړې توگه د ډوډوۍ د ویشلو پر مهال دغه ډول نښتې رامنځته کیږي.
سوله ییزه مظاهره په زورزیاتي واوښته
تیره اوونۍ د غذایي اعتصاب له امله ځینو کډوالو خپلی شونډې وگنډلې. خو وروسته بیا یوه سوله ییزه مظاهره په تاوتریخوالي واوښته. د پراکسیس، په نامه له مرستندویه سازمان څخه فاتیني وایي چې دغه نښتې د مقدونیا له پولیسو سره رامنځته سوې، خلک عصباني دي. هغوی له دوو اونیو راهیسې حمام لا نه دی کړی، ځینې یې آن د ورځې الکهول هم چښي.
اضطراري حالت
په ایدومیني کی د UNHCR د ادارې مشر الکساندروس وایي چې د ۳۰ دقیقو په جریان کې گډوډوي رامنځته سوه، خو وروسته بیرته آرامي سوه. هغه زیاتوي موږ نه سو کولای هر څه پلان کړو. دا یو استثنایی حالت دی. موږ هڅه کوو چې د انسانانو ساتنه وکړو او مهاجر دې ته وهڅوو تر څو آتن ته ولاړ سي، چیرې چې د هغوی له پاره د المپیا په ستودیوم کې سرپناوې برابرې سوي دي.
«هغوی غواړی موږ جنگ ته واستوي»
رامي الطاهرې له یمن څخه دی. دغه ۲۲ کلن په خپل گرځنده تیلیفون کی د صنعا بمبارد سوی ښار راښیي. هغه له ۱۱ تنو خپلو نورو هیوادوالو سره دلته راغلی دی. دوی مجبوره سوي ول چې د حوثي یاغیانو سره یوځای سي. نوموړی وایي : «هغوی غواړي چی موږ بیرته جنگ ته ولاړ سو. خو موږ جنگ نه کوو، سعودیان به موږ ووژني. موږ به دلته تر هغو انتظار باسو چې سرحد بیرته پرانیستل سي.»
نوی «کاله»
د یونان د یوې صنفي اتحادیې غړي پر کډوالو باندې مرستې ویشي. د هغوی په خبره که دوی دغه مرستې ژر تر ژره ونه ویشي، نو دلته به هم لکه د فرانسې «کالا» نومې سیمې په څیر ناوړه حالت رامنځته سي. مرستندویان وایي چې د دوی په نظر به دغه مرستې کافي نه وي. هغوی بیره لري چې کډوال ښایي د ژمي په یخنۍ کې نورو ځایونو ته ولاړ سي، ځکه چې انساني قاچاقبران ډیر فعاله دي.
دوهم پلان به څه وي؟
څو ورځي مخکې مقدونیا، ایدومیني ته نژدې د یونان سره پر پوله درې کیلومتره اوږد دیوال پورته کړ. د صنفي اتحادیې مشر وایي چې له ټولې نړۍ څخه مرستندویان راځي، څو له کډوالو سره مرسته وکړي خو په وینا یې یوازې د یونان حکومت هیڅ هم نه کوي. هغوی اندیښنه لري چې په راتلونکو ورځو کې ښایي دغه سرحد په بشپړه توگه وتړل سي. کله چی هغوی ټول آتن ته انتقال شي، بیا به نو څه کیږي؟ د هغوی له پاره دوهم پلان څه دی؟