پر نورو سربیره «بي بي سي» او «سکای نيوز» شبکې د دوشنبې په ورځ د حکومتي سرچینو په حواله د برتيانيا د کورنیو چارو د وزیرې سويلا براورمن، له دندې د ګوښه کيدو خبرونه ورکړي دي.
د محافطه پال لومړي وزير رشي سوناک، د کابينې دغه سياستواله په دې وروستیو کې تلد لانجو او جنجالونو باعث شوې وه.
نوموړې پر نورو سربیره پولیس تورن کړي ول چې د فلسطيني پلوه مظاهره کوونکو له خوا په قانوني سرغړونو سترګې پټوي.
لکه څرنګه چې تېره اوونۍ د لومړي وزير رشي سوناک يوه وياند تائيد کړل نوموړې «ټايمز» ورځپاڼې له پاره په ليکل شوې يوې مقاله کې دا تورونه د لومړي وزير له دفتر سره له همغږۍ پرته نشر کړي ول. له همدې کبله د حکومت د دې ګام تمه کیدله.
نوموړې پر پوليس له احتجاجي مارشونو سره د دوه مخي چلند تور لګولی وو. اپوزیسيون بيا پر نوموړې دا تور پورې کړی وو چې د تېرې شنبې ورځې د فلسطينيانو په پلوۍ مظاهره کې د ترنګلتيا د رامنځته کید باعث ګرځېدلې ده. هغې تر دې د مخه هم په څو ځلي دا ډول لانجمنې څرګندونې کړي دي.
براورمن ته د ګوند د رهبرۍ له پاره د ښه چانس لرونکې نوماندې په سترګه کتل کيږي، که چېرې لکه څرنګه چې يې تمه کیږي، محافظه پال ګوند په راتلونکې کال کې د پارلمان په نظر کې نيول شوي ټاکنې وبایلي.
برحاله محافظه پال ګوند په نظر پوښتنو کې د اپوزيسيون د ليبر ګوند څخه شاته دی.
داسې ګومان هم کیده چې براورمن د پوليسو سره په انتقادونو او نورو ښی اړخه پاپوليستي څرګندونو سره غواړي چې د ګوند د ښی اړخه څانګې نوماندۍ ته ځان برابر کړي او حتی ښايي غوښتل یې چې له دندې ګوښه کړل شي.
جيمز کليورلي د براورمن ځای ناستی ټاکل شوی
د براورمن ګوښه کول به د اټکلونو پر اساس په کابينه کې د ډېرو بدلونو باعث وګرځي.
په لندن کې د لومړي وزير رشي سوناک حکومت د نوموړې ځای ناستی د بهرنیو چارو وزير جیمز کليورلي ټاکلی دی. د سوناک د محافظه پال ګوند په حواله به له دې پريکړې سره حکومتي ډله «پياوړي» شي.
د آلمان خبري آژانس په حواله د بريتانيا پخوانی لومړی وزير ډيوډ کيميرون د هېواد د بهرنيو چارو د نوي وزير په توګه غوره شوی دی.
زموږ له آرشیف څخه:
د بريتانيا وروستي ژر مستفعي شوي لومړي وزیران
ليز ترس د بريتانیا د لومړي وزيرې له دندې څخه استعفا وکړه. هغه له ۲۰۱۰م کال راهيسې د بريتانيا څلورمه لومړی وزيره ده چې د عمومي ټاکنو تر مخه استعفا کوي.
انځور: Daniel Leal/AFPليز ترس د لومړۍ وزيرې په توګه تر غوره کيدو ۴۵ ورځې وروسته له دندې استعفا وکړه، چې دا يو نوی ريکارډ دی. نوموړې انفلاسيون، د انرژۍ بحران او د اوکراين جګړې ته په اشارې سره وويل چې د «لومړي وزارت دوره یې د ستر اقتصادي بحران او نړيوالې بې ثباتۍ پر وخت پېل شوې وه.»
انځور: Leon Neal/Getty Imagesد ليز ترس ناکام اقتصادي پروګرام
ترس د مالیې خپل وزير کواسي کواتينګ تېره اوونۍ له دندې ګوښه کړ. حکومت د ۴۵ ميليارده پوندو مالیې راکمولو اعلان وکړ چې پرته له دې چې د دې تمويل په اړه یې کوم پلان وړاندې کړې وي چې دې څه مالي بازارونه سخت حيران کړل او د پوند او د بريتانيا د بها لرونکو اسنادو د سقوط باعث شول.
انځور: Stefan Rousseau/AP/picture allianceبورس جانسن د روان میلادي کال په جولای مياشت کې استعفا وکړه. د هغه د لومړي وزارت دوره د يو شمير افتضاحو او د هغه د خپل ګوند د پارلمان د ۵۰ استازو په استعفا ختمه شوه. د جانسن حکومت په ۲۰۲۰م کال کې له اروپايي اتحادیې څخه د بريتانيا د وتلو نظارت وکړ.
انځور: Frank Augstein/AP Photo/picture allianceتېريسا می په ۲۰۱۶م کال کې له اروپايي اتحایې څخه د وتلو په اړه تر ريفرنډم وروسته د ديود کيمیرون ځای ناستې شوه او د دغه ټولنې څخه د وتلو په اړه یې مذاکرات پېل کړل. نوموړې هغه وخت استعفا وکړه چې د پارلمان استازو د هغې له خوا له اروپايي ټولنې څخه د برتيانيا د وتلو په اړه وړاندې کړل شوي درې سره مسودې رد کړه.
انځور: TOLGA AKMEN/AFP/Getty Imagesديود کيمیرون (۲۰۱۰ - ۲۰۱۶)
ديود کيمیرون په ۲۰۱۰م کال کې له ليبرال ديموکراتانو سره د ائتلاف له لارې محافظه پال بيرته قدرت ته ورسول. د کیميرون ګوند په ۲۰۱۵م کال کې په ډېر لږ اکثريت بريالی شو – له دې سره سم پر نوموړي د هغه ژمنې د پوره کولو فشار هم راغی چې له اروپايي ټولنې څخه د بريتانيا د وتلو او يا پاتیدو په اړه ريفرنډم ترسره شي. کيمیرون تر ريفرنډم يوه وروسته استعفا وکړه کله چې کابو ۵۲ سلنه د «وتلو» په حق کې رایه ورکړه.
انځور: Matt Dunham/AP Photo/picture allianceګوردن براون بيا هغه لومړی وزیر وو چې خپله دنده یې په ټاکنو کې د ناکامۍ له کبله پرېښوده او نه دا چې استعفا ته مجبوره شي. براون په ۲۰۰۷م کال کې د عراق د جګړې او اقتصادي ستونزو له کبله د ټوني بلیر تر استعفا وروسته واک ته ورسېد. براون د ۲۰۱۰م کال په ټاکنو کې واک له لاسه ورکړ او په دې توګه یې په بريتانيا کې د ليبر ګوند ۱۳ کلنه واکمني پای ته ورسوله.
انځور: Jane Barlow/dpa/PA/AP/picture allianceټوني بلېر څلور ځله ټاکنې ګټلي دي او د ليبر ګوند يوازنی سياستوال دی چې ادعا کوله شي چې د ډېر وخت ګټونکی وو. د يوه ډېر مرکزي پليټ فارم له لارې چې دی «نوی ليبر» باله بلېر په ۱۹۹۷م کال کې په درانه اکثريت ټاکنې وګټلې او بيا شاهد شو چې څرنګه یې يوه لسیزه په واک کې تر پاتېدو وروسته قدرت وار په وار کم شو.
انځور: Gretel Ensignia/AP Photo/picture allianceجان ميجر د مارګريت تيچر تر استعفا وروسته چې دولس کاله پر قدرت وه، د لومړي وزير دنده ترلاسه کړه. د نوموړي حکومت په يوه ستر اقتصادي بحران او د پارلمان د محافظه پال ګوند د اروپايي ټولنې ضد غړيو په مقاومتونو کې ښکيل شو.
انځور: Mary Evans Picture Library/picture allianceمارګريت تیچر (۱۹۷۹ - ۱۹۹۰)
د بريتانيا درې سره لومړۍ وزيري د محافظه پال ګوند څخه وې، خو نه تیريسا می او نه هم ليز ترس د مارګريت تیچر په څېر د ټاکنیزو برياو او پايښت ادعا کولای شي.
انځور: Marcus Thelen/picture alliance