د بریتانيا ښځینه سرتیري هم د جګړې ډګر ته ځي
۱۳۹۵ تیر ۱۹, شنبه د بریتانیا لومړي وزیر ډیويډ کیمرون، د جمعې په ورځ وویل چې پوځ به يې ښځینه سرتیرو ته اجازه ورکړي چې په جګړو کې برخه واخلي. بریتانیا دغه تصمیم تر اتلسو میاشتو څېړنو او د پوځي مشرانو تر سپارښتنو وروسته نیولی دی.
کیمرون په خپله وینا کې ویلي دي: «د پوځ د پرسونل رئیس سپارښتنه کړې ده چې د جګړو په میدان کې دې د ښځو د ګډون ممانعت لري کړای شي، داسې یو نظر چې د پوځ د نورو مشرانو له خوا یې هم ملاتړ شوی دی.»
د بریتانیا لومړي وزیر زياته کړې ده: «زه له دغي سپارښتني سره موافق یم او منم یې. زه د دغي پريکړي د ژر ترژره عملي کیدو غوښتونکی یم». کیمرون اوس د ناټو په سرمشریزه کې د ګډون په موخه په وارسا کې دی.
د عملي کیدو کره وخت
د بریتانیا دغه نوې پرکړه به چې ښځينه سرتیري به د جګړې په ډګر کې هم ګډون کوي، د درو راتلونکو کلونو په موده کې په تدریجي ډول عملي شي.
ښځینه سرتیرو تر دې مخکې کولای شول چې په جنګي الوتکو کې د پيلوټانو په توګه، همدا شان په بېړیو او اوبتلونو کې د خدمو په توګه دنده ولري او دغه راز د ملاتړ کوونکو رول ولري. له همدې کبله تر اوسه د جګړو په ډګر کې د هغوی پر ګډون بندیز وو.
د بریتانیا د پوځ مشر جنرال نیک کارتر، ویلي دي چې دی په دغه پرېکړه «خوشاله دی». هغه وویل: «ښځو تر دې مخکې د جګړې د لومړۍ کرښې په نورو برخو کې رول لاره او په وروستیو بحرانو کې یې اغیزمن رول لرلی.»
کیمرون په خپله وینا کې وویل چې د دغه اقدام په عملي کیدلو سره به وسله وال ځواکونه د داسې یوې ټولني ښکارندوي وکړي، چې موږ پکښې ژوند کوو.»
د بریتانیا لومړي وزیر زیاته کړه: «دغه مسئله به د دې سبب شي چې وسله وال ځواک له خپلو استعدادونو څخه لا زیات کار واخلي او ښځو ته به د دې فرصتونه برابر کړي چې وکړای شي په مختلفو برخو کې ونډی ولري.»
د امریکا متحدو ایالتو، کانادا، آسترالیا او اسرائیل هیوادونو د پوځ ښځینه سرتیري د دې اجازه لري چې په جګړو کې برخه واخلي.